
درې انجینران
له هر پلوه د امریکا –ایران ټلواله چې په خورا ډیر دقت سره کلونه وړاندې د امریکايي ولسمشر ریچارډ نیکسون او محمد رضا شاه پهلوي لخوا جوړ شوی وو چاته نه وو په ډاګه شوی . د سختو خبرو د تر سره کیدو له کبله په اړیکو کې سختې چاودنې په نړیواله کچه د خبري رسنیو سرټکي جوړ کړل ؟
د اګسټ په ۲۸ نیټې په تهران کې سهار وختي د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې یو سور رنګه واکس واګون موټر په ډیرې چټکۍ سره د هغو دریو امریکایانو د موټر مخې ته را تاوو شو چې چلونکی یې ایرانۍ وو او دهغوی موټر یې په زور سره ودراوو. یوه میني بوس موټر ددوی له شا ودرید او په وسلو ګڼ سمبال کسان ترې را کوز شول او ټول یې له نژدې دیوال سره خواپه خوا په زور کښینول . یوه وسله وال موټر چلونکي ته په ځمکه د څملاستو امر وکړ. کله چې موټرچلونکي د سر را پورته کولو هڅه وکړه په ډیره تنده لهجه ورته وویل شو چې سر بیرته کښته کړي . دوی تر ټولو دمخه موټرچلونکي وویشت او له منځه یې یو وړ، ورپسې یې د مخې په سیټ کې په ناستې سپرلۍ ویلیم کټریل ډزې وکړې او هغه په سړک را پریوت .کله چې کټریل خپل لاس و خوځاوو په مخ په بله مرمۍ وویشتل شو او خوځښت یې پای ته ورسول شو .د موټر د شا په سیټ کې غلي شوي رابرت کرونګارډ او ډونالډ سمیټ په سر په مرمۍ وویشتل شول او د تل لپاره له دې نړۍ څخه رخصت شول .برید کونکو په ډیرې بیړې سره په ټولو امریکايي وګړو په اتوماتیکو وسلو د ډزو باران جوړ کړ او د موټر مخکینې برخې ته یې اور ورته کړ، ټول موټر په وینو لړل شوی وو . دغو وژونکو له دغې نوې پیښې سره یو لیک پرې ایښی وو او ویلي یې وو چې دغه امریکایان همغې ډلې وژلې چې وړاندې یې هم درې امریکايي ډګروالان وژلي وو.دا کوم تصادفي برید نه وو . کاټریل د ۲ اونیو لپاره د یوې ترهګرې ډلې لخوا څارل کیده چې د ۶ او ۸ ترمنځ غړي یې در لودل . دوی ددغو امریکایانو د څارلو لپاره ښه دلیل هم در لود ، ځکه چې کاټریل د را کویل کارپوریشن کمپنۍ سره کار کاوو چې په ایران کې یې دخورا پټې اتومي انرژۍ او بریښنا د لومړني پړاوو د پروګرام لپاره د ودانیو د جوړولو لومړنۍ چارې تنظیمولې. دوو نورو امریکايي وژل شویو د را کویل د کمپنۍ تخنیک ګران وو چې د سهارني موټر د نه را تلوله کبله دوی له کاټریل سره په دغه موټر کې د کار په خوا روان شوي وو ا و هسې پکې را ګیر شوي وو .یو چا د کاټریل شیطاني کړې وه او د هغه هویت یې مخفي ډلو ته ښوولی وو.
یو ه بله امنیتي رسوايي او تهدید داوو چې په تهران کې د امریکې سفیر ریچارډ هلمز خپلو همکارانو ته وویل چې «د (MAAG), په نوم د امریکايي ځواکونو د مرستندویه سلاکارانو له یوې ډلې یوه تمانچه غلا شوه او یوه بله د مرمیو له صندوقونو غلاشوې وه او یوه اندازه مرمۍ هم ور سره وړل شویدي .هغه وویل چې له وژونکو یا قاتلینو سره له دننې همکاري تر سره شویده .« دلته ۴۳ کسان دي چې په دننه کې ګزمې وهي او وسلې هم ور سره دي .دا برید په ډیر مسلکي ډول تر سره شوی او له چلند څخه یې داسې ښکاري چې دغه عملیات لکه پخوا غوندې تر سره شویدي.»
