
پر ځان باور او پر خپلو پښو د درېدو اراده د پرمختګ لپاره مهم اصل دی. هغه کسان چې پر ځان باور نه لري، که هر څومره لوړ استعداد ولري د پرمختګ او بریالیتوب فرصت یې کم دی. دوی له دې کبله پر خپل نفس باور نه لري چې خپله وړتیا یې نه ده تشخیص کړې او تر څو چې وړتیا تشخیص نه شي له هغې ګټه پورته کول ممکن نه دي.
« منګل پرابټ لودها» پر خپل نفس او اراده د باور پر مټ میلیاردر شوی دی. نوموړی د ۱۹۵۵ زېږدیز کال د ډسبمر پر ۱۸ مه نېټه د هند د راجستان ایالت په جادپور سیمه کې زېږېدلی دی. تر ښوونځي وروسته یې د جادپور په پوهنتون کې حقوق لوستي. له پوهنتون وروسته د عملي کار لپاره د راجستان ایالت محکمې ته ولاړ.
پلار یې چې د هند د ازادۍ جنګیالی و وروسته د همدې محکمې مشر شو. په دې محکمه کې د قاضي په توګه د پلار تر ګومارل کېدو وروسته یې دنده پرېښووده، ځکه له هغه سره په یوه محکمه کې کار ورته مناسب نه ښکارېده. له دې ښکاري چې نوموړي پر ځان ډېر باور درلود او فکر یې کاوه چې له پلار سره کار به دی خلکو ته کمزوری وښيي.
د نوموړي کاروبار ورځ تر بلې پراختیا موندله او نن د لودها په نوم د کمپنيو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی دی.
په ۱۹۸۱ کال کې له راجستانه د هند سوداګریز ښار ممبیي ته ولاړ او په لږ پیسو یې سوداګري پیل کړه. د کمپنیو دغه ګروپ اوس په هند کې د جایدادونو او ساختماني چارو له سترو ګروپونو بلل کېږي. دغه ګروپ په هند کې په ځانګړي ډول ممبيي کې ۳۰ سترې پروژې تر کار لاندې لري.
یوه له دغو پروژو د «world one» په نوم د یوې استوګیزې ودانۍ جوړېدل دي. دغه ودانۍ چې تر کار لاندې ده او ټاکل شوې تر ۲۰۱۶ زېږدیز کال پورې بشپړه شي، ۱۷۷ پوړه لري او په نړۍ کې د اوستوګنې تر ټولو لوړه ودانۍ بلل کېږي.
بله ستره پروژه یې د ټرمپ ټاور په نوم یوه ستره ودانۍ ده چې له امریکايي میلیاردر ډونالډ ټرمپ سره یې په ګډه پيل کړې ده.
منګل پرابټ لودها د ځوانۍ له وخته له سیاست سره هم مینه درلوده. له کله نه یې چې د کمپنیو د ګروپ چارې خپلو زامنو ته پرېږېښې دي، نوموړي بېرته سیاست ته مخه کړې ده. دی اوسمهال د هند د بي جي پي ګوند مرستیال دی.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې منګل پرابټ لودها د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۱۹ مې نېټې دری اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په خپل هېواد هند کې ۲۳ ځای لري.
ده واده کړی، دوه زامن لري او په ممبيي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.