
موږ باید هیواد په سم لوري روان کړو
بیل سایمون د جګړې مسولیت ته ور ودانګل .د ۱۹۷۶ کال د اکټوبر په لومړۍ اونۍ کې د خزانې وزیر د فلیپین په مانیلا ښار کې د پیسو د نړیوال صندوق (ای ام اف) او د نړیوال بانګ په کلنۍ غوند کې ګډون وکړ چې د نړۍ د مالیې وزیرانو، بانکوالو او تر ۳۰۰۰زیاتو مالي سلاکارانو او میلمنو پکې برخه اخیستې وه .د امریکا يي بانکونو لوړ پوړو چارواکو هم په دغه ناسته کې برخه درلوده . په دوی کې د امریکا د بانک،کیمیکل ، سیټي کورپ ، مورګن ګارنټي ټرسټ او مورګن سټنلې بانکونو مشران او عامل ریسان هم شامل وو.هر یوه په دغه ناسته کې د پورونو په ستونزو خبرې کولې او د تېلو د بیو د نورې پورته کیدا انتظار او نا امیدې یې ښکاروله .
د برتانیې اخیستل شوي پورونه ۴۵ میلیارد ډالرو ته رسیدلي وو. او حکومت په دې لټه کې وو چې له نړیوالو پور ور کونکو د نور پور ترلاسه او د برتانیې اقتصاد ته یې ور پیچکاري کړي .برا زیل ، مکسیکو او ایټالیا هر یوه تر ۲۰ میلیارد ډالرو ډیر پوروړي وو. فرانسه ، فنلنډ او اندونیزیا هر یو شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره بهرني پورونه اخیستي وو . یوه اقتصادي شنونکي وویل: «هیڅوک په ریښتیني ډول په دې نه پوهیده چې د پورونو غرونه څومره لوړ شویدي . خو هغه څه چې مهم وو هغه د ټولو پورونه مجموعي کچه نه وه چې سلګونو میلیارد ډالرو ته رسیده ، بلکې د یو شمیر مشخصو هیوادونو لخوا د پور د بیرته ادا کولو د وړتیا مسله وه چې ځینو ته یې ډیره ور کړه ، ډیره ستونزمنه وه .» اندیښنه یوازې دغو هیوادونو ته د پورونو د بیرته ور کړې له اړخه نه، بلکې دارنګه د تېلو د بیې د احتمالي نورې لوړیدا له اړخه ډیر او داسې تصور کیده چې که دا کار وشي نو د ډیرو هیوادونو اقتصادي بنسټونه به بیخې دړې وړې شي . «که چیرته د اوپیک لخوا د تېلو بیې شاوخوا ۱۰ په سلو کې او یا تر دې زیاتې لوړې شي نو دا به دتېلو د ټولو واردونکو هیوادونو لپاره د پورونو د بیرته ور کړې مسله نوره هم پیچلې او ستونزمنه کړي . پوښتنه داده چې ایا ځینې هیوادونه به دې سرحد ته هم و رسیږي چې هیڅ خپل پورونه ور نکړی شي ؟ ایا د امریکې متحده ایالتونه او یو شمیر نور هیوادونه به وتوانیږي چې د اوپیک سازمان د تېلې له زیاتې لوړتیا را وګرځوي ؟