ډیر ژر ددغې پیښې په اړه پلټنې پیل شوې . د ایران شاه دا د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد کار وباله چې هغه یې داسلامپالو ډلو لخوا تر سره کړ او په دې ډول سره یې غوښتل د هامپري د رپوټ اندیښنې په رښتیا بدلې کړي اوله کبله یې د واشنګټن او تهران تر منځ اړیکې خړې پړې او رامنځ ته شوی درز نور هم پراخ کړي .شاه د دربار وزیر اسد علم ته لارښوونه وکړه چې دغه بیرحمه پیښه په کمونستانو پورې وتړي او موخه یې داوه چې په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو غوصه را وپاروي او له بل پلوه د هغوی ملاتړ بیرته د کورنیو مخالفینو د ځپلو لپاره را جلب کړي او شاه بلاخره په دې هڅه خپلو موخو ته ورسیږي. هلمز ته هم وویل شو چې ددې برید تر شا دروسانو لاس وو .هغه ددغې پیښې د عاملینو په اړه ډیر ښه پوهیده ، خو بیا یې هم ومنله چې د شاه نظر غبرګ کړي او ددغې پیښې په اړه روسیه پړه وبولي او تور ماسکو ته راجع کړي. دا عیني همغه ډول دسیسه او جوړ دروغجن تور وو چې تر ده وړاندې د پخواني سفیر دویم ډاګلاس مک ارټر په موټرپه ۱۹۷۰ م کال کې په تهران کې د امریکې د سفارت مخې ته د برید په تړاو جوړ شوی وو .
تر اوسه په ایران کې د امریکايي وګړو ژوند د ښاري ترهګرو لخوا په ډیر نازک حالت کې وو.له برید یوه ورځ وروسته په ایران کې ټول امریکايي وګړي په خپلو کورونو کې وو او کار ته ولاړل نه. هغو ی خپل ماشومان هم د نورو ورځو خلاف بهر ته د لوبو او سپورت لپاره له تلو منع کړل «دغو ویریدلو امریکايي کمپنیو۱۷۰ استازو ته چې په تهران کې یې کاروبار کاوو د امریکې د سفارت په ایدیتوریم کې د امنیتي وضیعت او ځان ساتنې په اړه معلومات ور کړل شول. هر یو حیران وو او ویرې اخیستی وو. هغه سوداګر او کاروباریان چې په ایران کې یې کار کاوو تر ډیره د امریکا دفاعي کار کونکي او قراردادیان وو. دوی د ایران په هوټلونو کې په بدلو نومونو شپې تیرولې او خپل نومونه به یې نه ثبتول. د امریکې د سفارت د۲۰ شورلایټ او لیموزین موټرونو لپاره مرمۍ ضد ښیښې ولګول شوې چې دتمانچې د مرمۍ مقاومت یې در لود ، خو دماشینګنې (کلاشینکوف) ته ورته وسلې تاب یې نه در لود. پریړې اوسپنیزې ټوټې د موټرونو په سیټونو را تاو کړی شوې چې د برید پرمهال د سپرلۍ ساتنه وکړي او له مرمۍ څخه یې دفاع و کولی شي .
په تهران کې د امریکې دسفیر میرمنې سناتیا وویل:« ما به کله کله ډیر خراب او ویریدونکي خوبونه لیدل.زه یوه شپه چې ډیک په واشنګټن کې وو د یوه غږ په اوریدو سره له خوبه را پورته شوم . ما فکر وکړ چې د ټوپک د ډز غږ وو. داسې راته ښکاره شوه چې وسله وال را غلي او زما د برمته کولو پلان لري . د خپل خوب له تخت څخه مې ټوپ کړل . خوب مې وتښتید او د دروازې په لور مې منډه کړه .»هغه له خپل خاوند سره په تهران کې دسوداګریزو چارو څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روانه شوه. دوی د ۱۶ پټو امریکايي او ایراني ساتونکو او د ۲ نورو تعقیبي موټرونو لخوا بدرګه کیدل .
د راکوییل د مامور له وژنې دمخه داسې اټکل کیده چې په ایران کې به د میشتو امریکايي وګړو شمیر د ۲۴ زرو او ۳۱ زرو تر منځ وي ، ځکه چې په دې برخه کې کومه دقیقه سر شمیرنه نه وه شوې .د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې په ناسم اټکل باندې فعالیت کاوو او راتلونکو امریکايانو حالت ته په کتو سره یې داسې اټکل کاوو چې کیدی شي په ۱۹۸۰ م کال کې په ایران کې د ژوند کونکو امریکايي وګړو شمیر ۵۰ زرو ته ورسیږي. په تهران کې امریکايي سفیر له خپلو کار کونکو وغوښتل چې دغه شمیرې دقیقې چک کړي . هغه تر فشار لاندې وو چې د چارواکو هغه شمیرې او اټکلونه تایید کړي چې په رسنیو کې د بیرته را ستنیدونکو په اړه راځي .د سفارت کار کونکو په ایران کې له بوختو امریکايي کمپنیو سره اړیکه ونیوله او ترې ویې غوښتل چې هغه پوښتن پاڼه ډکه کړي چې ددوی د کارکونکو د شمیراو د کورنیو د غړو د شمیر په اړه پوښتنې پکې مطرح شوې وې . کله چې دغه پوښتن پاڼې ډکې شوې یو ځل بیا په ډاګه شوه چې د ۴۵ او ۵۰ زرو تر منځ امریکايي وګړو په ایران کې لا دمخه ژوند او کار کاوو .دا داسې حقیقت وو چې هیڅوک پرې نه پوهیدل. د نظامي وسایلو خرڅلاو د امریکې او ایران د اړیکو د پراخیدو یوازینی عامل نه وو، بلکې یو شمیرې نورې را کړې ور کړې هم وې چې د تهران او واشنګټن اړیکې یې دومره ډیرې پراخې کړې وې .
