د رزق د پراخه کېدو مهم لاملونه ( دوهمه برخه)

 
¨ خپلولي پالل :
خپلولي پالل هم يو له هغه بابرکته نېکو او الله تعالی ته له پسندو کارونو څخه د نبوي حديثونو په قاموس کې شمېر دی چې په انساني رزق او روزۍ کې خېر او برکت او بي مثله زيادت راولي ، په دې اړه ډېر زيات قراني اياتونه او نبوي حديثونه غږېدلي دي چې د انسان کوتاه فهم او نه لاس رسنه به دا نه باعثوي چې ګنې په دې اړه اسلامي دين غلی پاتې شوی دی .
له دغې زیاتو نصوصو له جملې څخه چې انساني فکره وخړوبوي او په ذهني توګه انسان د تل لپاره د لوی الله تعالی سره په خورا ټينګو اړیکو چې متانت يې هيڅ دنياوي چارې او شيطاني وسوسي او يا نوره خود غرضي نه شي ځپلی او نه يې له حرکت څخه ويستلی شي ، يو څو بېلګې يې قابل ذکر بولو :
E : د پېغمبر پاک او د دواړو جهانونو سردار نبوي ارشاد دی هغه فرمايي : (مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، أَوْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ ) [ بخاري : ۲۰۶۷ نمبر حديث ] څوک چې د خپل رزق  او خوراک څښاک په زياتوالي خوشحاليږي او په دې خوشحاليږي چې عمر یې دراز شي نو خپلولي دې وپالي .
لږ وړاندې مو يادګېرنه وکړه چې د انساني فکر کوتاهي او عقلي خامي د اسلامي شريعت کومې خوګانې نه دي ، که څه هم انسان د ځېنو مسئلو اړوند زيار وباسي او ورڅخه کوږ نسکور شي د خپل کړي اجتهاد له مخې په سپين نېتۍ – که څه هم خطا شوی وي او نقطې ته يې رسيدګې ونه شي کولای – خو پرېکړه به يې په نيت کيږي، که خطا شي يو اجر او که صواب ته ورسيږي نو الله به دوه اجرونه ورکړي .
دا خبرې ځکه قابل غور دي چې مخکې مو يو حديث واخست چې الله پاک د انسان رزق او خوراک د هغه عمر او زندګي د هغه سعادت يا شقاوت د مور څخه د پېدا ئښت په مهال چې یوه ملائکه ورته راستوي نويشته کوي ، بيا دومره ستړياوي او ستومانتيا او د پلورلو او پېرودلو کړکېچن کيفيت ولې وزغموو ؟ چې د نوشته مقدرې برخې څخه نه څوک زيادت کولای شي او نه يې په تنقيصولو توان لري . او دلته مذکوره حديث په ظاهر توګه د تېر حديث سره لفظاً لفظاً ټکراو وخوړ؟
خو ولې دا نه تعارض دی او نه د حديثونو له الفاظو څخه ردوبدلې معناګانې اخستل کيږي، دواړه حديثونه په يو مفهوم غږيدلي دي او ددواړو حديثونو مدار هم يوه نقطه ده .
کولای شو چې په تفصيلي انداز ووايو : لکه څنکه چې د انسان رزق او د ژود ګرد کیفيتونه چې ورځ تر بلې نفوذ لري د الله پاک په تقدير کې نويشته دي همدغسې ورسره دا هم نويشته دي چې : که څوک په رزق کې پراخي او د عمر دراز کېدل پخپلو خپلو اسبابو کې نغښتل شوي دي ، که څوک دغه اسباب دخوشحاله ژوند لپاره خپل او په کار واچوي ، الله پاک به يې ژوند بابرکته او له خېره ډک کړي ، عمر به يې درازه او ډېر شي .
او دېته خو انساني تجربې هم غاړه بالاخره کېښوده چې په خپلولي پاللو کې په نهايت زيات يقين سره بي نظيره رزقي زيادت ، قلبي اطمئنان ، ذهني سکون او نفسي ارام اېښودل شوی دی ، نو د ژوند د ټولو تاوتريخوالو ، پريشانيو ، د قلق او اضطراب له سمندري طوفان څخه پرې انسان بچ او روغ پاتې کېدای شي ، پل په پل ورته ډاډ او حوصله وي ، اطمئنانې مورال يې تر هر څه لوړ او ستر وي ، د بدني رنځونو اوزړه خوړونکو ناروغيو څخه ناخبره او غوږونه يې ورڅخه کاڼه وي ، د دومره خوش بخته ژوند څښتن عمر به ارومرو زيات او اضافه وي ، په دې سره هغه لاپسې نور هم د خپل خريد او فروخت لېن دېن پراخه او لا غځولی شي ، د ژوند په داسې خوشحاله او سوکاله صفتونو موصوفه زندګۍ باندې د قسمت خور انسان يو ساعت په خوب خونه کې ارام د يو کال زندګۍ سره لاکه زيات ترې نه وي کم ترې هم نه دی ، دغسې بې غمه زندګي چې په تجارت او بل ته په صدقاتو ورکونه ډکه وي که څه هم واردات د کثرت صفت پېدا کوي خو صدقه او خپلولي پالنه هم ورسره په کثرت کې په مسابقه بوخته وي ، په رښتیا هم دا دراز عمر دی .
دغسې انسان چې څومره يې دنيا زياتيږي هومره يې د الله تعالی سره اړيکې ټينګيږي .
 
زما په اند خو له دې څخه بله درازه زندګي شتون نه لري .