
د مهربان خدای په کايناتو کې هېڅ هم بې ارزښته نه دي، نه يوازې بې ارزښته بلکې بې پيغامه نه دي، د کايناتو هره وړه او کمکۍ زره يو ستر پيغام لري، دغه پيغام هغه څوک ښه درک کولی شي چې پر کايناتو يې د تفکر او تصور نيلۍ غځولې وي، په هغوي کې يې ژور او ډوب فکر کړی وي، د کايناتو په هره ذره کې يې له ځانه په زرګونو پوښتنې کړي وي د ځوابونو په لټه کې لالهانده شوي وي او د اضطراب غيږ ته لويدلي وي. د نړۍ په لرغوني، منځني او معاصر تاريخ کې بې سارې او بې شماره بيلګې په دې ګواه دي چې د کايناتو په تفکر کې د ځان، انسانيت او يوې بلې غيبي نړۍ د پيژندلو راز پروت دی، نه يوازې دا بلکې ژوندي تاريخونه د دې ګواه دي چې په کايناتو کې لنډ او سطحي تفکر هغوي کوم ځای ته رسولي، د حيثيت او ظرفيت څلي يې څومره لوړ شوي او د معاصرې نړۍ د عصريتوب په کومو اسمانونو کې ژوند کوي. هغه چې د باران څاڅکي يې ژوند کې بدلون راووست!! هو! هغه نور له خپل ژونده ناهيلی شو، ځان يې په ټولنه کې تر ټولو حقير، تمبل، بې فکره، پوچ مغزی، ناپوه او بې حيثيته باله، د ټولنې غيږې ورته ځای ورنکړ مجبور شو چې د غرونو نړۍ ته کډه وکړي، له کلي وکوچيد د غرونو په لمنو کې د داسې يو ځای په لټه کې شو چې د څښاک اوبه پکې وي، ناڅاپه يې د غره بيخ کې د رڼو اوبو پر ډنډ سترګې ولګيدې، خوشاله شو او د ځان سره يې وويل: چې نور به د تل لپاره همدلته اوسيږم، کلي ته به نه ښکته کيږم، ځکه هلته خلک متمدن او بريالی دي او زه په هر ډګر کې ناکام او ورسته پاتی سړی يم.... خو څو شيبې وروسته په ژور خيآل او فکر کې غرق شو چې د غره په بيخ کې دا دومره سپينې او پاکې اوبه څه کوي؟! دا له کوم ځايه شوي؟! دلته خو د اوبو کومه چينه هم نشته !! د باران اوبه خو هم خړې وي!! دا له کوم ځايه شوې؟! له لږ وخت وروسته نتيجې ته ورسيد او ټکان يې وخوړل، له ځانه سره يې وويل چې: سړيه ! دا ريښتيا هم د باران اوبه دي خو په اصل کې د باران څاڅکې د غره په څوکه راڅڅيدلی، بيا يې له هماغه ځايه حرکت پيل کړی له ونې، ډبرې، لوړو او ژورو سره يې ټکر کړی له اوږدې مبارزې، تيندکونو ټکر او تصادم وروسته د غره بيخ ته د يو روڼ څاڅکي په بڼه رارسيدلی او د رڼو اوبو ډنډ ترې جوړ شوی؛ ژوند هم همداسی دی، له ناکامۍ، ستونزو، ناخوالو او محروميتونو سره به ټکر او مبارزه کوې، له ټکر او اوږدې مبارزې وروسته به دې اميدونه په يقين بدليږي، د هيلو غوټۍ به غوړيږي؛ هماغه ؤ چې له غره راښکته شو او نوی ژوند يې پيل کړ. دا بل څه نه وو، يواځې په کايناتو کې تفکر او تصور ؤ، چې هغه يې د عزتمند او سرلوړي ژوند څښتن کړ. نړيوال اسلامي پوهنتون ( اسلام اباد)