د ډیموکراټانو لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مرستیال والټر مانډیلا نومول شوی وو .هغه د را کویل دکار کونکي وژل کیدل پر ایران د وسلو د پلورلو د رسوايی پایله وبلله چې د ۲ جمهوریت غوښتونکولخوا په ارام او ازاد ډول تر سره کیده :« ولسمشر ریچارډ نیکسون ایران ته سپین چک ور کړچې پیچلې او پرمختللې وسلې او مهمات پرې واخلي . مرستیال کاندید په سانفرانسیسکو کې د خلکو یوې غونډې ته وویل چې له بده مرغه بل جمهوریت غوښتونکي ولسمشر جیرالډ فورډ لاپسې دوام ور کړ او پر هغه یې د سموالي ټاپه ولګوله.»
که زه وکولی شم د یوې شیبې لپاره د تېلو د بیو په اړه خبرې وکړم
د اګسټ په ۳۰ نیټه نیمې نړۍ د تهران له حرکتونو بیزاره شوې وه ،الن ګرینسپن ولسمشر فورډ او د هغه کابینې ته رپوټ ور کړچې د پسرلي اقتصادي رغاونه ورو شویده . ګرینسپن روښانه کړه چې:« د بیا په پښو دریدو طرحه له یو څه خوځیدو وروسته بیرته دریدلې ده،خوځیدلې او له خنډ سره مخامخ شوې.موږ د خنډونو په یوه مهم پړاو کې ولاړ یاستو».ګرینسپن په خپلو یاداښتونو کې چې (تریجنه زمانه) نومیږي ویلي دي چې له ۲ په سلو کې کمې اقتصادي ودې چې هغه هم معمول یا منظمه نه وه موږ ته یې د ۱۹۷۴-۷۵ کاله پورې د اقتصادي بحران ښوده .هغه لیکلي وو چې «د یوه اقتصاد پوه له نظره دا د اندیښنې خبره نه وه .«ځکه چې په یو عصري اقتصادکې ډیرې زیاتې د خوځښت برخې موجودې وي چې په یوه نه یوه را څرخیږي . داډول اقتصاد په ډیرسطحي ډولیا ډیر کم تیزیږي او یا ډیر کم په کرارې کیږي او په دغه مسله کې ټول لوی شاخصونه ـــ انفلاسیون، بیکاري او داسې نور ډیر ښه ښکاریده. » خو لوی شاخصونه ښه نه وو . نویو شمیرو داسې وښووله چې په ملي کچه بیکاري د دریمې میاشتې لپاره په زیاتیدو ده او ۷ اشاریه ۹ په سلو ته رسیدلې وه . په سپینې ماڼۍ فشار را وړل شو چې د ګرین سپن له هغې لومړنۍ خوشبینانه اټکل څخه بښنه وغواړي چې د ټاکنو په ورځ یې ویلي وو چې بیکاري ۶ په سلو ته را ټیټه شویده .خو یوه خبره ډیره خوندوره وه چې داقتصادي ځوړ او بیکارۍ د زیاتیدو د تایید خبر ولسمشر فورد ته په خطرناک وخت کې خپور نشو .
