
د "هابل" تلسکوپ په ریښتیا چې د خلکو اند او نظر د کایناتو او نړۍ په هکله د خپلو نه هیریدونکو انځورونو په ایستلو د تل لپاره بدل کړ. دغه تلسکوپ، چې د ادوین هابل نامتو نجومي فزیکپوه په نوم یاد شوی دی. دغه تلسکوپ د نن ۲۵(۱۹۹۰ز) کله مخکې د اپریل په ۲۴مه نیټه د ناسا او اروپايي ټولنې په مرسته فضا ته لیږل شوی و. دغه تلسکوپ د نړۍ ترټولو پیاوړی او ستر تلسکوپ دی او دومره ځواکمن دی، چې د ځمکې نه ۲۰ نوري کالونه لرې پراته ستوري هم ویني.