د رزق د پراخه کېدو مهم لاملونه

 
 
د رزق پراخه کېدل شرعي لاملونه لري چې د پوهې په خاطر يې ځينې قابل ذکر او قابل غور بولم :
¨ توبه او استغفار :
E : الله پاک پخپل مقدس کتاب کې د نوح – عليه السلام – اړوند فرمايي : ﴿ فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّاراً *  يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَاراً * وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَاراً ( سورت نوح : ۱۰ – ۱۲ )
ماخپل قوم ته وويل چې د الله پاک څخه بخشش وغواړئ هغه ډېر زيات بښونکی ذات دی * اسمان به درباندې په پرله پسې څپو څپو راووروي * په ډېرو زياتو شتمنيو او په بچو به ستاسو مرسته وکړي ( يعنی دربه يې کړي ) او هغه به درله خېل خېل باغات په اوبو باندې رازغون کړي او روان نهرونه او د اوبو ويالې به درته جاري کړي .
تر څو د ایاتونو مبارکو مفهوم لا پسې ښه پړقينده شي کولای شو چې د اسلامي امت لوي عابد حسن بصري – رحمه الله – قول ته ځغلند نظر وکړو تر څو د ژوند لارې مو د ښکارګر شيطان او نفسي غوښتنو له ازغنو پنجو خلاصې کړو :
E : حسن بصري – رحمه الله – ته يو چا د سوکړې او بې سارې وچکالۍ فرياد وکړ ، هغه ځواب ورکړ چې له الله پاک څخه د خپلو تېروتنو او ګناهونو بخشش وغواړه ، د ناستې په لړي کې بل دوهم نفر راغی او ورته يې د خپل ژوند د فقر او فاقت او بې چارګۍ آهونه پورته کړل ، هغه ورته ځواب ورکړ چې الله پاک ته متوجه شه او توبه وباسه ، هغه له خپل ځايه نه و پورته شوی چې چې دريم نفر راغی او ورته يې د بچو د نه شتون څخه د زړه راز ووايو ، هغه ورته وويل : الله پاک ته متوجه شه اوورته توبه وباسه .
په دې دوران کې ورڅخه چا وپوښتل چې څنګه دې درې کسانو ته چې بېلابېلې غوښتنې يې درلودې ، د غوښتنو خپلمنځنی توپير هم ډېر لري او په يو څېر ځواب دې ورکړ ؟ هغه ورته وويل : ما نه بلکې دغې پوښتنو ته قران خپله ځواب ويلی دي او بيا يې ورته دغه مذکوره اياتونه ولوستل .
 
¨ په الله بروسه لرل :
د دنيا په ګردو چارو کې په الله پاک بروسه کول او د هر کار انجام الله ته سپارتلو ته توکل وايي چې د کار انجام هر ډول پسند يا ناپسند وي خو د الله په قضا رضا ښودلو توکل ويل کيږي ، له توکل څخه به څوک په دې توګه بده استفاده نه کوي چې هر څه الله کوي ، رزق د الله پاک په لاس کې دی مخلوق ته ترې هغه انداز رسيږي چې څومره یې ورته ليکلی وي ، دا عقيده سمه ده خو اسباب نه استعمالول او په خوله دغه اقرار کول د اسلامي مبين او حنيف دين ضد خبره ده .
E : له دې کبله عمر بن الخطاب  -رضي الله عنه – د خپل خلافت په دور کې څه خلک وليدل چې د مسجد په ګوټ کې ناست او ذکرونه يې کول ، ورڅخه يې وپوښتل : تاسو څوک ياست ؟ هغوی وويل : ( نَحْنُ المُتَوَکّلُوْنَ ) چې مونږ په الله توکل لرونکي خلک يو ، هغه پرې دوره پورته کړه او ورته يې وويل : ( أَنْتُمُ المُتَآکِلُوُنَ ) تاسو د توکل والا نه بلکې د خلکو د شتمنې غلاګر ياست د خلکو شتمني په دې خورئ ، او له مسجد څخه يې وويستل ، او ورته يې وويل : ( اِنّ السَّمَاءَ لاَتُمْطِرُ ذّهَباً وَلاَ فِضّة ) اسمان څه سره او سپين زر نه راوروي .
E : او الله پاک هم فرمايي : ﴿  وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً ﴾ ( سورت طلاق : ۳ ) .
څوک چې په الله پاک باندې بروسه ولري هغه به يې بس او کافي شي ، الله پاک خپله پريکړه هرومرو تنفيذوي او د هر څه لپاره يې اندازه ګرځولې ده .
امام ترمذي په خپل سنن ( ۲۳۴۴ ) شمېر باندې له عمر بن الخطاب – رضي الله عنه – څخه روايت کوي (لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُونَ عَلَى اللَّهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ لَرُزِقْتُمْ كَمَا يُرْزَقُ الطَّيْرُ تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا ) که تاسو په الله پاک رښتنې توکل وکړ نو د مرغانو په څېر به درته خواړه درکړي چې له جالو څخه تشې ججوري وځي او ډکې ججوري راځي .