په ناسته کې د ای ام اف مشر ،ایچ جانس ویټوین خپله هغه غوښتنه یو ځل بیا را پورته کړه چې د کال په پیل کې یې له بډایه هیوادونو کړې وه چې د پورونو اخیستل بند کړي او د پورونو د ور کړې کسر او د پورونو د اخیستو ترمنځ یو انډول په پام کې ونیسي . په مانیلا کې د بیلا بیلو هیوادونو له استازو سره د ای ام اف مشر ویټوین خبر دارئ ور کړچې د خطرناکو پورونو د اخیستو مرحله پیل شوې «دپورونو تر اندازې ډیریدل د اقتصادي او مالي ستونزو کچه لوړوي او په پور اخیستونکو د پور فضا نوره تنګیږي .د ویټووین سخته وړاندوینه د اکټوبر په ۵ نیټه د سه شنبې په ور ځ د امریکې د خزانې د وزیر لخوا هم تایید شوه اود سایمون لخوا یوې سختې ارزونې وښوده چې د پورونو زیاتیدو نړۍ له خطر سره مخامخ کړې او راغلو پلاوو ته یې په ډاګه کړه چې نړیوال بانک د پورونو یوه وړوکې برخه ور کوي او ان دوی، ددې وړتیا نه لري چې ډیر پورونه ور کړي. سایمون د تېلو د نورو بیو د پورته کیدو او خطرناک، خطر له اړخه کلک خبر داری ور کړ او په ریګ او شګو کې یې یوه کرښه کش کړه چې هره شیبه د ډیر عادي طوفان له کبله ړنګیدی شي .«که چیرې د تېلو تولیدونکي هیوادونه لکه چې اوازه ده د تېلو دبیا لوړیدو خطرناك ګام پورته کړي ، دا به په جدي ډول خراب شوی اقتصادي او مالي حالت نور زیات کړکیچن او بحراني کړي.»
برتانیه په ډیره نازکه پوله دریدلی وه . د اکټوبرپه ۱۲ نیټه په پارلمان کې د خورا ترخه حالت په منځ منځ کې ، لومړي وزیر کالیګان هڅه وکړه چې د عاموخلکو ویره غلې کړي او هک پک شویو وارخطا پانګوالو ته یو ځل بیاد خپل هیواد د ناروغ مالي او اقتصادي وضیعت په اړه ډاډ ور کړي.هغه غږوکړ چې :« موږ باید متزلزله ونه اوسو .موږ باید خپل هیواد په سمه لاره روان کړو.»د پیسو نړیوال صندوق (ای ام اف) دا روښانه کړه چې دبرتانیې لخوا د نور۳ اشاریه ۹ میلیارد ډالرو پورغوښتنه به تر هغه په پام کې ونه نیسي چې د برتانیې حکومت(داونینګ سټریټ) له وړاندې دا نه وي منلي چې په دولتي لګښتونو کې به پام وړکموالی راولي . دا په تیرو ۱۲ میاشتو کې د برتانیې څلورم پراخه پور غوښتنه وه، چې له بهره یې د تر لاسه کولو تمه در لوده .دلومړی وزیر کالیګن د خپل ګوند د پارلمان غړي د مالي ریاضت له کړنو سره مخالف وو او په دې برخه کې داسې کوم ضمانت نه وو موجود چې حکومت به په دغه تیاره کې ،په دغه ریاضتي پروګرام سره بیرته خپله لاره ومومي .ها خوا بیرته په مانیلاکې د بانکي ګډوډیو په اندیښنو بحثونه روان وو . د ایکسچیکوار کمپنۍ مشر ډینیس هیلي د پور له اخیستو دفاع وکړه او برتانیې ته یې خبر دارئ ور کړ چې «د پورونو په بیرته ور کړه کې پاتې راتلل به د اقتصادي پالیسیو د ناکامۍ په مانا وي چې زه فکر کوم دا کار به سړکونو ته د عوامو د را وتلو او د لاریونونو د تر سره کیدو لامل شي چې ورسره به هرڅه له کړکیچ سره مخامخ شي .»
