
یولسم فصل
شاهي غضب او غوصه
«ډیر هیوادونه په واقیعت کې د پور اخیستو په برخه کې د خپلې وړتیا وروستۍ څنډې ته نژدې شوی وو»
ولسمشر جیرالډفورډ، ۱۹۷۶
« هیڅ شئ به زموږ غبرګون دومره ډیر ونه هڅوي چې ددوی امرانه چلند او وروستي ګواښ ماغزه را خراب کړیدي»
محمد رضا شاه ، ۱۹۷۶
موږ کیدی شي په خپل لاس یو را ډیکاله رژیم را منځ ته کړو
د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د ۱۹۷۶ کال په اګسټ کې ایران ته خپل وروستی سفر تر سره کړ. تهران ته له خپلې میرمنې نانسي او د لومړۍ میرمنې له ځوی ډیویډ سره تر روانیدو ۳ ورځې مخکې ، سناتور هوبرچې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې د بهرنیو مرستو د فرعې کمیټې مشر وو یو رپوټ خپور کړ چې پکې په ایران د امریکا د وسلو د پلورلو د زیان یادونه شوې وه او هغه یې د امریکا لپاره زیان رسونکې بللې وه . سناتور هوبر وویل چې دغه معامله له «کنټرول څخه بهر شوې» او دې پایلې ته رسیدلی وو چې د ایران پوځ اوس بیخي ډیر په امریکايي نظامي تخنیکي ملاتړ متکي شوی وو او په کې روښانه شوې وه چې ایران نشي کولی د امریکې د متحدو ایالتونو له ورځنیو مرستو پرته په هیڅ ډول جګړه وکړي . » په دغه رپوټ کې خبردارئ ورکړل شوی وو،چې که د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شي نو په ایران کې د میشتو په لسګونو زره امریکایانو ژوند له بالقوه خطر او ژوندي برمته کیدو سره مخامخ دی .
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر فورډ سیال ، جیمي کارټر لا دمخه پر ایران د وسلو د بې سرحده پلور د معاملې له کبله د ولسمشر په پالیسیو کلکې نیوکې کولې او هغه یې «خطرناکې او ستونزې جوړونکې بللې.» د کیسنجر غوصه په ډیموکراټانو نه ،بلکې په خپلو هغو جمهوریت غوښتونکو ملګرو وه چې هغه فکر کاوو ددغه رپوټ په موندنو یې اغیز در لود. هغه ولسمشر فورډ ته شکایت وکړچې :«دا به خطرناک وخت نه وي .د خزانې او دفاع وزارتونو په شاه پسې را اخیستې او د هغه پرضد کارونه او پلانونه عملي کوي.سایمون غواړي دا ووايي چې شاه ډیر خطرناک کس دی او باید پیچلې وسلې ونه لري. او را برت ایلسورت او ددفاع وزارت له اره (اصله) د ایران پرضد دی . » هغه له فورډڅخه وغوښتل چې د نوامبر د میاشتې د ټاکنو له ګټلو وروسته سپینه ماڼۍ او خپل شاوخوا سیمه پاکه کړه ا و ټول مشکوک یاران لیرې کړه . کیسنجر ولسمشر ته وویل:« تاسو له نوامبر دمخه هیڅ شی هم نشی کولی ، خو ددفاع او خزانې وزارتونو ډیر ناوړه او خطرناک کمپاین پیل کړی دی .
فورډځواب ور کړ:«زه به له ډونالډ زامزفیلډ سره خبرې وکړم، ځکه زه فکر کوم ایران زموږ لپاره ډیر مهم دی .»