هغه علتونه چې کارپوهانو د ګرینسپن د وړاندوینې په اړه شک کړی وو ډیر د بحث وړ نه وو . د یو شمیر لاملونو له کبله هیچا هم په کافي اندازه دا نشوه روښانه کولی چې د فدرالي اقتصادي چارو د خوځولو لپاره ولې په میلیاردونه ډالره بې له دې چې ولګول شي یوې خواته کیښودل شویدي .لیونارډ سیلک د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته رپوټ ور کړ چې «اقتصاد پوهان او تحلیل کونکي دا خبره یاداښت کړې چې د ۱۹۷۶ کال په لومړیو دریو ربعو کې حکومت ۱۵ میلیارد ډالره ولګول چې تر هغه کمې وې چې تصور یې کیده او یا پلان ورته واضح شوی وو . » هغه پیسې چې د یوه کال لپاره په پلان کې نیول شوې وې هغه ۲۰ میلیارد ډالره ووچې څه باندې ۲۰ په سلو کې کسر یې ښکاراوو . د اقتصادي سلاکارانو د شوراپخوانی مشر ارتر ام اوکان ويل د بودیجې د لګښت ټوله څارنه په ۱۹۶۶ کال کې دویتنام له جګړې د اقتصادي بیارغاونې وروسته ستره تیروتنه وه ، هغه مهال سره له دې چې انفلاسیون موجود وو تر ټاکل شوې یا اټکل شوې اندازې ۱۰ میلیارد ډالره کم مصرف شوي وو. یوه بل مخکښ اقتصادي شنونکي په ډیرې خواشینۍ سره په ډاګه کړه چې « فدرالي بودیجه په سخت ګډ وډ وضیعت کې وه .» د فورډ اداره باید لګښتونه منظم او زیات کړي ، ځکه چې اوس په داسې وضیعت کې دی چې یو ځل بیا د امریکې د متحدو ایالتونو اقتصاد د ناورین یا اقتصادي بحران کلونو ته ور ښکیل کولی شي . هغه ټینګار وکړ چې سپینې ماڼۍ ته په کار دي چې د تېلو د بیو په برخه کې تشویشونه یو خوا کړي . «که د تېلو تولیدونکي هیوادونه یو ځل بیا د تېلو بیې پورته کړي ، دا کار به نه یوازې د امریکې د متحدو ایالتونو اقتصاد سخت اغیزمن کړي بلکې ور سره سم به په امریکا کې د خلکو د خرید وړتیا ته سخت زیان ورسوي. پر دې سربیره به دغه ستونزه د نورو هیوادونو صنعتي اقتصادونو ته هم سخت زیان ور سوي او د امریکايي تولیداتو لپاره به تقاضا کمه او په ټوله کې به دامریکا تولیدات کم کړي .
د امریکې په متحدو ایالتونوکې دغه پریشانه او نا معلوم وضیعت ډیر ژر د اتلانتیک په بله غاړه کې د برتانیې او فرانسې په څیرضعیفه اقتصاد لرونکو هیوادونو ته هم خپور شو . په برتانیې کې د کارګر ګوند په مشرۍ د حکومت لومړي وزیرجیمزکالیګنز له یوې خورا مهمې او خطرناکې نوې ستونزې سره مخامخ شو او په ډیرې چټکې سره د هغه هیواد د پیسو (پونډ) ارزښت را وغورځید، د انفلاسیون کچه ۱۳،۸ وه او یو نیم میلیون وګړي له کاره ویستل شوي وو چې له جګړې وروسته دا د بیکاره کسانو تر ټولو اوچته کچه وه . د سوداګرو ټولنې له را منځ ته شویو ننګونو سره د مبارزې غږ پورته کړ او ژمنه یې وکړه چې لګښتونه به را کموي.په برتانیې کې د صنعتکارانو د کنفدراسیون یوه چارواکي وویل« حالات داسې بریښي چې د ښه کیدو پرځای خرابیږي . هغه زیاته کړه چې که د هیواد اقتصاد ژر تر ژره سره سمبال نکړل شي نو د یوه صنعتي هیواد په توګه به نور پاته نشي او هرڅه به له کنټرول څخه بهر شي . » ها خوا د برتانیې په ختیځ ګاونډي او د اروپا په یوه بل متحد هیواد فرانسې کې چې د انفلاسیون کچه پکې ۱۲ په سلو کې وه لومړي وزیر ریمونډ بارې د حکومتي کارکونکو د ۳ میاشتو تنخواګانې ور نکړي او قیمتونه یې په خپل حال وساتل او د ۱۱ میلیارد ډالرو په ارزښت یې د راتلونکي کال لپاره تېل را وارداو زیرمه کړل .لومړي وزیر بارې تور ولګاوو چې د انرژۍ لوړې بیې د فرانسې د سوداګریز بیلانس لپاره ډیرې خطرناکې دي (د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول له منځه وړي).
