په وينو ککړ الماس

 
د افغانستان طبيعې زېرمې او هغه تجربې چې بايد له زيمبابوې زده شي
 
لومړۍ برخه:
ليکوال: عبدالجليل بينش
ژباړه: حبيب وقار
د دې رسالې په اړه
په دې رساله کې، د طبيعي سرچينو او اړوندو مسايلو په اړه د يوې لنډې کتنې هڅه شوې.
سرچينې څه دي؟
فرصتونه او هغه ستونزې چې له طبيعي سرچينو د استفادې په لويو تګلارو کې مهمې دي او بايد پام ورته وشي؟
له دې وروسته په افغانستان کې د طبيعي سرچينو په اړه يوه لنډه ارزونه لرو.
افغانستان له خپلو طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې کومې آسانتياوې او خنډونه لري؟
د دغه هېواد طبيعي سرچينې څومره ارزښت او اهميت لري؟
په درېيمه برخه کې د زېمبابوې د (مارانګه) الماسو کان معرفي شوی دی. زيمبابوې کلونه کېږي چې د طبيعي سرچينو له ناسمې ګټې اخيستنې او ناسم استخراج سره مخ ده.
د زېمبابوې  د تجربو ښودل، ستونزې او فرصتونه چې هلته پېښ شوي، زموږ له هېواد سره به هم مرسته وکړي، چې په ټوليزه توګه له طبيعي سرچينو ګټه اخيستل او په ځانګړې توګه د کانونو په اړه ډېر پوه شو او د مسوليتونو او لاسته راوړنو په اړه يې ډېره پوهه پيداکړو. افغانان نه بايد چې طبيعي سرچينو او کانونو ته د لنډ مهالې اقتصادي ګټې په سترګه وګوري.
دې ته هم بايد پام وکړي، چې که طبيعي سرچينې په سم ډول مدیریت او پاملرنه ورته ونه شي، کولای شي منفي اغېزې او ضررونه هم ولري.  
هیله لرو چې په راتلوکو  فرصتونو کې د نورو داسې هېوادونو تجربې چې شرايط يې د افغانستان له شرايطو سره نږدې او ورته والی لري هم له افغانانو سره شريکې کړو. د افغانستان له طبيعي سرچينو څخه سمه ګټه اخيستل د نورو هېوادونو تجربو ته اړتيا لري..
دا رساله ځانګړی مخاطب نه لري. هغه کسان چې د طبيعي سرچينو له مسائلو سره سروکار لري او يا هم له دې برخې سره علاقه لري کولای شي له دې رسالې ګټه واخلي. د دې رسالې مطالعه به د استادانو، د علمي مرکزونو له محصيلينو، د مدني ارګانونو له فعالينو، دولتي چارواکو، رسنيو او نورو سره مرسته وکړي.
لومړۍ برخه:
طبيعي سرچينې او اړوند مسايل يې
طبيعي سرچينې څه دي؟
طبيعي سرچينې مواد او مرکبات دي چې په ځمکه کې دننه په طبيعي ډول شته  او انسان يې په جوړولو کې لاس نه لري؛ خو د لاسته راوړنې وړ دي. د انسان د لاس هر توليد، په خپل لومړي حالت کې له طبيعي سرچينو جوړ شوی. کېدای شي طبيعي سرچينې په خپلواکه توګه شته وي. لکه تازه اوبه او هوا يا لکه ځينې ژوندي موجودات لکه کبان او يا هم په بل شکل او د هغې د لاسته راوړو لپاره بايد پروسې بشپړې کړو لکه اوسپنه، نفت او د انرژۍ ډېرې نورې سرچينې.
په نړيواله کچه د طبيعي سرچينو د وېش لپاره ډېرې خبرې اترې شته، دا ددې لپاره دي چې طبيعي سرچينې ډېرې کمې پيداکېږي او همدارنګه د طبيعي سرچينو له امله دي چې د اسټراليا په څېر د پرمختللو هېوادونو لپاره اقتصادي پايه شمېرل کېږي.
د سرچينو طبقه بندي کول:
د طبيعي سرچينو د طبقه بندۍ لپاره ډېرې لارې شته چې د سرچينو له مبدا، د پراختيا له کچې، د نوي والي وړتيا او د هغوی له پيدا کولو څخه عبارت دي.