دا په دې مانا وه چې د ژوند دمعیارونو په ټیټوالي او د بیکارانو په شمیر کې ډیر زیات منفي بدلون راغی او کیدی شي دا شمیره ۳ میلیون وګړو ته ورسیږ ي.« هیلی، هم په دې پوهیده چې برتانیه مجبوره وه چې په یوه ډول هغه لومړی پړاو ۵اشاریه۹۳ میلیارد ډالره نړیوال پورونه په جلا ډول د ډسمبر په ۹ نیټې بیرته ادا کړي چې پخوا یې اخیستي وو او نه یې وو کارولي. د حکومت د دړې وړې کیدو په اړه ناوړه خبرې ډیرې زیاتې شوې وې . د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ور کړ چې«هیچا نه غوښتل په دې اړه خبرې وکړې ،خو د نظم او قانون د ماتیدو د امکان شته والي ، او یا په برتانیه کې د تندلارو د انقلاب د امکان له کبله د امریکې متحده ایالتونه او د ناټو نور غړي حکومتونه ډیر سخت اندیښمن وو .»
په ایټالیا ، پرتګال او هسپانیا کې د عمومي خفګان ګواښ زیات وو . په دغو هیوادونو کې اقتصادي ځوړ په ناڅاپي ډول سره د ګویلیوانډروتي،موریو سوریس او اډولف سواریز د اصلاح غوښتونکو حکومتونو د را نسکوریدو ګواښ را منځ ته کړی وو . «د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته وویل چې « اقتصادي وضیعت دلته چې ډیر ه جدي مسله ده ». کیسنجر ځواب ور کړ:«هغه ستونزه چې زه فکر کوم ایټالیا تر ې کړیږي هغه همدا اقتصاد دی . موږ د اصلاحاتو طرفداران یو ، که تاسو غواړئ چې دا کار تر سره کړئ نو زموږ غوښتنه له تاسو داده چې په دغه برخه کې دا سې دقیق ګامونه پورته کړئ چې کمونست پلوه ډلو ته یې په هیڅ ډول ګټه ونه رسیږي . موږ به د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې تاسو وهڅوو. موږ به تاسو پرمخ روان کړو ، خو تاسو باید موږ ته ووایاست چې له سیا سي اړخه کوم شئ تاسو ته د زغملو وړ نه دی. زموږ تخنیکي کسانو ته اجازه مه ور کوئ چې تاسو په داسې خوا وهڅوي چې ستاسو لپاره په سیاسي برخه کې د منلو وړ نه وي .»
د نوامبر په لومړیو کې د پرتګال لومړي وزیر سواریس له واشنګټن څخه وغوښتل چې ۳۰۰ میلیون ډالره بیړنی پور ور کړي چې د خپلو اسعاري زیرمو د له منځه تلو مخنیوی وکړي .په لسګونو زره هغه پرتګالیان بیرته په افریقا کې خپلو پلرنيو هیواد ونو ته روان شول چې له استعمار وروسته تازه خپلواک شوي او له جګړو را ګرځیدلي وو . انفلاسیون ۳۰ په سلو ته لوړ شوی وو او تقریبا ۲۰ په سلو کې نفوس یې بیکاره وو . اعتصابونه ،ترهګر بریدونه،د خوراکي توکو کموالی او په لیکو کې ورته د خلکو دریدل او د تور بازار د اقتصاد را برسیره کیدو دا تاییدوله چې د پرتګال تصویر ډیر غمجن او د ډوبیدونکې بیړۍ په څیر وو. سیا سي کتونکو تایید کړه چې د سواریس حکومت او ان کیدی شي په پرتګال کې ډیموکراسي د راتلونکي دسمبر د ۱۲ مې په سیمه ییزو ټاکنو پورې اړه ولري چې کیدی شي راډیکاله ښي اړخې او چپ اړخي په قوي دریځ کې را برسیره شي .