واشنګټن یوه نوې لوبه پیل کړه او د سعودي عربستان د ملاتړ د را جلبولو هڅې یې پیل کړې او کوښښ یې وکړ چې د اوپیک د دوحې په ناسته کې سعودي د تېلو بیې په خپل حال وساتي او د لوړیدو مخه یې ونیسي . ایران خبر دارئ ور کړی وو چې د تېلو د بیو د لوړولو هڅې به وکړي . د واشنګټن او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په نویو هڅو کې د نوي نسل د هغو زرګونو توغندیو پلورل هم شامل وو چې سعودي یې د غوښتو لیواله وو . خو پر سعودي عربستان دپیچلو امریکايي وسلو د سیستمونو د پلورلو دا معامله د اوس لپاره تر ډیره له ستونزو سره مخامخ بریښیده ځکه چې په کانګریس کې یې د لیبرال او محافظه کارانو ملاتړ او هوکړې ته اړتیا در لوده او هغوی سعودي عربستان له اسراییلو سره په تخنیکي برخه کې لاهم په جګړه کې ښکیل ګاڼه . د انتخاباتو د کمپاین پرمهال دوی لیواله نه وو چې په نړۍ کې د تېلو تر ټولو بډایه هیواد سره دغه ډول معامله تر سره کړي چې ګټه یې سعودي ته ورسیږي .د ښو ګامونو د پورته کولو لپاره د پارلمان غړو د هغه قانون ملاتړ وکړ چې هر هغې امریکايي کمپنۍ ته دې سزا ور کړل شي چې له هغو عرب کمپنیوسره ګډ کار پیلوي چې له اسراییلو سره یې پریکون یا بایکاټ اعلا ن کړی.ولسمشر جیرالډ فورډ له هغو جمهوریت غوښتونکو څخه چې له سعودي سره د معاملې مخالفت کوي وغوښتل چې له ریاض سره دښمني خوشې کړي او له اسراییلو خپل ملاتړ ته دې دوام ور کړي. هغه سناتور انو جاکوب جیویټ او کلیوفورډ کاسي ته په سپینه ماڼۍ کې وویل«سعودیان د تېلو د بیو په ثابت ساتلو او نه لوړیدو کې ډیر ګټور دوستان کیدی شي . زه فکر نکوم چې موږ دې وکولی شو دوی ته په خوله کې سوک ور کړو، ځکه چې دوی په نړیواله کچه ځانګړی اهمیت لري . »
د سپټمبر په ۷ نیټه په ریاض کې د امریکې سفیر ویلیم پورټر په سعودي کې د طایف شریف ښایسته ښار ته سفر وکړچې باچا خالد ته د ولسمشر جیرالډ فورډ لیک ور کړي او هغه ته ډاډ ور کړي چې واشنګټن پر سعودي عربستان د توغندیو د ور کړې معاملې ته ژمن دی . ولیعهد اوشهزاده فهد د باچا پرځای دغه لیک ومانه او امریکايي سفیر پورټرته يي ډاډ ور کړچې « تاسو ډاډه اوسئ اعلی حضرت به سږکال د تېلوبیې لوړې نه کړي .هغه سږکال د تېلو د هر ډول بیې د پورته کیدو مخالف دی او که د اوپیک نورو غړو هیوادونو د فشار زیاتولو ته دوام ور کړ موږ به ورسره ومنو چې په له دوی سره په دغه مسله به بل کال خبرې وکړو.خو که تاسو هم په دې برخه کې کوم پلان ونه لرئ نو بیا د سعودي لپاره دا د اندیښنې وړ ده . » شهزاده فهد دا خبر روښانه کړه چې دلته شوي بحثونه باید همداسې پټ وساتل شي . پورټر واشنګټن ته ولیکل چې :« په دغه برخه کې هغه له ایران او وینزویلا سره د امریکې د حکومت د مرستو پوښتنه وکړه .» هرڅه چې موږ کولی شو چې د تېلو د بیو د لوړیدو په خطر دوی پوه کړو هغومره به دا مسله د ټولو لپآره ګټوره وي په ځانګړې توګه د سعودي عربستان لپاره . ما ورته وویل چې زه به دا پیغام عرب مشرانو ته ورسوم.
د سپټمبر په ۱۶ نیټې ولسمشر فورډ نوی لیک د سعودي باچا خالد ته ولیکه . د امریکې د ملي امنیت د شورا چارواکورابرت هورمتس او رابرت اوکلې په یوه یاداښت کې ولسمشر ته روښانه کړه چې( د دویم لیک اصلي موخه داوه چې هڅه وشوه چې د سعودي حکومت هغه موقف یا دریځ ټینګ وساتي چې شهزاده فهد د باچا خالد پرځای له امریکايي سفیر سره پرې بحث کړی وو او هغه داوو چې سعودي سږکال د تېلو د بیو د لوړیدو پلان نه لري او ورسره مخالف دی . که چیرته موږسعودي عربستان په دغه موقف ټینګ وساتلی شو نو دا به په دې مانا وي چې د سږکال په دسمبر کې د اوپیک په عمومي غونډه کې به د تېلو بیې نورې نه پورته کیږي او موږ به ډیر نور تېل په همدې اوسنۍ بیې اخیستی شو .پر دې سر بیره دا کار کیدی شي د اوږدې مودې لپاره د تېلو بیې کنګل کړي ، خو دا معامله ډیره ستونزې جوړونکې وه . ددې لپاره چې فهد او خالد وهڅول شي ، په لیک کې داخبره شوې وه چې د امریکې متحده ایالتونه به د اوپیک د نورو هیوادونو هڅونې ته دوام ور کوي او هغوی ته به هم د بیو د نه پورته کیدو نصیحت کوي ، په ځانګړې توګه ایران او وینزویلا ته چې د تېلو د بیو د لوړیدو په برخه کې زموږ مخالفین دي .)