کیسنجر ولسمشر فورډ ته خبردارئ ور کړ:«موږ له اور سره لوبې کوو،موږ لادمخه ترکیه له ځانه شړلې او اوس له ایران سره ورته چلند کوو. په هر حال دا کار به د ایرانیانو له توند غبرګون سره مخامخ شي.خو که موږ د ایران د شاه ګوښه کیدو یا لیرې کیدو ته زمینه برا بره کړو ، نو موږ به په ایران کې په خپل لاس بنسټپالو ته لاره هواره کړې وي چې واک خپل کړي.» کیسنجر په ډیرې غوصې سره په ډاګه کړه چې د ادارې له دننه نا معلوم او معلوم شمیر لاسونه د ایران د باچا د ضعیفه کولو هڅې کوي او په لوی لاس د هغه دښمنان زړور او پیاوړي کوي . داسېښکاریده چې دا د امریکې متحده ایالتونو لخوا د خپل یوه کلک او مهم متحد د خوشې کولو پیل وو .
کیسنجر بلاخره د اګسټ په ۷ نیټه تهران ته ولاړ او هلته د امریکې د سفار ت په خواکې د تخت جمشید پر سړک د امریکا په یوه مرکز کې په منځني ختیځ کې د امریکايي سفیرانو د یوې مهمې میلمستیا کوربه وو. د بهرنیوچارو وزیر خپلو ما مورینو ته وویل :« زه په رښتیا له ډیرو نیوکو لیونۍ شوی یم. شاه چې هرڅه مطرح کړل او وړاندیز یې وکړ موږ ور سر ونه منل. په تیرو ۷ نیمو کلونوکې هغه په وار وارواشنګټن ته راغی او له موږڅخه یې ډیرې غوښتنې وکړې ،خو زموږځواب منفي وو.«کله چې موږ د هغه مرستې ته اړتیا درلوده ، هغه موږ ته مثبت ځواب را کړی او غوښتي یې دي چې له موږ سره مرسته وکړي . وګورئ هغه مهال چې موږ د ایران پرضد یوه سیمه ییز ملګري ته اړتیا درلوده هغه سمدلاسه مثبت ځواب موږ ته را کړ.»
په اردن کې د امریکې سفیر توماس پیکیرینګ خپلو همکارانو ته ور یاده کړه چې :«هغه ۳۶ الوتکې چې موږ له ایران څخه د سویلي ویتنام لپاروغوښتې ،شاه بې له ځنډه زموږ ویتنامي دوست ته ور واستولې.»
کیسنجر وویل چې : « د هامپیري رپوټ هغه ستونزې روښانه کوي چې موږیې په کوردننه لرو». هغه د اسراییلو حکومت او د هغوی د نا اشنا خواخوږو ایتلاف چې په واشنګټن کې د نویولوړ پوړو سیا سي لوبغاړو او لیبرالو اشخاصو څخه جوړ وو تورن کړی وو چې دوی تیاری نیوو چې د ایران په شاه نور هم فشار زیات کړي چې خپلو هغو لویو بهرنیو موخو ته ورسیږي چې ایران ضعیفه شي او ونه توانیږي چې په منځني ختیځ کې په عربي هیوادونو وسلې وپلوري . اسراییلیانووویلې چې کیسنجر ددې هڅې او لابي کوله چې زموږ ټولې پالیسۍ د خپلو پالیسیو سره سمې بدلې کړي ، نه داچې زموږ ګټې په پام کې ونیسي .ان په ایران کې زمو ږ ۵۰ په سلو کې ستونزه اسرایلي لابیان یا د هغوی لپاره کمپاین کونکي وو . دوی غوښتل چې له ایران سره د نظامي وسلو پلورلو معامله ختمه شي او له سعودي عربستان او کویټ سره دغه چاره تر سره کړي . له کله چې موږ د اسراییلو لپاره ډیر زیات کار تر سره کړ او ډیر پیاوړی هم شو نو دا ډیره ستونزمنه وه چې دا وسلې دې پر سعودي عربستان وپلورل شي . ځکه چې دغه هیواد ډیر ضعیفه وو او نشو یې کولی چې د امریکا لویه پیمانه وسلې واخلي . نو تر ټولو ښه حل لاره داوه چې په ایران کې دننه دا نظریه ووژل شي چې په ټول خلیج دې وسلې وپلورل شي . په دې ډول به هم د سعودي عربستان او هم دکویټ مخه ونیول شي چې وسلې واخلي . »
د بهرنیو چارو وزیر په دې باور وو چې ریښتینی ګواښ د شاه لپاره په امریکا کې نوی واک یا وزارتونو او لوړو څو کیو ته رسیدلي امریکايي چارواکي وو:« دا په داسې حال کې وو چې د ایران او اسراییلو تر منځ نژدې اړیکې موجودې وې . د کمینټري مجلې ته وګوره او بیا ماته ویلی شئ چې څه پیښ شویدي .دلته لکه د سړې جګړې په څیر حالت وو او که موږ اسراییل خپلولی او د ګولان په لوړو کې مود ۲ کیلومتره په عرض سیمه اسراییلو ته ور پریښودی نو دا په دې مانا وه چې موږ هغه په شوروي اتحاد پلورله او په نړیواله کچه دا یوه لویه ماتې اوپراخه نا کامي وه .
