موږ پيړۍ نه بلکې نسلونه ضايع کړي!

  د اسلامي نړۍ ستر عالم امام ندوي رحمه الله په ډير حسرت او افسوس سره وايې چې د نړۍ مسلمانانو پيړۍ او کلونه ـ نه، بلکې نسلونه ضايع کړي او په مقابل کې د اسلام قسم خوړلي دښمن له هرې ثانيي ګټه پورته کړې. تېر په هېر؛ زما تشويش د نن ورځې ځوانانو سره دی، هغه لار ورکو ځوانانو سره چې اوس هم د يوې ورکې خيالي نړۍ په غيږ کې ژوند تيروي، د ژوند هدف يې ورک دی، د ژوند لار او منهج يې ګونګ دی، خيالات او اندونه يې له هېڅ کوم انساني مکتب سره اړخ نه لګوي، ځان او ژوند يې يوې داسې تورې بلا ته په غيږ کې ورکړی چې د ټولې زندګۍ د خرابيدو او ړنګيدو تضمين په کې له ورايه ښکاري، دوي نه پوهيږي خو باور وکړئ چې په ډير کاواکه ګړنګ ولاړ وي، بالاخره له دې کاواکه ګړنګه راولويږي، پښتۍ يې ماتې شي، نشاط يې ويلې شي، حسرت او افسوس وکړي، ځان او وخت ته يې فکر شي، په يو هيجاني حالت کې په نوي تکل او مضبوط هوډ راپوته شي خو وخت ترې تير شوی وي، هک پک حيران پاتې شي. ځوانانو! له فرصتونو ګټه پورته کړئ، استعدادونه مو وروزئ، مهارتونه مو لوړ کړئ او د ژوند په قاموس کې ځواني په يو داسې عنوان ثبت کړئ چې رتلونکي نسلونه درباندې وياړ وکړي، هغوي ستاسو ژوند د يو نوي فکري مکتب په توګه ومني ستاسو هره کړنه په مجالسو کې ياده کړي د مجلسونو ښکلا او ښايست ستاسو په ياد زيات کړي، ستاسو هر قدم د خپل ر اتلونکي ژوند لپاره اوسوه او قدوه کړي؛ ځواني د ژوند حساسه او باريکه مرحله ده، حيثيتونو او شخصيتونو  ته مو پام وکړئ هسې نه چې د سبا ورځې د شخصيت او حيثيت تاج مو د نن ورځې په کوچنۍ اشتباه ونړيږي، د نن ورځې لوي شخصيتونه د خپلې پرونۍ اشتباه  نه کړيږي چې د ځوانۍ په جوش کې ترې شوې وي، حيثيتونه او وقار مو د يو فرد  د هيلو لپاره مه قرباني کوئ بلکې د يو نړيوال فکر او نړيوالې هيلې لپاره مو ځانونه قربان او نذرانه کړئ، د داسې هيلې د تحقق لپآره چې د انسانيت خير ترې راخوټيږي، د ژوند رښتونې څيره انځور وي، په هر ډګر کې شعوري قدم واخلئ د احساساتو او عواطفو تر شا مه ودريږئ او مه چاته اجازه ورکوئ چې له احساساتو او عواطفو مو ناوړه ګټه واخلي. د افغان ولس رشيدو بچيانو ! که مو وخت ته التزام وکړ ګټلې مو ده که نه په ژوند کې به له داسې شيبو سره په نږدې راتلونکې کې مخ شئ چې د درد او خفګان پرته به بل هېڅ رنګ او خوند نلري؛ وخت ته په حقيقي معنی د تورې ارزښت ورکړئ که مو قطع نکړ ژر ده چې تاسو قطع کړي؛ د هغه ولسونو بچيان چې د وخت په ارزښت پوه شوي د نړۍ واک او اختيار اوس له هغوي سره دی او د زنده ګۍ له ټولو امکاناتو هغوي برخمن دي.   که د کاميابۍ لپآره دوهم چانس وي نو هغه به د وخت لپاره طرحه او پلان وي، د طرحې او پلان له مخې ژوند تيرول د روښانه راتلونکې تضمين کولی شي، د ژوند هره شيبه منظم تقسيم اوقات ته واچوئ او د همدې تقسيم اوقات له مخې پاپند او با ثباته ګام پورته کړئ، ژر ده چې روښانه سبا مو ترسترګو شي؛ که مو ژوند او وخت ته پام وکړ نو تاسو به د خپلې ټولنې وياړمن خلک جوړ شئ که نه، داسې به شئ چې په شتون به مو خلک ستومانه او درانده وي.