چارلز دیکنز؛د نړۍ نامتو لیکوال

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
چارلز جان هوفام دیکنز (Charles John Huffam Dickens) د ۱۸۱۲ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه د انګلستان په همپشایر برخه کې د پورتسموت ښار په لندپورت سیمه کې په یوه ګڼه کورنۍ کې پداسې حال کې نړۍ ته سترګې پرانستې چې انګلستان لا له ناپلیون سره د جګړې په حال کې وو. هغه د انګلیسي ژبې پیاوړی لیکوال دی او آثارو یې نړیوال شهرت ترلاسه کړی، پلار یې جان دیکنز د سمندري ځواک د مالي چارو د دفتر یو ساده کارکوونکی وو، خو سره لدې چې زیاتې پیسې یې په لاس راوړلې خو بیایې هم د زیاتو لګښتونو له امله ژوند هومره ښه نه وو. چارلز لا کوچنی وو چې کورنۍ یې لندن ته لاړه او هغه هم په لندن کې خپلې لومړنۍ زده کړې پیل کړې. په ۱۸۲۴ کال چارلز دولس کلن ووچې پلار یې د پورونو د نه ورکولو له امله د مارشال سي مشهور جیل ته ولاړ، همدا مهال وو چې له هغه نه هم لوړې زده کړې پاتې شوې او اړ شو چې د بوټونو د رنګونې په یوه شرکت کې کار پیل کړي، څه موده وروسته یې مور له لاسه ورکړه او په هغه ۴۰ پونډو چې له موره ورته په میراث رسیدلي وو د پلار پور یې ورکړ او هغه یې آزاد کړ.
دیکنز خپلې زده کړې د ولینګټن په اکاډمۍ او د داوسن په مدرسه کې پای ته ورسولې او په ۱۸۲۷ کال یې د وکالت په یو دفتر کې کار پیل کړ او تېز لیکل یې زده کړل او په خپل کار کې هم ښه پرمخ لاړ. هغه په ۳۰ لسیزه کې له بېلابېلو ټولنیزو خپرونو سره همکاري کوله او له ډیرو ټولنیزو ستونزو هم خبر شو. هغه څلورویشت کلن وو چې لیکوالۍ ته یې مخه کړه او لیکوالي یې هم په یوه اونیزه کې په یوه لنډه کیسه پیل کړه. په ۱۸۳۶ کال یې د کاترین هوګارت په نوم د ایونیګ کرونیکل اونیزې له مشرې سره واده وکړ او له هغې د لسو زامنو پلار شو او ګډ ژوند یې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وو او بالاخره په ۱۸۵۸ کال له یو بله جلا شول. په ۱۸۴۶ کال د ډیلي نیوز ورځپاڼې مسول مدیر شو او په ۱۸۴۹ کال یې د هاوزهولډورډز مجله جوړه کړه او زیاتره یې د مجلو او ورځپاڼو لوستلو ته مخه کړه.
دیکنز په ۱۸۴۰ کال امریکا ته ولاړ تر څو ددغه ټاټوبي حالات وګوري، له هغه ځایه له راګرځېدو وروسته یې د امریکايي یادښتونو په نوم کتاب خپور کړ، دغه راز یې په ۱۸۴۵ کال ایټالیا ته سفر وکړ، پاریس ته هم ورغی خو بېاهم بېرته انګلستان ته ستون شوی، په اېټالیا کې یې د (A christmas Carol) ولیکه او په ۱۸۴۳ کال یې خپور کړ.
په ۱۸۵۷ کال د الین ترنان په نامه په یوې ځوانې هنرمندې مین شو او له هغې سره یې ګد ژوند پیل کړ خو سره لدې یې له هغې ګڼ شمېر بې وفایۍ هم ولېدې چې دغه بې وفایۍ د سترو هیلو(Great Expectations) په نوم کتاب کې په دریو ټوکونو کې په ۱۸۶۱ کال چاپ شو او زموږ ګډ ملګری(Our Mutuel Friend) چې په ۱۸۶۵ کال چاپ شو ښې منعکسې شوې دي. دغه اثر د هغه وروستی بشپړ اثر دی چې له هغې وروسته یې د دغې او هغې مجلې مشري وکړه او وروستی اثر یې په ۱۸۷۰ کال نیمګړی پاتې شوی.
دیکنز د ۱۸۷۰ کال د جون په نهمه نېټه د زړه د سکتې له امله د ګایډزهیل په نوم سیمه کې مړ شو او دهغه د وصیت له مخې یې له ساده مراسمو وروسته د انګلستان د سترو او نوموتو کسانو په منځ کې د وستمیستر په هدیره کې خاورو ته وسپاره.