
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
اډګر الن پو (Edgar Allen Poe) د ۱۸۰۹ زېږيدي کال د جنورۍ په ۱۹ نېټه د امریکا په بوسټن ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار یې په کوچینوالي کې له لاسه ورکړ او بې وزله ژوند یې پیل کړ، خو سره لدې ستونزو پوهنتون ته په تګ بریالی شو او دپلار د نشتوالي له امله یې پوهنتون هم خوشی کړ او له کوره هم وتښتېده، خه موده وروسته د وسټ پاینټ پوځي پوهنځي ته داخل شو خو هلته یې هم زړه ونه لګېده او له څه مودې درس ویلو وروسته یې هغه هم خوشې کړه. هغه پیاوړی کیسه لیکوال، شاعر، کره کتونکی او ایډېټر وو چې شهرت یې زیات د لندې کیسې په برخه کې دی، حتی هغه د لنډې کیسې پلار ګڼل کېږي او ویل کېږي چې هغه د لنډې کیسې په بشپړتیا کې ستر رول درلودلی. هغه د نوې پولیسې کیسې پلار هم ګڼل کېږي او زیات آثار یې نړیوال شهرت لري.
پو خپل لومړني شعرونه په نیویارک کې په یوه مجله کې چاپول، او د خپل کاکا له لور سره یې واده وکړ او د هغې له مرګ وروسته له سختې نهیلۍ سره مخ شو چې همدې نهیلۍ یې په آثارو هم زیات اغیز وکړ. لومړنۍ لیکنې یې د شعر درې ټولګې وې چې په ۱۸۲۷ او ۱۸۳۱ کلونو کې خپرې شوې. پدې مهال یې لنډې کیسې هم لیکلې او د لنډې کیسې په یوه سیالۍ کې یې جایزه هم خپله کړه. لدې وروسته یې له ورځپاڼو او ادبي مجلو سره همکاري پیل کړه او د خپلو کیسو په بدل کې یې پیسې هم اخیستې. په پیاوړو او زړه راښکونکو کیسو یې نړیوال شهرت خپل کړ. پو (د مورګ په واټ کې وژنه)په څیر پیاوړې کیسې خپرې کړې او په ۱۸۴۰ کال یې ددغه راز داستانونو یوه ټولګه د ګروتسک او اربسک (grotesque and arabesque )په نوم خپره کړه چې د هغه له پیاوړو آثارو ګڼل کېږي په همدې دلیل هم وو چې پو د نوې پولیسې کیسې پلار بولي.
پو سربیره پر دې چې د کیسه لیکنې استاد وو، تکړه کره کتونکی او پوه هم وو، په ۱۸۴۵ کال یې د شعرونو د ټولګو خپرېدو هغه سخت مشهور کړ، دهغه شعرونه له احساسه او پندونو ډک او سندریز دي، او په انګلیسي ادبیاتو کې د پو دغه اهمیت او مقام هم ددې لامل شو چې دهغه آثار د نړۍ ګڼ شمېر ژبو ته وژباړل شي. پو سره لدې چې دومره نوم او شهرت یې درلود او د یو دوه ادبي خپرونو ایډېټر هم وو خو بیا یې هم په بې وزلۍ کې ژوند کاوه او روغتیا به یې هم ښه ونه له بلې خوا د بې بندوبارۍ تر کچې یې روحیه هم نامنظمه وه. په ۱۸۴۷ کال یې مېرمن د سېل ناروغۍ له امله مړه شوه چې دې چارې پرې بې بریده زیات بد اغېز وکړ؛ خو بیایې هم پدې پړاو کې ګڼ شمېر کیسې هم ولیکلې.
پو له خپل ځان په وروستیو ادبیاتو هم د پام وړ اغېز درلود والټ ویتمن، ویلیم فاکنر، هرمان ملویل او ری بردبری په څیر شاعران او لیکوالان او دغه راز په فرانسه کې شارل بودلر چې د هغه آثار یې هم وژباړل ، سکاروایلداو فیودورداستایوسکي یې تر اغېز لاندې راغلل.
هغه د عمر په وروستیو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، تر دې چې په ۱۸۴۹ کال د واټ غاړې په یوه ویاله کې وموندل شو او روغتون ته یوړول شو، څلور ورځې د کوما په حال کې وو او بالاخره یې هم د ۱۸۴۹ زیږېدي کال د اکتوبر په اوولسمه نېټه له نړۍ سترګې پټې کړې.