انعکاس

  مونږ هر نقد او نيوکه د سر په سترګو منو؛ روهي ويب پاڼې کې مې پر يوه ليکنه سترګې ولګيدې چې ليکلي ؤ: (د عبيدالله ساحل په ځواب کې). د منقد ليکنه مې سر تر پايه ولوستله، هماغه څه يې ليکلي ؤ چې ما د خپلې ادعا لپاره په يو بل تعبير  په مقدمه کې ترې يادونه کړی وه؛ منقد زياته کړي وه چې افغانستان په ټولو ډګرونو کې بې واکه او غلام دی، مطبوعات مو په پرديو طرحو او برنامو څرخيږي  د غربي او اجنبي کلتور او فکر په  ترويج کولو کې ستړي ستومانه دي ، سياسيون مو هم د پرديو په اخور څريږي ،  په توله معنی بلواکه دي، لنډه دا چې هيواد مو په هېڅ ډګر کې هم حريت نلري، خو وروسته بيا د خپلو خبرو په ورميږ پښه ږدي او وايې چې د ننګرهار په پېښه  کې زموږ د هيواد استخباراتي کړيو هيڅ لاس نشته، دا کار د هيواد خارجي کړيو کړی. ما په خپله ليکنه کې داسې ليکلي ؤ:   له هماغه ورځې چې د هيواد په سياسي، فکري، کلتوري، خارجې او داخلي ډګرونو کې د افغانانو له واک او سلطې سره د نورو خارجي کړيو واک او نظريات خلط شوي، هيواد مو بيا سمه او ارامه ورځ نه ده ليدلي، د نامعلوم او ورک رنځه کړيږي، د هيواد ځمکه  سره تبۍ ګرځيدلې او بې وزله بې چاره افغان ولس په کې سوزيږي. په پای کې داسې ليکل شوي وو : د هر هيواد استخبارت په داخلي چارو کې يو اصل لري چې د خپلو هيلو د تحقق لپاره د انسانانو وژل او ختمول ورته عادي او ضروري بريښي؛ دغه انسانان بيا اکثره عام بې وزله ولس وي؛ افغانستان استخباراتي کړيو د (داعش) ماهيت درک کړی ؤ، غوښتل يې چې دغه ډله د هيواد په عامه ذهنيتونو کې منفوره او لا ابالي انځور کړي، هماغه ؤ چې د دې هيلې د تحقق لپاره يې لمړی د جلال اباد ښار په يوه زيارت کې چاودنه وکړه په تعقيب  يې بله چاودنه د کابل بانک مخې ته په هغه ځاي  کې ترسره کړه  چې په سلګونو عام افغانانو پکې ژوند له لاسه ورکړ او يا يې ژوند نيمګړی شو، څو شيبې وروسته د (فک) او ساختګي انترنيتي پاڼې په مټ خبر نشر شو چې پړه يې داعش پر غاړه اخيستې. په دوه ټکو پوه او  د سليم عقل څښتن دا خبره درک کولی شي چې اصلي کيسه څه ده؟ او  په دې پيښه کې ګرم څوک دی؟ منقد د سوال په توګه داسې وايې: په آخر کی له ساحل صاحب څخه داسی پوښتنه کوم چی که دننګرهار عام وژنه دافغانستان استخباراتی اداری دخپلو موخو دلاسته راوړلو لپاره کړی وی  نو بيا دتخار خونړی پيښه چی له اتيا زيات امنيتی ځواک يی قتل کړ اوله ديرشو نه د زياتو يی سرونه غوڅ کړل داد کوم ملک داستخباراتو کړنه وه ؟ ورورکيه تاسو تخار ياد کړی فکرم کوم هدف به مو بدخشان وي! ځواب: ستا په اند د هرې پيښې عامل او منشاء به يوه وي، خو دا تصور ناسم دی، د ننګرهار پېښه يو اړخ لري او د بدخشان پېښه بل اړخ، د بدخشان په اړه خو د افغانستان دولت خپله اعتراف کوي چې د مخالفينو واک په زياتيدو دی، د فعاليتونو لمن يې ورځ تربلې په غځيدو ده، زياتې سيمې يې په خپل واک کې راوړي او بل دا چې د بدخشان مقتولين خو په مخامخ جنګ او يا هم له اسير کيدو وروسته وژل شوي چې پړه يې هم طالبانو پر غاړه اخيستې او هم بله نامعلومه ډله د يادې پيښې له شرمه ډک وياړ ځانته منصوبوي. بدخشان د پيښې سياسي شاليد: مسكو غواړي د شمال او په ځانگړې توگه د بدخشان وضعيت داسي وي چي په گاونډ كي ئې د تاجكستان  چارواكي له دې ووېږي چي كه مسكو ئې مرسته ونه كړي نو كېدى شي د وسله وال