کیسنجر غوښتل چې شاه ته یو ځل بیا ډاډ ور کړي چې هغه د واشنګټن پوره ملاتړ تر لاسه کړی او غواړي چې له ایران سره ښه روابط وپالي .هغه په ایراني چارواکو ټینګار وکړچې د هامپري د رپوټ پر ضد کلک اعتراضونه وکړي او خپل غږ یې پرضد پورته کړي او دا ارزونه د انتخاباتي کمپاین سیا ستونه وبولي .« د ایران د دربار وزیر اسد الله علم لپاره داسې بریښیده چې کیسنجر د شاه ډیره ستاینه وکړه او په دې پوهیده چې دا د هغه خاص هنر وو چې د شاه دغه ډول تعریف یې کاوو.هغه، اعلی حضرت په نړی کې ډیر وتلی او پیاوړی سیاستوال وو. او هغه د سعودي د شاهي کورنۍ پرضد سخته کرکه در لوده او هغوی یې داسې تنګ نظري احمقان بلل چې له پیسو پرته په نور هیڅ شي فکر نکوي . . . . کیسنجر باید شاه ته دا خبر دارئ ور کړي چې کیدی شي د ایران سفارت د هغو سعودي پلوو لخوا په یوه ډول تر وسله وال برید لاندې راشي چې په کپیټل هال(د کانګریس ماڼۍ) کې هڅې کوي چې په پټه د سعودي په ګټه ،د ایران پرضد یو څه تر سره کړي .
د ایران باچا محمدرضا شاه په کسپین سمندرګي کې په خپل هستوګنځي کې د امریکايي را غلي پلاوي کوربه وو . هغه ددغه پلاوي لپاره د چکر وهلو یو سفر هم تر تیب کړی وو چې په پهلوي بندر کې د یوې فابریکې څخه هم لیدنه وکړي . هغه په دې کې شک نه در لود چې خپلو میلمنو ته ور وښيي چې ایران پر تېلو سر بیره د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې هم ډیر څه لري چې حساب پرې کولی شي . د امریکې دبهرنیو چارو وزیر کیسنجر دغه چکري سفر د خپل وخت د ضایع کولو په ما نا باله او د امریکې د سفارت ما مورین په دې شرمیدل چې په عام ډول دا خبره وکړي . په فابریکه کې پهلوي شاه په بې شرمانه ډول امریکايي رسنیو ته روښانه کړه چې هغه دلته نه را تلو خو د کیسنجر لپاره راغلو. د اسوشیتیډپریس اژانس رپوټ ور کړ چې «د بهرنیو چارو وزیر په ټوله کې په دغه سفر کې له ټولو شیانو سره ډیر خسته ښکاریده. د هغه سترګې هرڅه ته بوټې را وتلې وې او ددغه سفر په اړه ډیر بیحاله ښکاریده. هغه تر هغه وروسته دغه سفر په ناڅآپي ډول پای ته ورساووچې د خپلې میلمه پالنې په اړه یې په ریشخند یا پوزخند ډول سره شونډې وښورولې.
