څېړنه : له پرنجي مو شخصیت معلومیږي !


حماسي پرنجې : 
1- دا قوي پرنجې او ډک هغه دی ،چې دچستۍ نښه په کې له ورایه لیدل کیږي .
2- دحماسي پرنجي څښتن لاندې ځانګړنې لري .
3- څښتن یې درهبرۍ وړوي ، اغیزناک وي او ستر فکرونه لري .
4- په کومه سیمه کې ،چې اوسیږي دهمدې ځای له مخورو ګڼل کیږي .
5- دګردچاپیره خلکو لپاره دالهام او نوښت سرچینه وي .
6- دحماسي پرنجي څښتن دشخصي اړیکو پر ارزښت پوهیږي او درناوې یې کوي .
7- دحماسي پرنجي څښتن پرانېستې انسان وي ،بدفالي نه پیژني او کړنې یې بې تکلفه وي.
8- دا ډول خلک دخبرو پرمهال ارام غږیږي او هر حرف له خپل مخرج څخه راوباسي او په خبرو کې بانزاکته وي . 
- ښکلې پرنجې : 
دا هغه پرنجې دی ،چې څښتن یې هڅه کوي اواز راکم کړي او دترخپلې وسې کوښښ کوي ،چې ارام وي . ځانګړنې یې په لاندې ډول دي .
1- مینه ناک او ارام کس دی .
2- شور، ځوږ او جنجال یې نه خوښیږي .
3- له خپلو ملګرو سره وفادار وي ، په خبرو او مزل کې ارام او بانزاکته وي .
4- شخړې نه خوښوي اونه غواړي ،چې طرف واقع شي .
5- ښه اوریدونکې دی او لېوالتیا لري ،چې تر خپلې وسې له نورو سره مرسته وکړي .
6- دباور ي شخصیت دی او ددې وړ دی ،چې باور پرې وشي . 
- بااحتیاطه پرنجې 
ددې پرنجي څښتن هڅه کوي ،چې دپرنجي پرمهال خولې ته لاس یا دسمال ونیسي . ځانګړنې یې په لاندې ډول دي .
1- دبااحتیاطه پرنجي څښتن عزتمند کس وي او په ټولو چارو کې منځلارې وي .
2- باریک ، محتاط او دژور فکر څښتن وي .
3- هره خبره پوره سنجوي وړاندې له دې ،چې خبرې وکړي پایلې یې ښې ارزوي .
4- هغه تیروتنې په پام کې نیسي ،چې دنورو ورته پام نه وي .
5- فکر ونه یې ستر او رغنده وي ، خو دویلو پ اړه یې وړ وخت نه تر لاسه کوي .
6- هغه کتابونه ډېر لولي ،چې سړی فکر کولو ته هڅوي . 
- ډارونکې پرنچې : 
دا په لوړ غږ پرنچې دی ته وا دتوپ ډز ، ددې ډول پرنچي دڅښتن ځانګړې په لاندې توګه دي.
1- د ډارونکي پرنچي څښتن پر هر څه ژر حکم کوي ، دریځ او پریکړه یې غوڅه وي .
2- دا غوره ګڼي ،چې نور یې لاسنیوي وکړي او یا یې لار تعقیب کړي . 
3- له وړتیا برخمن وي ، اسانچارې وي .
4- دا یې نه خوښیږي ،چې نور ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي .
تاسې له کوم ډول څخه یاست .