مقاومت څپې تر دې هېواد هم وغزېږي او دلته هم مخالفين يو ځل بيا وسلې ته لاس كړي، او بدخشان ئې پناځى او د الهام او اكمال مرجع شي. هر څومره چي د ټول شمال او په ځانگړې توگه بدخشان وضعيت كړكېچن وي او هيبتناكي پېښي رامنځته شي؛ د دوشنبې چارواكي به مسكو ته ځان زيات اړ گڼي. كه د شمال په اړه د كابل د رسنيو تبليغاتو ته لږ ځير شئ دا مطلب به په آسانۍ سره درك كړئ چي په مسكو پوري تړلې كړۍ او څېرې د شمال وضعيت ډېر وخيم او خطرناك ښيي او ټينگار كوي چي داعش په شمال كي فعال شوى، كه ئې مخنيوى ونه شي نو ټوله سيمه به له سختو گواښونو سره مخامخ شي. دا كړۍ هڅه كوي دا ذهنيت هم راپيدا كړي چي داعش د غرب او امريكا له لوري رامنځته شوى او پالل كېږي!!   مسكو د دې لپاره چي د افغانستان شمال ته پراته هېوادونه چي د شوروي اتحاد مستعمرې وي او تر ننه همغه د شوروي اتحاد د وخت كمونستان پرې حكومت كوي، دې ته اړ كړي چي بېرته د مسكو غېږي ته پناه يوسي، هغوى ته د افغانستان حالت خطرناك انځوروي، داسي چي گواكي سبا بله ورځ به د داعش ځواكونه له پولي رااوړي او د دوى واكمني ته به د پاى ټكى ږدي!! بايد مسكو ته پناه يوسي، روسي ځواكونو ته بلنه وركړي چي راشي او د دې گواښ مخه ونيسي!! څرگنده بېلگه ئې د روسي چارواكو هغه پرېكړه ده چي له مخي ئې په تاجكستان كي د روسي ځواكونو شمېر زيات شو، خپلي مخكنۍ اډې ته ئې نوي وسائل ولېږدول او د همدې په مقابل كي د مسكو له لوري له تاجكستان سره د يو مليارډ دوه سوه مليونه ډالر عاجل مرستي ژمنه وشوه، دا پرېكړي په بدخشان كي له خونړيو عملياتو او د مسكو پلوو كمونستانو له لوري له هغو تبليغاتو سره توأم دي چي د شمال او مخصوصاً بدخشان حالت ډېر وخيم انځوروي، په ډېر يقين سره ويلى شو چي دا عمليات او دا تبليغات د يوې مرجع له لوري دي. ښايي دوه خبري به له تاسو سره په دې اړه مرسته وكړي چي د عملياتو او تبليغاتو دا مرجع ښه وپېژنئ: 1- مارشال فهيم له مړيني لږ وړاندي ځينو ته ويلي وو چي په تاجكستان كي څلوېښت زره ميله وسله لري!! او تيار دئ مجاهدينو ته ئې وسپاري!! هر څوك پوهېږي چي دا وسله د كولاب روسي اډې په سلاح كوټ كي وه او روسانو غوښتل هغه چا ته ئې د ده له لاري وركړي چي په بدخشان كي داسي حالت راولاړ كړي چي نن ئې شاهد يو!! 2- د مجاهدينو هيڅ ډله داسي وحشيانه عمليات چي د اسلام له څرگندو لارښوونو سره په بشپړه توگه تعارض لري نه تأييدوي او نه ئې مسئوليت قبلوي، د افغان اسيرانو سرونه غوڅول يوازي د يوه ملحد ناافغان او پرديپال كمونست كار كېدى شي نه د يوه مسلمان مجاهد، كه ومنو چي طالبانو د دې وحشيانه عمل پړه قبوله كړې نو په يقين سره ويلى شو چي دا هم د همدغو كمونستانو كار دئ چي ځان ئې طالبانو ته منسوب كړى او كار ئې د خپلو روسي بادارانو په امر كړى. همغسي لكه چي ډېر ځلي په جنوب غرب كي د ايران په اشاره او حكم داسي عمليات ترسره كېږي چي گټه ئې ايران ته رسي خو مسئوليت ئې طالبان پر خپلي غاړي اخلي، لكه د سلما بند او نورو هغو پروژو د مخنيوي لپاره عمليات چي ايران ئې د بشپړېدو مخالفت كوي او نه غواړي افغانستان خپلي اوبه مهار كړي او په وړيا توگه ئې ايران ته په داسي حال كي د بهېدو مخه ونيسي چي د افغانانو زمكي شاړي پاته كېږي او ايران خپلي بيدياوي پرې سمسوروي او د راتلونكي لپاره ئې زخيره كوي. نړيوال اسلامي پوهنتون (اسلام اباد)