د کیسنجر او شاه تر منځ د رسمي خبرو په لړ کې سختې کرښې یوه او بل ته وکښل شوې .شاه په ډیر روښانه ډول سره کیسنجر ته روښانه کړه چې « هغه د امریکې له متحدو ایالتونو تمه لري چې واشنګټن دې په ایران د نظامي وسلو او وسایلو پلورلو ته دوام ور کړي چې هغه ورته اړتیا لري او د فارس په خلیج کې د تېلو دسیمو د ساتنې لپاره اړینې او دخلیج ددفاع او د بیړیو د لیږد را لیږد د لارې د خوندیتوب لپاره ور ته خورا ډیرې مهمې دي . د پیل په توګه هغه وغوښتل چې د امریکا د وروستي نسل جنګي الوتکې واخلي ، چې په دې ډله کې ۳۰۰ اف ۱۶ جنګي الوتکې او ۲۰۰ اف ۱۸ جټ الوتکې شاملې دي .ایران ددغو جنګي الوتکو د اخیستو او د الوتکو د ساتنې او جوړونې لپاره د تخنیکګرانو پیسې نه در لودې او نه هم تهران دومره پیلوټان در لودل چې دغه الوتکې فضا ته پورته کړي ،خو د شاه لپاره دا بې ارزښته خبره وه . کیسنجر او شاه دواړو غوښتل چې ایران ته دې هر ډول وسلې د هغې معاملې پر بنسټ ور کړل شي چې د کیسنجر او نیکسون لخوا په شفاهي ډول بې له کوم لیکلي سند څخه ترسره شوی وو.
شاه خپل ګواښ یو ځل بیا تکرار کړ او له امریکا یې وغوښتل چې باید پر ایران د وسلو د پلورلو محدودیت وضع نکړي او دایې هم ورسره غبرګه کړه چې هغه به دا ونه زغمي چې یو ځل بیا د ټویچل د د وکتورین شپو او ورځو ته ور وګرځي . له کیسنجر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې شاه په داسې حال کې چې کیسنجر ته یې کتل له خبریالانووپوښتل چې «ایا د امریکې متحده ایالتونه یا غیر کمونیستي نړی به دا وغواړي چې ایران له لاسه ور کړي ؟ تاسو پوهیږئ چې که ایران د ماتې له خطر سره مخامخ شي څه به پیښ شي ؟ایاتاسو کوم بل انتخاب لرئ؟»
مخکې له دې چې کیسنجر ایران خوشې کړي هغه اعلان وکړ چې د امریکې متحده ایالتونه له دې سره موافق دی چې د نورو ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي وسایل په ایران وپلوري .یوډیپلوماټ چې په دغه صحنه کې وو، رپوټ ور کړ چې کیسنجر ته د ډیرو ډالرو معاملې ډیر خوند ور کاوو او وروسته یې په دې ډیر شخوند واهه.د کیسنجر لپاره مهم شی داوو چې شاه ته یو ځل بیا هغومره ډاډ ور کړي چې اړتیا یې لیده . دا خوندورې خبرې او ژمنې په داسې مهال کیدې چې ایران ددغو نظامي وسلو اووسایلو د اخیستو لپاره کافي پیسې نه در لودې . خو دا ټول شیان تر ډیره په کیسنجر پورې هم اړه نه در لوده او داسې باور نه کیده چې ایران دې وکولی شي دغه ټانکونه او وسلې وکارولی شي ، ځکه چې په امریکا