هسپانیه نه یوازې ماته شوه ، بلکې لا په تیاره کې ایساره شوه . مادرید په داسې حال کې تیارې ورځې تجربه کولې چې حکومت تصمیم ونیو د خپلو تېلو د اخیستو ۴ اشاریه ۳میلیارد ډالره سند(چک یا بیل) داسې برا بر کړي چې د شپې په ۸ بجو به په پلازمینه مادرید کې ټول بریښنا يي څراغونه مړه کیږي او د شپې په ۱۱او۳۰ دقیقو به د تلویزیون نشرات هم پای ته رسول کیږي . د موټرونو سرعت په ملي کچه په ساعت کې ۶۲ مایله (۱۰۳ کیلومتره) وټاکل شو او موټرچلونکي له دې تیزنشو تللی. دا کارددې لپاره وشو چې تیزسرعت کې موتر ډیر تېل مصرفوي. یوه کتونکي د ۱۹۷۶ کال په اکټوبر میاشت کې د هسپانیې د کپیټل خپرونې ته وویل چې: «د انرژۍ بحران د هیواد اقتصاد ګدوډ کړی وو او ریښې یې ور سوځلې وې . مادرید یو وخت د رڼاګانو ښاروو او پراخ زړه را ښکونکې شپې یې در لودې، خو اوس یې هغه لیوالتیا او زړه را ښکیلتیا بې رڼا او بې بریښنا يي ځلیدا بې خونده ښکاریده . »
په هسپانیې کې سیا سي کتونکو داسې اټکل کاوو چې «یو ګرم منی » په مخ کې دی ، ځکه چې د کارګرو ټولنو او د فرانکو پلویانو دیته ځانونه چمتو کول چې په راتلونکو اونیو کې خپل سیا سي زور په هغه ملي ټول پوښتنه کې را برسیره کړي. دغه کار د باچا هغه پلان ته یو لوی ګواښ وو چې غوښتل یې په ۱۹۷۷ کال ازادې پارلماني ټاکني تر سره کړي . د ټول پوښتنې لپاره ټاکل شوې نیټه د دسمبر۱۵ نیټه وه . د نیویارک د وال سټریټ دمالي بازارونو ددغې ټول پوښتنې په پایلو کې ډیرې معاملې ، ګټې او زیانونه نغښتي وو. د هسپانیې یو په درې بهرني پورنه چې ۱۲ میلیارد ډالره کیدل د امریکايي بانکونو څخه اخیستل شوي وو . د کا ل په لومړیو کې په دغه هیواد کې امریکايي بانکونو خپله پانګه خښه کړه .نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې «د هسپانیې پورونو په ژوره توګه د پیټرولو له وارداتو سره اړیکه درلوده .» او که د تېلو بیې نورې لس یا ۱۵ په سلو کې لوړې شوې وای «نو اوسنی مالي کسر چې ۳ اشاریه ۵ میلیارد ډالره وو، دا به یې ۴ میلیارد ډالرو ته لوړ کړې وه . »
د وال سټریټ د پورونو بمونه اوغوغا ټولې اروپا ته خپره شوه او د دسمبر په نیمايي شپوورځو کې حالات ډیر بدل بریښیدل . ډیر سیا سي تحولات په ډیرو اروپايي هیوادونو کې تیت پرک بریښیدل . د برتانیې لخوا د پورونو د بیرته ور کړې جدول د دسمبر په ۹ مه نیټه برا بر شوی وو . په پرتګال کې ټاکنې د همدې میاشتې په ۱۲ مه او په هسپانیې کې ټول پوښتنه د ډسمبر په ۱۵مه پلان شوې وه چې ټولو سره اندیښنې تړلې وې . پر دې سر بیره د دسمبر په ۱۵ نیټه د اوپیک د تېلو وزیرانو هم په خپلو کې ناسته سره در لوده . په را تلونکو ۶ اونیو کې په امریکا کې د ولسمشر فورډ دولسمشرۍ را تلونکی ، په نړیواله کچه د مالي کړیو برخلیک،د وال سټریټ دبانکونو وضیعت، په اروپا کې د ناټو دمتحدینو، د میلیونونو دندو او د امریکا د اقتصادي ریاضیت ټول راتلونکی په منځني ختیځ کې د څوګوتو په شمارحکومتونو په پریکړو پورې اړه درلوده . خو اوس پوښتنه داده چې د نوامبر په لومړۍ اونۍ کې به د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو ددغه نا معلوم وضیعت اغیز څه وي؟