لقمان حکیم حکمت
دقرانکریم ګڼ شمېر اياتونه او نبوي حديثونه راښايي چې د الله په لاره کې انفاق او خرچه کول يو له هغه لاملونو څخه دی چې رزقي تنګستيا له منځه وړي ، د الله په لاره کې خرچه شوې اندازه د ځان پسې د اخلاص په بنياد په څو چنده رزق راجلبوي ، ځکه چې د نېکو عملونو مدار په نېت دی چې نېت څومره صالح او خالص وي ، دومره اجر او ثواب اخروي او دنيوي برکتونه يې په څو څو وارې اضافه کيږي ، الله پاک فرمايي : ( قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ) [ سورت سبأ : ۳۹ ]
ژباړه : ورته ووايه چې زما رب د خپلې مرضۍ سره سم خپلو بندګانو کې چا ته رزق پراخه او چا ته يې تنګوي ، او تاسو چې کومې صدقې او خېراتونه کوئ الله به يې عوض درکړي او هغه ډېر ښه رزق ورکونکی ذات دی .
له ايت څخه جوته شوه چې هر هغه څه چې الله پاک ستاسو لپاره روا او استعمال يې ستاسو لپاره حلال کړی دی او تاسو ورڅخه د الله د امر سره سم صدقه او خېرات ورکړئ نو په دنيا کې به يې مزيد ښه بدله درکړي او په اخرت کې به درله اجرونه او ثوابونه درکړي .
او دا منل شوې قاعده ده چې صدقات د انسان د رزق په زيادت کې بې تحاشا رول لوبوي ، د الله سره د مينې په بنياد چې څوک د غريب غربه اخراجات په غاړه واخلي ، مال او دولت به يې د اخلاص په په بنسټ زيادت ته نوره هم مخه کړي .
نه د مادّه پرستو په ګومان چې صدقات او خېراتونه د مال د کمښت لامل ګرځي ، ددې شبهاتو د له منځه وړلو لپاره خو الله پاک فرمايي : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَلا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ إِلَّا أَنْ تُغْمِضُوا فِيهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ) اوبيا ورپسې متصل فرمايي (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلاً وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ) [ سورت بقرة : ۲ ۶۷ – ۲۶۸ ]
ژباړه : ای مومنانو ! له هغې پاک خواړو څخه چې مونږ درته له ځمکې څخه راويستلي دي نفقه او صدقات ورکړئ ، ناخوښه برخه ترې مه صدقه کوئ چې که تاسو ته يې څوک درکوي خپله يې نه اخلئ مګر دا چې سترګې ورباندې پټې کړئ ، او وپوهېږئ چې الله پاک بې احتياجه غني او ستایل شوی ذات دی * شېطان مو له فقر و فاقت څخه ويروي او په ښکاره بدو درته امر کوي خو الله پاک درسره له دغې ګناهونو څخه په بخشش او مزيد فضل وعده کوي ، او الله پاک پراخه رزق ورکونکی او پوهه ذات دی .
دا دواړه اياتونه ډېرو لوړو هدفونو ته شمول لري : لومړی : د الله په لاره کې خرچ نفقه . دوهم : د شېطان بې ساره هڅه چې په انسان دين ګډ وډ کړي...
له همدې کبله له ابن عباس – رضي الله عنه – څخه نقل دي چې دوه ورکړې په ايت کې د الله پاک له پلوه دي او دوه شيان پکې د شېطان له پلوه دي ( الشّيْطَانُ يَعِدُکُمُ الفَقْرَ ) شېطان مو له فقر او فاقت څخه ډاروي چې ماليت دې مه خرچه کوه د خوارۍ سره به مخ شي ، ذخيره يې کړه شايد په تنګه کې دې په کار راشي ( وَيأْمُرُکُمْ بِالفَحْشَاءِ ) په بدو او ناوړه عملونو درته امر هم کوي چې که په دنيا کې دې له مزو څخه خوند واخست سمه ده ورنه بې مزې به لاړ شې . ( وَاللهُ يَعِدُکُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ ) او الله پاک درته په دغې ګناهونو چې شېطان پکې مبتلا کړي ياست د بخشش وعدې او زيري درکوي ( وَفَضْلاً ) او الله به درته د خرچ په بدل کې مزيد رزق هم درکړي .
او په دې کې شک نشته چې ( مغفرت ) په دنيا او اخرت کې د انسان په ګناهونو پرده اچولو ته ويل کيږي او ( فضل ) په دنيا کې د رزق پراخوالي ته ويل کيږي ، معنی دا شوه چې که څوک څومره نفقه وکړي الله پاک به ورته په دنيا او اخرت کې په چندونو چندونو بدله ورکړي .
