
په الوتکه کې سفر یونیم ځل سړی روحا او جسما کړوي.
په کابین کې وچه هوا، د څوکیو ترمنځ تنګ ځای، د مساپرو خرهار، چې یونیم ځل د سړي غوږونه کڼوي، بکس او نور واړه توکي، چې ستاسې د پښو ځای نیسي او له څنګ ملګري سره د څوکۍ پر لاستي جنجال دا ټول ددې لامل ګرځي، چې د اسمان په خواږه پروازکې ستاسې خولې در ترخې کړي.
په اقتصادي سیټونو (Economy Class) کې د څوکیو ترمنځ وړه خالي فضا د پښو ځایونې لپاره په پام کې نیول شوې. دلته د څوکیو ترمنځ فاصله له ۷۱ تر ۸۶ سانتي مترو پورې ده، خو که د مخ سېټ والا سیټ څملوي، کار مو خراب دی او باید په همدې لږ ځای کې هم زړه وخورئ او هم ځان ځای کړئ!
ددې ستونزې د حل لپاره کوربنو ته مه وایئ، ځکه دا مشکل دوی خپله د یو دوه کتاره اضافي څوکیو لپاره جوړ کړی. له مخکیني سیټ والاوو سره جنجال هم ګټور نه دی، ځکه هغه د څوکۍ په بدل کې پیسې ورکړې او هر ډول یې، چې زړه وي ګټه ترې اخستلای شي. ددې مشکل یوه حل لاره ګونډه ساتی (Knee Defender) دی. دا وړه وسیله له څوکۍ سره قلف کیږي او د مخکینۍ څوکۍ د څملاستې مخه نیسي. ګونډه ساتی مو له غږ او غوږ پرته په مخکینۍ څوکۍ پورې ونښلوئ او له سفره خوند واخلئ!
ښه لاره داده، چې که تاسې هم خپله څوکۍ څملوئ، له شاتني مساپره اجازه واخلئ. له دې اخوا کېدای شي ستاسې تر شا ناست مساپر هم له ګونډه ساتي کار اخستی وي!!
یونیم ځل دوه څنګ ترڅنګ ناست مساپر د څوکۍ پر لاستي جنجال کوي. دا د ځوکۍ مټ دی، چې معمولا مساپر خپلې څنګلې پرې ږدي. په اقتصادي څوکیو کې ستونزې ډیرې وي، ځکه هرې څوکۍ ته یوازې ۴۳ سانتي متره فضا په پام کې نیول شوې.ځینې مساپر په دې فضا کې سخت په تنګ کیږي. سپین سترګي مساپر کېدای شي پر ګډو ځایونو خېټې واچوي، خو تر ټولو ښه لاره یې خبرې اترې دي.
تاسې کولای شئ ترڅنګ ناست ملګري سره همغږي وکړئ او د څوکۍ له لاستي نه نوبتي کار واخلئ.
د څوکۍ پر سر پاس کابین هم یوازې ستاسې نه دی. دا د ټولو مشترک دی. کله کله پر دې ځای هم د مساپرو ترمنځ شخړې کیږي. په تیره اوس وختونو کې، چې ډيری خلک کوښښ کوي کم وزنه توکي له ځان سره د الوتکي داخل ته یوسي. دداسې ستونزو د مخنیوي یوه لاره داده، چې ډیر څه د الوتکې داخل ته مه وړئ. ژباړه
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.