
چې په زړه کې پټ تصوير په سترگو راشي
ستا د حسن يو تفسير په سترگو راشي
عقله ته هم بې له عشقه پوره نه يې
له پاچا سره وزير په سترگو راشي
د راتلونکې او د تېر فکر پيدا کړي
چې د لمر سپوږمۍ تغيير په سترگو راشي
د شعور په مرسته گرځه د زړه بازه!
له کړيو نه زنځير په سترگو راشي
چې ساده له خوبه ويښ شم يار ته ورشم
د لېدلي خوب تعبير په سترگو راشي.
٢٢/١١/١٣٨٥
حيدرآباد