څېړنه : خندا فشار ټیټوي او پوست تازه ساتي

 
رسمي شمېرې ښايي، چې ماشومان په ورځ کې له 400-300 ځل  او او ځوانان بیا 20-15 ځلې خاندي ایا تاسې یې پر توپیر پوهیږئ؟
د Geotologiya  دعلم پوهان ، چې په خندا کې تخصص لري وايي : خندا دګټې سربېره  دژوند اړتیا هم ده ، دخندا ځینې ګټې په دې ډول دي:
خندا سږي پاکوي کله، چې خاندو  اوږد تنفس اخلو په دې توګه  موږ  سږي ډېره  هوا اخلي او هلته راټول شوي زهر / سموم  راوباسي او پردې سربېره  دوینې جریان  لا پیاوړې کوي. خندا ستړیا له منځه وړي ،  د اندوروین په نوم  هرمون  زیاتوي،چې دخوشالۍ لامل ګرځي او همدا هرمون بیا درد راکموي. خندا بدني ښکلا ساتي او لامل یې دادی ،چې خندا په بدن کې دوینې حرکت  پیاوړې کوي ، عضلات په طبیعي بڼه ساتي ، دمیریلینډ امریکايي پوهنتون  پوهان وايي : پنځلس دقیقې خندا له نیم ساعت ورزش سره ، چې په اونۍ کې درې ځل کیږي برابره ده . خندا  ښه او وړ دمه ده ، له خندا وروسته  دبدن غړي په  وړ بڼه ځانونه خوشی کوي  په بله مانا پنځه دقیقې خندا د 40-30 دیرشو دقیقو له  دمې سره برابره ده. خندا د زړه حالت ښه کوي ،  خندا دفزیکي ورزش په  څېر ده د زړه داخلي پرده ، رګونه  پیاوړي کوي ، لس دقیقې خندا 20-10 درجې فشار راکموي . خندا د وزن  په کمولو کې مرسته کوي ، هر کله ، چې خندا تکراریږي ، غذایي ریجیم ورسره ښه کیږي ، په بله مانا ډېره کالري سوځول کیږي، امریکايي پوهان وايي : پنځلس دقیقې خندا د یو چاکلیټ په اندازه کالري،چې سل  ګرامه کیږي له منځه وړي.