کې له کیسنجر پرته اوس نور ځوانان هم مطرح وو چې کولی یې شوای د کیسنجر معاملې او ژمنې وننګوي ، او په دې کې تر ټولو مهمه خبره په خپله د تهران لخوا دپیسو نشتوالی او د تمې ډیروالی وو . بلاخره ثابته شوه چې دغه سفر د ایران او امریکې د اړیکو په ښه کولو او پرمخ بیولوکې بهتر والی راولي . لکه چې کیسنجر تهران سره خدای په اماني وکړه ، هغه په غیر جدي ډول هغه خبریال ته چې له ده سره ملګری وو وویل چې:« د یوې تاریخې نمونې په توګه دغه ډول اقتصادي وده لکه چې ایران یې لري ،داسې ښيي چې ایران د یوه انقلاب پر خوا پرمخ روان دی » هغه په خپلو یاداښتونو کې ددې پیښې په اړه لیکلي چې :« کیسنجر،هغه ډیر تنبل متفکر وباله او ویې ویل چې بیړنۍ او ظاهرا ډیره چټکه اقتصادي وده کولی شي چې ایران له دغه سیا سي خطرڅخه وژغوري . »
کله چې هغه له تهران څخه بیرته سپینې ماڼۍ ته را ستون شو ، کیسنجر یو ځل بیا ولسمشر فورډ ته خپله غوښتنه وړاندې کړه چې رامزفیلډ ددفاع او سایمون د خزانې له وزارت څخه ګوښه کړي .هغه ولسمشر ته په تنده لهجه شکایت وکړ چې :« زه فکر نکوم چې دغه کورني سیا ستوال به په ایران کې زموږ سیا ستونه سم پرمخ یووړی شي .که دوی وي موږ به هیڅ پایلې ته ونه رسیږو.د غه د هامپري رپوټ یو ه تباهي او بدبختي وه . موږ د شاه په څیر ښه ملګری په دغه نړۍ کې نه لرو.هغه زموږ فوق العاده ملاتړی دی.»
فورډ وپوښتل:«هامپري څه کوي؟»
کیسنجر ځواب ور کړ:«هغه اوس ډیرخفه دی او ښه احساس نه کوي ، خو هغه باب ایلسورت له ځانه سره لري چې پخوا د سپینې ماڼۍ ددفتر مرستیال مشر وو او دغه څیړنه یې تر سره کړیده او هغه سخت ایرانی ضد کس دی. بنا یهودیان غواړي چې په منځني ختیځ د وسلو پلورل بند کړو او دلته په هییل ماڼۍ کې د وسلو د پلور ضد ټلواله را غونډه شوې ده .»
د اګسټ په میاشت کې تهران ته د سفر پرمهال له کیسنجر سره فرانک زیرب هم ملګری وو.انصاري چې د ایران دمالیې وزیر وو د کیسنجر لارښوونه یې منلې وه او د ښاغلي زیرب هغه غوښتنه یې یو ځل بیا رد کړه چې د هغو ۳۰۰ میلیون بیرلو تېلو د پلور بیه په هر بیرل کې ۳ ډالره ارزانه کړي چې د ایران شاه امریکا ته د پلور لپاره په یوه ځانګړې معامله کې را مخې ته کړي وو . ایرانیانو ددې کار لپاره خپل د لایل در لودل چې دغه تېل په ښو شرایطو وپلوري .ها خوا بیرته په پسرلي کې په لویدیځ کې په اقتصادي برخه کې نسبتا کم رشد یو ځل بیا لویې فابریکې دې سرحد ته رسولې وې چې د سونګ لپاره د تېلو فرمایش او غوښتنې زیاتې شي .