سرچينې د مبدا او غوښتنې پر بنسټ په  لاندې ډول وېشل شوې دي:
د ژونديو سرچينې: د ژونديو سرچينې له اورګانيک او ژونديو موادو لاسته راځي. لکه ځنګلونه، حيوانات او هغه مواد چې له هغوی لاسته راځي. لکه فسيل، نفت، ذغال او پټرول هم په دې ډلبندۍ کې راځي ځکه چې دوی د ژونديو موجوداتو په له منځه تلو سره رامنځ ته شوي دي.
آبيوتيک سرچينې (نازيو): له هغو سرچينو عبارت دي چې له بې روحه موادو او ژونديو موجوداتو ترلاسه کېږي لکه: ځمکه، تازه اوبه، هوا او فلزات لکه سره زر، اوسپنه، مس او سپين زر.
د پراختيا د سطحې په نظر کې نيولو سره، طبيعي سرچينې په دې ډول ډلبندي کېږي:
بالقوه سرچينې: بالقوه سرچينې هغه دي چې په سيمو کې بالقوه شته وي او کولای شو په راتلونکي کې له هغې ګټه واخيستل شي. د بېلګې په توګه د هند په ډېرو سيمو کې نفت شته چې ډېرې رسوبي ډبرې هلته موندل کېږي، تر هغې چې دا ډبرې لرې شي او نفت را وويستل شي، هغه نفت چې دلته شته دي باالقوه سرچينې شمېرل کېږي.
مشخصې سرچينې: هغه سرچينې دي چې اندازه يې مشخصه ده، په دقيقه توګه تر ارزونې لاندې دي او په اوس وخت کې ګټه ورڅخه اخيستل کېږي. د مشخصو سرچينو پراختيا لکه د لرګيو توليد د تکنالوژۍ تر کچې او اقتصادي ځواک پورې تړلي دي.
زېرمه شوې سرچينې: د مشخصو سرچينو يوه برخه شمېرل کېږي، خو له اړتيا سره سم په راتلونکي کې پراختيا ورکول کېږي.
ځای په ځای شوې سرچينې: هغه سرچينې دي چې ارزول شوې او سروې شوې دي، خو د تکنالوژۍ او د اړتيا وړ کاسب د نشتوالي له امله، ګټه نه ده ترې اخيستل شوې لکه هايدروجن.
د نوي والي وړتيا او دويم ځلي لاسته راوړلو بحث ډېر عمومي دی، چې ډېرې سرچينې کولای شي د نوي والي د وړتيا له مخې ډلبندي شي.
د دويم ځلي ترلاسه کېدو وړ سرچينې: هغه سرچينې دي چې کولای شو دويم ځلي يې په طبيعي توګه برابرې کړو. ځينې سرچينې لکه د لمر رڼا، هوا، باد او نور په پرلپسې توګه شته دي او که يې انسانان ولګوي د دوی په مقدار کومه اغېزه نه لري. په داسې حال کې چې ډېرې نورې سرچينې ژر د بېرته ترلاسه کېدو وړتيا نه لري، له  کمښت او لږوالي سره مخ دي. هغه سرچينې د بيا ترلاسه کېدو وړ دي چې د ترلاسه کېدو لازم وخت يې د لګښت له وخت نه ډېر نه وي.
هغه سرچينې دويم ځلي نه ترلاسه کېږي: دويم ځلي د نه ترلاسه کېدو سرچينې له هغو سرچينو عبارت دي  چې ډېر ورو رامنځ ته کېږي او يا هم اصلاً په طبيعي توګه نه رامنځ ته کېږي. منرالونه هغه سرچينې دي چې په دې ډله کې راځي. ددې سرچينو ښه بېلګه فسيلي مواد دي چې رامنځ ته کېدل يې ډېر وخت، يعنې ميليونونه کلونه وخت نيسي.  ځينې سرچينې پرته د انسان له لاسوهنې په طبيعي ډول له منځه ځي، لکه راډيو اکټيو او يوارنيم چې وروسته له څه وخته په اوسپنه بدلېږي. کولای شو له فلزي منرالونو نه دويم ځلي هم ګټه واخلو، که چېرې دويم ځلي وچلول شي او په دې ډول دويم ځلي لاسته راځي، خو ذغال او نفت دويم ځلي لاسته نه راځي.
نور بیا...
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.