د سپټمبر په ۱۷ نیټې د جمعې په ورځ د سهار په ۱۱ بجو ، ولسمشر فورډ، د ملي امنیت سلاکارسکوکرافټ ، د بهرنیوچارو مرستیال وزیرچارلیس رابینسون او په ریاض کې د امریکې سفیر پورټرد سعودي د بهرنیوچارو له وزیر شهزاده سعود بن الفیصل السعود ، په واشنګټن کې د سعودي له سفیر علي عبدالله عليرضا او د هغه هیواد د کابینې د مشر حسن شواف سره وکتل ، دوی د تېلو د بیو او د وسلو د پلور په مسلو خبرې اترې سره وکړې . سعودي چارواکي د توغندیو د پلور د جنجالونو او د سوداګریزو اړیکو د پریکولو د وروستیومعاملو له اړخه ډیر خفه ښکاریدل .دوی داسې احساسوله چې یوازې له دوی سره امریکا دا ډول نا وړه چلند کوي او غواړي دوی ته سزا ور کړي . شهزاده سعود وویل: «د سعودي او امریکې په اړیکو کې ډیر داسې مسایل وو چې موږ تمه لرو خبرې به پرې وکړو. موږ جنګ غوښتونکي نه یو، خو په سیمه کې پراته ګواښونه موږ مجبوروي چې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي کړو.زموږ د هڅو په اړه د امریکې متحده ایالتونه ډیرې زیاتې پوښتنې لري او زموږ ټولې هڅې دوی ته مشکوکې وي او بلخوا د سعودي د خلکو پوښتنه هم همدا وي .موږ نه پوهیږو چې ولې دوی موږ ته د شک په سترګه ګوري .زموږ هڅې نه یوازې د نظامي برخې او وسلو د تر لاسه کولو لپاره دي ، بلکې د ښوونځیو، کلینیکونو،د پوځي بارکونو او نورو مهمو پروژو د جوړولو هڅې هم کوو.هغه څه چې موږیې غوښتنه کوو تر هغه ډیر کم دي چې ستاسو نظامي کارپوهانو یې اړتیا ته ګوته نیولې .»
ولسمشر فورډ وویل :«زه په بشپړه توګه د شهزاده له نظر او غوښتنې سره موافق یم .» ولسمشر ژمنه وکړه چې هغه به په کانګریس کې د سعودي د ګټو لپاره مبارزه کوي او هغه سعودي پلاوي ته دا ډاډ ور کړ چې اداره به یې په اسراییلو دا فشار راوړي چې د سوریې لخوا د لبنان اشغال ومني .هغه خپلو میلمنو ته ډاډ ورکړ:«اجازه را کړئ دا ووایم چې موږ له دې سره په بشپړه توګه موافق یو چې تاسو د یرغلګر ځواک د نه جوړیدو په صورت کې غواړۍ چې د خپلې دفاع په موخه خپل ځواکونه پیاوړي کړی ، نو موږ په دې صورت کې ستاسو د ددفاعي ځواک د پیاوړتیا ملاتړ کوو.»
ولسمشر فورډ وویل:(زما د ادارې لخوا بې میلي نه ده موجوده .زموږ ټولې پریکړې او پلانونه باید د کانګریس له لارې تر سره او د هغوی موافقه باید پکې موجوده وي .نو دا زموږ لپاره ډیرستونزمن وخت دی .زه داسې هیله لرم چې د جنورئ په میاشت کې به موږ په دې برخه کې ښه پرمخ ولاړ شو او دلته به چاپیریال د اوس په پرتله بهتر وي .تیر کال موږ په منځني ختیځ کې د ښه پرمختګ په اړه خبرې وکړې . متاسفانه د لبنان شخړې او جګړې په دغه برخه کې خنډ پیښ کړ.موږ په سیمه کې د سعودي عربستان له همکارۍ څخه ډیر ه مننه کوو.موږ هغه مرسته چې په وس کې مو وه له لبنان سره مو تر سره کړه او د دوی دځواکونو دمخامختیا ترمنځ مو منځګړتوب وکړ اوداسراییلو مخه مو ونیوله .. . . موږ ستاسو په اړتیاوو پوره پوه شو او ستاسو بشپړه ملاتړ کوو.»