ایرانیان په دې باوري وو چې کله اقتصادي وده ښه شي ، نو د تېلو لپاره به تقاضا بیرته لوړه شي او نړیوال مارکیټونه به یو ځل بیا د تېلو له اړخه له ستونزو سره مخامخ شي او دوی به وکولای شي د خپلو خامو تېلوبیې یو ځل بیا په خپله خوښه لوړې کړي.د دواړو غاړو ترمنځ خبرې اترې په ټپه ودریدې او ښاغلی زیرب بیرته را وګرځید چې ولسمشر ته په دې اړه معلومات ور کړي چې ایرانیان لا هم دیته تیار نه دي چې په امریکا باندې په یوڅه ارزانه بیه تېل وپلوري او د امریکې له اقتصاد سره مرسته وکړي . فورډ خپلو کار کونکو ته وویل چې خبرې اترې نورې پای ته ورسیدې . کیسنجر ددغه خبر په اوریدو سره ډیر خوابدی شو او په زیرب یې تور ولګاوو چې په لوی لاس یې دغه معامله له ماتې سره مخامخ کړه .هغه وویل دا مسله یې قصدا ډیره پیچلې کړه او د شاه شرایط یې رد کړل.»
د فورډ او کیسنجر لخوا ایرانیانو ته ډیر زیات ناز ور کول شو ، خو د نړی معاملو داسې ښکاروله چې د شاه لپاره دغه تحمل نور په پای ته رسیدو دی . په داسې حال کې چې د ۱۹۷۶ کال د اګست په ۱۹ نیټې د کنساس په کمپیر ښار کې د ولسمشرۍ په کاندید رونالډ ریګن د فورډ د ټاکنیز بري خبر د ایرانیانو د دسیسې د خبر تر سیوري لاندې راغی او په دغه دسیسه کې په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي ښکیل وو . ښاغلی زاهدي له ریګن سره د ښاغلې او اغلې والټر اننبرګ په مټ نژدې اړیکې پیدا کړې وې . دا اړیکې دومره نژدې شوې وې چې ریګن هغه ته د خپلو سیا سي افتخاري سلاکارانو د یوه غړي په سترګه کتل او له هغه سره یې ډیرې خوږې او صمیمي اړیکي پالل . په تیر نوي کال (کرسمس کې ولسمشر فورډ یوې خیمې ته د میلمستیا لپاره زاهدي ور بللی وو .زاهدي هغه دعوت نه وو منلی او بښنه یې ترې غوښتې وه ،ځکه چې هغه لا دمخه له ریګن سره د کتلوژمنه کړې وه . دا داسې وخت وو چې ریګن یوازې اعلان کړی وو چې غواړي د ۱۹۷۶ کال په ټاکنو کې د ولسمشر فورډ په وړاندې په ګوندي سیالۍ کې د جمهوریت غوښتونکو په استازیتوب دریږي او غواړي چې تر ې دمخه د جمهوریت غوښتونکو په دننه کې خپل سیال فورډ له مخې لیرې کړي.
زاهدي بلاخره په اګسټ میاشت کې تر هغه وروسته د کنساس ایالت ته د ګوند په عمومي غونډه د ګډون لپاره سفر وکړ چې د اونۍ د پای رخصتۍ یې له اننبرګ سره د ګلف په لوبه تیرې کړې . دا ډیره غیر عادي خبره نه وه چې یو بهرنی ډیپلوماټ دې د بې پلوه څارونکي په توګه په ملي سیاسي عمومي غونډه کې برخه واخلي . خو دا ځل توپیر داوو چې د ایران سفیر د ریګن په هوټل کې اوسیده اوله ریګن ،د هغه له میرمنې او د هغوی له ملاتړ سره هغه شپه یوځای په یوه شخصي هوټل کې وو چې ریګن ولسمشر فورډ ته ټاکنې په ډیرکم توپیر وبایللې . زاهدي وروسته وویلې چې دی په هغه شپه د یوه میلمه په ډول هلته وو نه د یوه سیا سي ملاتړي په توګه .