
طنزیه:
غاړه یې تازه کړه خو د وینا له پیل وړاندې یې سکرتر په غوږ کې څه وویل وزیر ګوښې ته شو او د پتلون ځنځیر یې وتاړه...
وارخطايي:
مبایل وشرنګیده او زړه یې په سینه کې په ټوپونو شو، شونډې یې سپینې شوې او په خوله کې ناړې وچې شوې، ګوتې یې ریږدیدلې، وارخطا وو چې څه به اوري...
انټرنټ:
انټرنټ پرې شو او په آرام ذهن لاړ ډوډۍ یې وخوړه ...
د یوه ویر یاد:
په نقشه کې يې د کابل – هرات په لویه لاره په ډوبو سوچونو کې ګوته راښکله، څه شیبه وروسته یې شونډې ورپیدې او له سترګو يې اوښکې راغلې...
قناعت:
د ویالې په رڼو اوبو کې خپلو سپینو وروځو او ګونځې ګونځې څیرې ته موسک شو، د چادر په پیڅکه کې تړلې وچه ډوډۍ یې له اوبو سره کپ کپ وخوړه او آرام ویده شو...