ولسمشر فورډ غوښتل چې امریکا ته هغه بله مهمه او ځورونکې مسله (د تېلو د بیې) موضوع را پورته او له سعودي مشرانو سره پرې تازه خبرې وکړي .هغه بلاخره په همدې تلوسې خبرې پیل کړې.«که د څو شیبو لپاره د تېلو دبیې په مسله خبرې وکړو».
(زه په ډیر ویاړ سره له اعلی حضرت څخه مننه کوم چې د تېلو د بیې د لوړیدو په مسله یې خپل نظر ور کړ.تیر کال چې تاسو دلته وایاست ، موږ د اقتصادي بحران په بیخ کې منډې وهلې.موږ له دغه بحران څخه د وتلو په درشل کې یاستو، خو دغه نازک مثبت حالت ماتیدونکی دی .ستاسو تر مشرۍ لاندې تیر اوړی د اوپیک چلند ډیر هدفمندانه وو ، خوپه دې ډسمبر کې د تېلو د بیې ۷۷ په سلو کې زیاتیدل به په فوق العاده ډول موږ دړې وړې او اقتصاد به مو یوځل بیا خراب تراب کړي. نه یوازې د امریکې د متحدو ایالتونو اقتصاد بلکې زموږ د نورو صنعتي نړیوالو دوستانو اقتصادونه چې په ډیر نازک حالت کې دي .موږ پلان لرو چې په دغه موضوع له تاسو سره بحثونه وکړو، خو له ایران او وینزویلا سره به یې هم مطرح کړو. که تاسو د تېلو په مټ د نړۍ اقتصاد بیرته دتیرکال د بحران پرخوا ټیل وهئ دا به یو ناورین وي . بنا موږ له اعلی حضرت څخه هیله لرو چې نظر یې په نورو هم اغیز وکړي.)
شهزاده سعود چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وو امریکايي مشرانو ته وویل:« هغه اعلی حضرت تیر کال اوړی یوازې دا ژمنه کړې وه چې د تېلو بیې به نه لوړوي .خو دا به ستونزمنه وي او تر ډیره دا په تاسو پورې اړه لري چې تاسو له ایران او وینزویلا سره څه کوئ.هغه اعلی حضرت(ملک خالد) وویل چې لږ تر لږه هغه به د تېلود بیو ډیره لوړیدا رد کړي. او دارنګه به هغه په قاطع ډول له هغه زیاتوالي سره مخالفت وکړي چې له ۵ په سلو څخه زیاتې وي . که موږ د ایران او وینزویلا ملاتړ هم تر لاسه کړو ، نو مو ږ کولی شو چې د تېلو بیې له لوړیدو وژغورو، خو ددوی له مرستې او ژمنې پرته به ډیره ستونزمنه وي .»د وینزویلا ولسمشر پیریز دتېلو دتولیدونکو د حالت په اړه له عربانو پرته د ایران د شاه د پلان ملاتړ وکړ.
امریکايي ولسمشر په ډاګه کړه چې :«زه له تاسو او ستاسو له هڅو مننه کوم .مو ږ به پردوی تر خپلې وسې کار وکړو.» د سعودي د بهرنیو چارو وزیر جیرالډ فورډ ته وریاده کړه چې :«زموږ وړتیا په دې اړه په بشپړه توګه د امریکې او سعودي د اړیکو په څرنګوالي پورې تړلی ، نه یوازې د نظامي وسلو او وسایلو د ملاتړ له اړخه ، بلکې د را کړې ور کړې او اړیکو دپیاوړي کولو او نورو شیانو له اړخه ډیر مهم دي .موږ داسې اقدامات او معاملې غواړو چې زموږ وړتیا ورسره لوړه شي او زموږ د خلکو او ټولو عربانو په نظر کې ،د امریکا په اړه مثبت بدلون او ډاډ را منځ ته کړي . »
په دې برخه کې هیڅ ډول کار ته اړتیا نشته او زه به اخري هڅه وکړم چې ماته ور کړم،ولسمشر په دې فکر کې وو چې قانون بیخې له پامه وغورځوي .ددې بله برخه د ښوونې او روزنې مرحله ده ، او زما اداره به تر وروستۍ کچې هڅه وکړي چې امریکایانو ته وضیعت تشریح کړي . »
د امریکې د ملي امنیت شورا ومنله چې د سپټمبر په ۲۳ نیټې د ماسپښین په ۳ بجو د تېلو د بیو په مسله بیا اصلي بحثونه وکړي .د اسهامو(ونډو) مارکیټونه په ختو وو او له ۱۰۰۰ درجو(پاینټونو) لږ لوړ یانې ۱۰۱۴ اشاریه۷۹ ته رسیدلي ووــــ په تیرو ۴ کلونو کې په لومړي ځل د ونډو بازارونه دومره لوړ شوي وو . » د ولسمشر فورډ د ملي امنیت ډلې داسې فرض کړې وه چې د اوپیک ډیر غړي هیوادونه د ایران په خوښه مزل کوي او تهران غواړي چې داو پیک د دوحې په ناسته کې د ۱۰ او ۲۰ په سلو ترمنځ د تېلو لوړې بیې وړاندې کړي او تمه لري چې اوپیکوال به یې ور سره ومني . د ولسمشر فورډ یاران له ډیر حساس وضیعت سره مخامخ وو . یوخوا ددوی ډاډ د سعودي له اړخه وو او بلخوا یې ویره د ایران او وینزویلا له اړخه وه .امریکا په دغو شپو ورځو کې د ولسمشرۍ د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستي پړاو کې خوځیده را خوځیده .