خو په دې کې شک نه وو چې د هغه شخصي خواخوږي په دغه ګډون کې اغیز در لود او هغه غوښتل یې چې د خوښۍ او بایلنې دغه شیبې له خپل امریکايي یار سره یو ځای تیرې کړي . هغه وویل:« جیرالډ فورډ یو ډیر ښایسته او په زړه پورې کس وو ، خو هغه ډیر ضعیفه انسان وو او دهنري کیسنجر تر اغیز لاندې وو»، په دغه شپه چې ګوندي ټاکنې اعلان شوې ، ددغه ټول شورماشور په منځ منځ کې هغه خپل احساسات کنټرول نشو کړی او وروسته یې وویل چې « له والټر اننبرګ سره ، ما هڅه کوله چې دغه دوه جمهوریت غوښتونکي شخصیتونه سره یو ځای کړم او ما ددې لپاره په دغه ناسته کې برخه اخیسته وه چې د ریګن او فورډ د ټاکنیزو کمپونو تر منځ دا منځګړتوب وکړم چې که له دوی څخه هر یو بریالی کیږي نو د کلیفورنیا خلک به په را تلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ کاندید په وړاندې د خپل دغه کاندید لپاره په کمپاین کې څه ډول رول لوبوي . « ما هڅه کوله چې جمهوریت غوښتونکو ته ووایم چې دوی باید ولسمشر له خپل ګوند څخه وټاکي یانې خپل کاندید بري ته ورسوي . که چیرته ریګن او فورډ دواړه په ګډه په تصویر کې راغلل نو عمومي ګوندي ټاکنیزه غونډه به متحده وبریښي » .
د ښاغلي زاهدي مداخلې تر هغه وروسته ولسمشر فورډ ته زور ور کړ چې د سپینې ماڼۍ چارواکو هغه ولیده چې د کلیفورنیا له هغو بډایه اشخاصو سره ناست دی چې هڅه یې کوله په راتلونکي ولسمشر خپل اغیز ولري او ولسمشر ددوی غوښتنې په هره برخه کې په پام کې ونیسي .دوی کیدی شي دې پایلې ته رسیدلي وي چې شاه په واشنګټن کې د خپل سفیرله لارې هڅه کوله چې د جمهوریت غوښتونکو د ولسمشریزو سیالیو په پایلو اغیز وکړي.زاهدي وویل:« کیدی شي له همدې کبله ښاغلی فورډ یوڅه خفه شوی وي.» هغه وویل د کال په وروستیو کې له ښاغلي فورډ سره د تېلو د بیو په اړه د هغه د تقابل له کبله اړیکې له سپینې ماڼۍ سره کړکیچنې وې « دوی له ماسره چندانې ښه چلند نه کاوو او رانه خفه وو ، ځکه چې د فورډ د تېلو معامله خرابه شوې وه .»
اردیشیر زاهدي د ولسمشر فورډ او ښاغلي ریگن تر منځ تربګني ډیره مهمه ونه بلله اوددوی تر منځ د نظریاتو د اختلاف ژوروالي جمهوریت غوښتونکی ګوند وویشه او ددوی ترمنځ اختلاف د لوی درز باعث شو او په کنساس کې له ګوندي سیالۍ وروسته د جمهوریت غوښتونکو تر منځ کړکیچ ډیر تریخ شو.فورډ هیڅکله هم ریګن د هغه د لومړنۍ ننګونې له کبله نشو بښلی،چې د ګوند په دننه کې د هغه د واک پر مهال را پورته شو او ځان یې له ده سره نوماند کړ . د فورډ لپاره دا هڅه د بښنې وړ نه وه. کله چې بیرته واشنګټن ته را وګرځید چې د بهرنیو چارو له وزیر څخه د بهرنۍ پالیسۍ په موضوع کې نوي معلومات تر لاسه کړي ، ولسمشر د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې یوازې ها خوا دیخوا تاوییده .هغه په ډیربې ادبه انداز کې کیسنجر ته وویل:« اوس به موږ هغه دسپۍ د ځوی ریګن، چاره ور وکړو، موږ به هغه کار وکړو چې سم وي .»