جولیان رابرټسن؛  پر پردیو پیسو له پیل کړي کاره میلیاردر شو

 
د ننۍ نړۍ نږدې هر انسان د شخصي کاروبار هیله لري، خو د عملي کولو لپاره یې لږ خلک مټې را بډ وهي. ډېری داسې کسان چې د ښه کاروبار طرحه لري، تر ټولو ستره او لومړنۍ پلمه یې د پانګې نه شتون دی. د داسې کسانو هم کمی نه شته چې پانګه لري، خو د کاروبار طرحه نه، نو که د کار لپاره ریښتیني اراده موجوده وي، پانګه هم ورته پیدا کېدای شي. تاسې به هم ښايي داسې کسان پېژنی چې د نورو پیسو کاروبار کوي او له همدې لارې شتمن شوي دي.
امریکایی جولیان رابرټسن یو له دغه ډول کسانو دی. نوموړی د نورو پر پیسو له پيل کړي کاره میلیاردر شوی. جولیان رابرټسن جر د ۱۹۳۲ زېږدیز کال د جون په ۲۵ نېټه زېږېدلی دی. پلار یې د کتان د تولید په یوه فابریکه کې کار وه. په ۱۹۵۳ کال کې د ایپېسکوپال په نوم له یوه ښوونځي فارغ شو. وروسته یې د شمالي کارولینا په پوهنتون کې د سوداګریزې ادارې برخه لوستې ده.
له پوهنتون تر فراغت وروسته د امریکا له پوځ سره یو ځای شو. کله یې چې د عسکرۍ دوره خلاصه شوه نیویارک ته ولاړ او د «Kidder, Peabody & Co.»  په نوم یې د ارزښت لرونکو پاڼو له یوې کمپنۍ سره یې کار پیل کړ. تر څه مودې کار وروسته د دې کمپنۍ د پانګې د مدیریت د څانګې مشر شو.
له دې کمپنۍ سره تر کار وروسته نوموړی له خپلې کورنۍ سره نوي زیلانډ ته ولاړ. له دغه هېواده له راستنېدو سره سم یې په ۱۹۸۰ کال کې د ټایګر منجمېنټ په نوم د تامین یو صندوق رامنځته کړ. نوموړي د دغه بنسټ لپاره لومړنۍ پانګه له خپلو ملګرو او کورنۍ ترلاسه کړله. دغه بنسټ د اته میلیونه ډالره لومړنۍ پانګې په لرلو سره پیل وکړ، خو تر ۱۹۹۶ کال پورې یې پانګه اووه اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته لوړه شوه.
د نوموړي دغه بنسټ د ۲۰۰۰ زېږدیز کال په مارچ کې وتړل شو، خو دی اوسمهال د تامین په بېلابېلو بنسټونو کې پانګې لري او دا ډېری داسې بنسټونه دي چې د نوموړي پخوانیو کارکوونکو جوړ کړي دي. د جولیان رابرټسن د بریالیتوب په اړه یو کتاب هم لیکل شوی دی. دغه کتاب چې د ډانیل سټرچمن په نوم لیکوال لیکلی نوم یې« جولیان رابرټسن؛ د غویانو او خرسانو د سیمې یو زمری » دی.
نوموړی په خیریه خارونو کې هم خلاص لاس لري او د سکالریشیپونو لپاره یې یو بنسټ رامنځته کړی. ویل کېږي چې له لوږې سره د مبارزې، زده کړو، روغتیا او د قانون د پلي کېدو په برخه کې یې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
فوربس مجله وايي د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۲۰ نېټې د جولیان رابرټسن پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په امریکا کې ۱۷۴ ام ځای لري.
نوموړی کونډ دی، دری اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.

دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.