
وايي د هر نارینه د بریالیتوب تر شا په یو نه یو ډول د ښځې لاس وي، هغه که د مور په موقف کې وي او که د مېرمنې. جرمنی ایریک کېلرهالس هم یو له دغه ډول بریالیو کسانو دی. نوموړی د ۱۹۳۹ زېږدیز کال د نومبر په ۸ مه نېټه په اېنګولسټاډ سیمه کې زېږلی دی.
له خپلې مېرمنې سره په ګډه یې په ۱۹۶۳ زېږدیز کال د جرمني په باوېریا ایالت کې یوه هټۍ پرانیستله. دوی دواړو په دغه هټۍ کې بایسکلونه، د تېلو بخارۍ، راډیوګانې او تلوېزیونونه پلورل. د مېړه او مېرمنې د هڅو له برکته کاروبار ورځ تر بلې پراختیا موندله، خو د اصلي بریالیتوب وخت لا پاتې و.
په ۱۹۷۹ کال کې کله چې په جرمني کې د الکترونکي توکو بازار ښه ګرم شو، کېلرهالس د خپل یوه بل ملګري «Leopold Stiefel» په ملتیا له دغه فرصته ګټه پورته کړه. کېلرهالس له یوه لوري په دغه ډول توکو کې د سوداګرۍ او کاروبار تجربه درلوده او له بله اړخه په مالي لحاظ هم رېسک منلو ته چمتو و.
دوی دواړو د میډیا مارکېټ په نوم الکترونیکي توکو ته ځانګړې شوې خپله لومړنۍ هټۍ په ۱۹۷۹ کال په مونیخ کې پرانیستله. میډیا مارکېټ د دې شریکانو د هڅو په پایله کې د الکترونیکي توکو پر یوه ستر حلقوي پلورنځي او کمپنۍ بدل شو.
د کمپنۍ بنسټګرو په ۱۹۸۸ کال کې پرېکړه وکړه چې د خپلو ونډو ډېره برخه وپلوري. دوی په همدې کال د کمپنۍ ۵۴ سلنه ونډې د « کوفهوف» په نوم پر یوه جرمني شرکت وپلورلې. د دغه شرکت نوم وروسته پر مېټرو بدل شو. مېټرو ګروپ په ۱۹۹۰ کال کې د میډیا مارکېټ نوم هم میډیا ساټرن ته بدل کړ.
کېلرهالس اوسمهال په میډیا ساټرن ګروپ کې شاوخوا ۲۲ سلنه ونډه لري. د حلقوي پلورنځیو دغه ګروپ د اروپا او اسیا په ۱۷ هېوادونو کې ۹۵۰ پلورنځي لري. د کمپنۍ عواید په ۲۰۱۲ کال کې ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدل.
له میډیا ساټرن سره د نړۍ له ۱۲۲ هېوادونو شاوخوا ۶۵۰۰ کسان کار کوي.
میټرو ګروپ هڅه کوي چې د کېلرهالس ونډې هم وپېري، خو نوموړی یې نه پلوري چې له دې کبله ځینې حقوقي ستونزې هم رامنځته شوې دي. د کمپنۍ په اصولو کې د هرې پرېکړې لپاره د ۸۰ سلنه ونډو هوکړه حتمي ده او د کېلرهالس ۲۲ سلنه ونډې تل د میټرو ګروپ پرېکړې ننګوي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۴ کال د اپرېل تر ۱۷ مې نېټې د ایریک کېلرهالس پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او د جرمني په میلیاردرانو کې ۳۷ ام ځای لري.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.