د هغې نبوي حديثونو له جملې څخه چې د الله پاک په لاره کې انفاق د رزق د پراختيا مهم لامل بولي ځېنې حديثونه يې قابل ذکر بولم:
ابوهريرة – رضي الله عنه – له نبي – صلی الله عليه وسلم – څخه روايت کوي چې الله پاک فرمايي : ( أَنْفِقْ أُنْفِقْ عَلَيْكَ، وَقَالَ: يَدُ اللَّه مَلْأَى لاَ تَغِيضُهَا نَفَقَةٌ سَحَّاءُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ، وَقَالَ: أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْفَقَ مُنْذُ خَلَقَ السَّمَاءَ وَالأَرْضَ، فَإِنَّهُ لَمْ يَغِضْ مَا فِي يَدِهِ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى المَاءِ، وَبِيَدِهِ المِيزَانُ يَخْفِضُ وَيَرْفَعُ ) بخاري 4684)
ای انسانه ته مال خرچه کړه زه به په تا خرچه وکړم ، نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – بيا وفرمايل : د ورځو شپو اخراجات او نفقې د الله پاک لاس څخه څه نه کموي د الله پاک لاس ډک دی ، بیا يې وويل : خبر شئ چې د اسمان او ځمکې له پېدائښت وروسته چې څومره نفقه الله پاک په مخلوق کړېده په لاس کې ورسره خزانو څخه يې هيڅ هم نه دي کم شوې ، عرش يې په اوبو باندې و ، د الله په لاس کې ترازو ده ښکته کول او پورته کول هغه کوي .
له حديث څخه په څرګند ډول بريښي چې د انسان د رزق زيادت د خرچې پورې تړل شوی دی ، په نېک او صالحه نيت چې انسان څومره دالهي رضا په خاطر نفقه کوي هومره ورته الله پاک دنيوي او اخروي بدلې هم ورکوي .
د ابوهريرة – رضي الله عنه – په روايت بل حديث کې راځي چې نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : (مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ، إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا ")بخاري : ۱۴۴۲)
هر ورځ چې په انسانانو سبا کيږي مګر دوه ملائک پکې راښکته کيږي ، يوه ملائکه وايي : ای الله ! صدقه کونکې انسان ته عوض او بدله ورکړه ، او بله ملائکه وايي : ای الله ! بخيل انسان په زيان واړوه .
امام بيهقي – رحمه الله – په ( شعب الايمان : ۱۳۹۳ ) شمېر باندې له عائشې – رضي الله عنها – څخه روايت کوي چې نبی کریم – صلی الله عليه وسلم – بلال ته وويل : ( أَطْعِمْنَا يَا بِلَالُ ". قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا عِنْدِي إِلَّا صُبْرٌ مِنْ تَمْرٍ خَبَّأْتُهُ لَكَ، قَالَ: " أَمَا تَخْشَى أَنْ يَخْسِفَ اللهُ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ، أَنْفِقْ يَا بِلَالُ، وَلَا تَخْشَ مِنْ ذِي الْعَرْشِ إِقْلَالًا )
بلاله ! لږ څه راباندې وخوره ، هغه ورته وويل : د الله پېغمبره ! د کجور څه اندازه چې ستا لپاره مې پټې ساتلې وې نور څه راسره نشته ، هغه ورته وويل : بلاله ! دا ډار دې نه محسوسو چې د کجورو ډېرکۍ دي الله په اور کې ښکته کړي !! خرچ يې کړه او د الله پاک له پلوه په غربت او نادارۍ مه ويريږه .
مذکوره قراني اياتونه او نبوي حديثونه د خير ښېګړي په ګڼ شمېر بخشونو کې انفاق او مالي برخې اخستلو ته هڅونه کوي ، او ټولو هغه وګړو ته چې په د ښیګړو په بخشونو کې لاس ولري زيري ورکوي چې په دنيوي او اخروي عوضونو به مو الله پاک ونازوي ، خيريت او فضل به درکړي .
ځېنې خلک دې دا ګمان نه کوي چې که الله مليونر کړ د خير او ښيګړې په لارو کې به هيڅکله هم بې ونډه نه وي ، داسې فکره لرل ډېره لويه تېروتنه ده ، ولې چې له مونږ څخه مطلوب اخلاص دی ، شايد ستاو يوه ( انه ) چې په صالحه نيت يې دالله پاک په لاره کې د غريب غربه په چارو کې نفقه کړې له هغه چا څخه زیات او ډېر وي چې يو مليون يې نفقه کړي وي ، ځکه کېدای شي چې د هغه موخه پرې شهرت وي چې خلک يې په دغه عمل وستايي !! خو د نيتونو علم يک يواځې د الله سره دی ، الله پاک فرمايي : (مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ * أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) [ هود : ۱۵ – ۱۶ ] .
دنياوي ژوند او ډول ډال چې څوک غواړي مونږ به يې ورته پوره پوره ورکړو او هيڅ کمې به پکې نه محسوسوي * د دغې خلکو لپاره په اخرت کې هيڅ له اور پرته نور هيڅ نشته ، په دنياکې نيک عملونه يې بي ثوابه دي ، او په اخرت کې يې هم نېک علمونه برباد دي .
وروستي