په بانکونوکې د بحران د را تلو اوازې تر دې مهاله اصلي خبري رسنیو ته نه وې ور رسیدلې .ددوی هڅې داوې چې د تېلو په تولیدونکو هیوادونو فشار ددې لپاره جاري وساتي، چې د بانکونو په نظام کې د بل لوی بحران درامنځ ته کیدو مخه ونیول شي او د خلکو باور ته زیان ونه رسیږي.د امریکې د ملي امنیت شورا تصمیم ونیو چې په دریو هیوادونو :«سعودي عربستان، ایران او وینزویلا خپل ټول پام او هڅې را ټولې کړي.»په واشنګټن کې چارواکو په ولسمشر فورډ ټینګار کاوو چې ددغو دریو هیوادونو مشرانوته لیکونه ولیکي او ترې وغواړي چې د بیو د پورته کیدو هڅه ونکړي .فرانک زیرب وګمارل شو چې په وینزویلا فشار راوړي چې د بیو د لوړتیا هیله خوشې کړي . دا ډیره مهمه وه چې د ایران د باچا محمد رضا شاه او د وینزویلا د ولسمشر پیریز ترمنځ درز را منځ ته شي .له کیسنجر څخه وغوښتل شو چې یوځل بیا د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرانیستې لپاره لا هم په نیویارک کې وو.د نړۍ په لر او بر کې امریکايي ډیپلوماټانو ته لارښوونه وشوه چې په ټیټه کچه دې دوی هم داسې هڅې پیل کړي چې د تېلو تولیدونکي او اخیستونکي هیوادونه وهڅوي او دا ورته توضیح کړي چې د تېلو لوړې بیې د نړی اقتصاد او ددوی امنیت ته جدي ګواښونه پیښوي .هیڅوک هم نه غواړي چې نړیوال مارکیټ ته زیان ورسیږي .
د امریکا د حکومت چارواکي له وړاندې په دې پوهیدل چې په ایران او سعودي عربستان ددوی اغیز تر یوه بریده محدود دی .شاه د ایران په شمال کې د سي ای اې په یوې اډې کې په یوې معاملې سره ډیر ښه وهڅول شو.خو د سپینې ماڼۍ لاس د سعودي عربستان په برخه کې تړل شوي وو . امریکايي چارواکو سعودي شاهي کورنۍ ته دا ګواښ په پام کې ونیو چې د هغو امریکايي انجینرانو ډله به له سعودي بهر کړي چې ددغه هیواد لپاره یې نظامي اډې جوړولې او په سعودي کې د سوداګرۍ او پانګونې په لټه کې وو . نور هیڅ ډول په پام کې نیول شوي ګامونه په دغه برخه کې عملي، ګټور او قانوني ، نه بریښیدل.د نظامي زور کارول په پام کې نه وو نیول شوی . په لنډ مهال کې د امریکې متحده ایالتونو له سعودي عربستان سره د نظامي وسلو او توغندیو معامله ددې لپاره را پورته کړه چې دوی د معاملې میز ته را وبولي او ویې هڅوي چې امریکایان دوی ته نور امتیازات هم منلی شي. د همدې لپاره وو چې د تېلو د استخراج امریکايي کمپنیو منډه کړه او د خپلو زیرمو د ډکولو په لټه کې شو. د اکټوبر په وروستیو کې له ۱۹۳۹ کال را هیسې په لومړي ځل د خامو تېلو ونډې دومره ډیرې لوړې شوې چې دغه ریکارډ۲۹۳ میلیون بیرلو ته ورسید.د تېلو کمپنیو نورهیڅ چانس نه در لود. دوی داسې اټکل کاوو چې د امریکې د متحدو ایالتونو او اوپیک تر منځ دوروستۍ سیالۍ شیبې را منځ ته شویدي او غوښتل یې چې دوی ورته تیار اوسي .