پير، پېری او پېغور

 
پورتني درې نومونه که د نومونې د اصولو له مخې وکتل شي او د نومولو کړنې يې هم وځيرل شي نو پوی به شو چې پير، پيری، پېغور څوک او څه دي؟ ولې يې نومونه سره ورته دي؟  او په کړو وړو کې هم سره ورته دي که څنګه؟
د دغو دريو کلمو ورته والی تصادفي نه دی. کله چې په عام ډول په ژبه کې يو شي ته نوم ورکول کېږي نو اکثره وخت د هغې شي يا کړنې د حالت او صفت له مخې ورکول کېږي. مثلا: که موږ په ځنګل کې د هوا له تېرېدا وروسته د هوا غږ ته (شغ يا شغا) وايو نو وجه تسميه يې په ونو د هوا د لګېدا له امله پيدا کېدونکی غږ دی، چې په ګرامر کې دغې کلمې (شغ) ته غږنوم (اسم صوت) وايي. په همدې ډول کله چې د ژبې په علمي برخه کې، په ځانګړې ډول په طبي څېړنو کې، يو شي ته نوم ورکول کېږي نو ډېری وخت د شي د بڼې، د هغې د کړنو او د اړونده مشبه شيانو په اساس ورکول کېږي.
لکه څنګه چې پورتني درې نومونه په بڼه کې سره ورته دي په همدې ډول يې نومولي يا د دغو کلمو موصوفين هم په کړنو او کارونو کې سره نېږدې دي.
په پورته دريو نومونو کې (پير) داسې څوک دی چې هم ظاهري وجود لري او هم معنوي. د پير ظاهري وجود هرڅوک ويني چې يو انسان دی. يعنې له بل انسان سره يې د پيدايښت او وجود له مخې څه توپير نشته خو په معنوي لحاظ ډېر توپير لري. دا په تجربه رسيدلې ده که د ځينو پيرانو کړنې وپلټل شي نو پوی به شو چې له پيري/ شيطان سره يې توپير نشته. د ناقص پير په وجود کې هم پيری وي هم پېغور، د دا ډول پير په مريدۍ کې به هم پېری ووينې او هم پېغور. نو پير، پيری او پېغور درې واړه يو دي.
مګر پيری بيا داسې مخلوق دی چې د انسان په څېر ظاهري وجود نه لري خو شتوالی يې ثابت دی. انسان يې په سترګو نه شي ليدلی خوکه پيری وغواړي انسان ته په مختلفو شکلونو ځان ښودلی شي. پيری کولی شي چې د انسان په څېره هم ځان څرګند کړي. پيری/ شيطان هم لکه ناقص پير ذهنونه خرابوي، خلک ځوروي، انسانان ډاروي، په زړونو کې وسوسې او اندېښنې پيدا کوي او دواړه د يو بل په څېر په مختلفو څېرو ځانونه څرګندوي. زموږ په ټولنه کې له پيري سره بې شمېره کېسې، پېښې، نښې نښانې او حتی پور پېغور تړلی، له پيري نه ډار پخپله يو پېغور دی. نو پير، پيری او پېغور درې واړه يو دي.  
درېم پېغور دی. پېغور نه پيری دی او نه پير، نه د پير په څېر ظاهري وجود لري او نه کټ مټ د پيري غوندې معنوي. خو کار د پير او رفتار د پېري کوي؛ انسان د انسان د ژبې په وسيله ځوروي، ډاروي، وژني، او چور کوي يې. نو پير، پيری او پېغور درې واړه يو دي.
پير، پېغور او پېری داسې کلمې دي چې هم د بڼې له مخې سره نېږدې دي او هم يې موصوفين په کړنو کې سره ورته دي. د پير، پېغور، پيري د نومونو، کړنو او پايلو ورته والی د دغو دريو نومونو د معنی ورتوالی هم ثابتوي او له دريو واړو ټولنې اور اخيستی نو ځکه روغاني صيب وايي:
له ښامار نه وېرېږي، نه وېريږي منګري نه
د شرمخ نه وېريږي، نه وېرېږي منزري نه
له توپانه نه وېريږي، نه له بل څه ضرري نه
البته پښتون وېريږي، پير، پېغور او له پېري نه.
                                     (عبدالرحيم روغانی)
 
ساده حيدرخېل
۱۱ مرغومي ۱۳۹۳