
امریکایی « کلېټون موهټیل» د ۱۹۴۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۱ نېټه د اوهایو ایالت په پورټګېج سیمه کې زېږېدلی دی.
د نوموړي کورنۍ په دغه سیمه کې یو فارم درلود. موټیل له کوچنیوالي په دغه فارم کې پر کار بوخت و. د څلورو کلونو و چې ښوونځي یې پیل کړ. لا شپږ کلن و چې له خپلې کورنۍ سره یې د فارم په کارونو کې مرسته پيل کړه. ده د خپلې کورنۍ د ۲۰ غواوو لپاره د خوړو په برابرولو او لوشلو کې مرسته کوله او د کورنۍ په ماښامنیو ناستو کې چې د فارم د چارو د تنظیم په موخه به ترسره کېدې ګډون کاوه.
په همدې وخت کې نوموړی له خپلې کورنۍ سره ارکنساس ته ولاړ، چېرې چې د ده مشر کاکا یو کامیاب فارم، د اره کشۍ فابریکه او د پنبې د پاکولو یو ماشین درلود. د پنبې د پاکولو دغه ماشین موهیټل ته وښوود چې د نوښت پر مټ څنګه د کارونو د ترسره کولو لپاره اسانه لارې پیدا کېدای شي.
نوموړی په ۱۶ کلنۍ له پورټېچ ښوونځي څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. وړاندې له چې د سوداګرۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړي د مکانیکي انجنیرۍ څانګه یې ولوسته.
د سوداګرۍ په برخه کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته یې له جنرال موټورز کمپنۍ سره د محاسب په توګه دنده واخیستله. له جنرال موټورز سره تر یو کال کار وروسته د کمپبل سوپ په نوم له یوې بلې کمپنۍ سره کار پیل کړ. نوموړي په دې کمپنۍ کې اووه کاله د محاسبې او خریدارۍ په برخو کې کار وکړ. له دې کمپنۍ سره له کاره یې په تولید او خریدارۍ کې د ضایعاتو د مخنیوي تجربه ترلاسه کړه.
په ۱۹۷۰ کال کې یې له کمپبل سوپ کمپنۍ سره مخالفت راغی او د حیواني خوړو د یوې سیمه ییزې کمپنۍ رهبري یې پر غاړه واخیسته. نوموړي د دې کمپنۍ د محصولاتو لپاره چې تر خپلو رقیبو کمپنیو یې کیفیت ښه و، تبلیغات پیل کړل. تر دې چې د اوونۍ د روخصتیو په ورځو به یې د سپیو د خوړو بستې چې اولادونو به یې د کور په تلخونه کې ورته برابرولې د سپیو نندارو او لوبو ته وړلې.
نوموړي بلاخره د دې کمپنۍ نیمايي ونډې په یو لک ډالره وپېرلې. دی د «Dream No Little Dreams» په نوم په خپله یوه کتاب کې وايي چې د کمپنۍ د پېرلو پر مهال یې خپل کور ګرو کړ او پوره وړی هم شو. ده بلاخره په ۱۹۸۲ کال کې د لمس فوډ په نوم د دې کمپنۍ ټولې ونډې وپېرلې او اجرایوي مشر یې شو.
تر ۱۹۹۹ کال پورې یې کمپنۍ ته دومره پراختیا ورکړه چې د متحده ایالتو د حیواني خوړو پر پنځه اعشاریه اووه سلنه مارکېټ یې کنټرول درلود او په ۷۵ هېوادونو کې یې ۱۰۰ ډوله تولیدات پلورل.
په همدغه کال یې دا کمپنۍ د حیواني خوړو پر یوه ستره کمپنۍ پروکټېر او ګمبلز باندې په دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره وپلورله. له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو یې د پانګونې د مدیریت یوه کمپنۍ جوړه کړه. دغه راز یې په ۲۰۰۶ کال کې د «ooVoo» په نوم د ویډیو چټ کمپنۍ هم جوړه کړه چې د فوربس مجلې د شمېرو له مخې یې ګډونوالو ۱۰۰ میلیونو ته رسېدلي دي.
ماهیټل اوسمهال د خپل وخت ډېره برخه د نورو پانګوالو پر روزنه تېروي. ده په اوهایو کې د ایلېرون په نوم یو بنسټ جوړ کړی او هغه سوداګر او پانګوالو چې نوی یې کاروبار پیل کړی وي په کې د کاروبار د پراختیا زده کړې کوي.
فوربس مجله وايي کلېټون موهټیل پانګه اوسمهال دری اعشاریه څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توکه د میلیاردانو په نړیوال نوملړ ۵۱۲ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۷۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او په اوهایو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.