کوشال پال سېنګ؛  د هند د املاکو د تر ټولو سترې کمپنۍ مالک

 
 
کاروبار په حقیقت کې د فرصتونو تشخیص او له هغوی سمه ګټه پورته کول دي. ځینې انسانان په دې برخه کې یو ځانګړی مهارت او د ګواښ منلو جرئت لري. داسې کسان به تاسې هم پېژنی چې پر یوه داسې شي پانګونه کوي چې تر تاسې پورې ښايي ډېرو کسانو ته بې ګټه ښکاره شي، خو دوی په حقیقت کې په دغه ډول کارونو کې د ودې پوټنشیل ویني.
هندي کوشال پال سېنګ له پلازمېنې ډیلي د باندې د داسې ځمکې له اخیستلو میلیاردر شو چې یو وخت یې خلکو ته ډېر ارزښت نه درلود.
دغه میلیاردر د ۱۹۳۱ زېږدیز کال د نومبر په ۱۵ نېټه په اوترپردېش ایالت کې زېږدلی دی. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې په میروټ کالج کې د ساینس برخه ولوسته او د هوايي چلند په برخه کې یې خپلو زده کړو ته په برېتانیا کې دوام ورکړ.
دلته د زده کړو پر مهال نوموړی د هند په پوځ کې د کار کولو لپاره انتخاب شو. په پوځ کې د کار پر مهال یې وغوښتل چې بېرته برېتانیا ته وتښتي، خو د تېښتې پلان یې افشا شو. کله چې پلان افشا قوماندان یې د دې پر ځای چې نوموړی وګواښي هغه ته وویل چې که دی غواړي تللی شي. قوماندان په ځیرکانه ډول ورته وویل که دی یو ځل له پوځ څخه وتښتېد، نو ټول عمر به د ډارن په توګه یاد شي او که دی دغه نوم قبلولی شي، نو له تېښتې پرته هم تللی شي. سېنګ وايي که قوماندان خپلې خبرې په سمه بڼه نه وی کړې، دی به نن هم د برېتانیا په کومه څنډه کې د الوتکو مستري وو.
په پوځ کې د خدمت تر بشپړولو وروسته یې له امریکن یونیورسل کمپنۍ سره کار پیل کړ. یو کال وروسته دا کمپنۍ د هغه د اوښي له کمپنۍ سره یو ځای شوه. تر ۱۹۷۹ کال پورې سېنګ د دې کمپنۍ عامل مدیر شو. نوموړي له دې کمپنۍ سره د کار پر مهال د هند له پلازمېنې ډیلي د باندې د ګورګاډون په نوم سیمه کې داسې ځمکې په ارزانه بیه وپېرلې چې د کرنې وړ نه وې. ډېرو ته هغه وخت د ده پانګونه مناسب نه ښکارېده. پر همدې ځمکو یې د ډي اېل اېف په نوم د استوګنې او سوداګرۍ یو ښارګوټی جوړ کړ او د همدې پروژې له کبله یې د کمپنۍ نوم هم ډي اېل اېف ته بدل شو.
د سېنګ تر مدیریت لاندې کمپنۍ دومره پراختیا وموندله چې اوس په هند کې د املاکو او جایدادونو تر ټولو ستره کمپنۍ بلل کېږي. فوربس مجله وايي کوشال پال سېنګ د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۲۵ نېټې دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او د هند د میلیاردرانو ترمنځ ۲۳ ام ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.