د تېلو بادشاهان (۶۴ برخه)

نڅا پیل شوه
 
د جیرالډ فورډ د ولسمشرۍ د مالي بحران وروستي پړاوونه د هغه د ټاکنیز کمپاین په منځ منځ کې را بر سیره شول . په سپینه ماڼۍ کې چارواکو خپل ټول پام د دسمبر په ۱۵ نیټې د قطر په پلازمینې دوحې کې د اوپیک د غړو هیوادونو دوزیرانو د را تلونکې ناستې په تر سره کیدو را ټول کړی وو . د بیل سایمون د چانس شیبې را ورسیدې: اوس ددې وخت وو چې سعودیان نور هم امریکې ته نژدې کړل شي او د هغوی په ماغزو سړې اوبه واچول شي . باچا خالد د تېلو د بیو د نه لوړیدو او په خپل حال د ساتل کیدو څخه ملاتړ وکړ او سعودي شاهي چارواکو له لبنان څخه د هغو امریکايي وګړو په خوندي وتلو کې له واشنګټن سره بیسارې مرسته کړې وه چې له بیروت څخه د موټرو په کاروان کې د سوریې د خاورې له لارې ووتل. دغو دواړو مسلو د واشنګټن چارواکي سخت اغیز من کړي وو او د یوه داسې سیا ستوال په توګه ښاغلي خالد ځان را مطرح کړی وو چې د نړۍ پام ور اوښتی وو. سعودي شاهي کورنۍ تیاره وه چې په نړیوال ډګر کې د چارو د بدلون رول ولوبوي . د تېلو بیې ، د وال سټریټ په بازارونو کې مالي  ټیکاو،په اروپا کې سیا سي ټیکاو، په لبنان کې کورنۍ جګړه او د منځني ختیځ د سولې بهیر ټول د امریکا يي او سعودي چارواکو تر منځ د یوې لویې معاملې مهم  عناصر وو چې ګډ حل ته یې اړتیا لیدل کیده . دوی بایدپه دغه برخه کې چټک ګامونه پورته کړي وای .
د ۱۹۷۶ کال د جولای په ۹ نیټې د جمعې د سهار په لس نیمو بجو ، ولسمشر فورډ ، کیسنجر او سکوکرافټ د یوه لوړ پوړي سعودي پلاوي کوربانه وو چې پکې شهزاده عبدالله بن عبدالعزیزالسعود چې د سعودي عربستان دویم مرستیال لومړی وزیروو او د سعودي د ملي ګارډ قومندان شامل وو . پر شیخ عبدالله سر بیره شیخ تووایجیري چې د سعودي د ملي ګارډ مالي او اداري مرستیال قومندان وو او دارنګه په واشنګټن کې د سعودي سفیرعلي علي رضا هم شامل وو . ولسمشر فورډ ته طلايي فرصت په لاس ور غلی وو او له دغه فرصت څخه یې ښه ګټه تر لاسه کړه او سملاسي یې د معاملې په اړه خبره را پورته کړه . فورډ خپلو میلمنو ته وویل « موږ ډیر خوښ یو چې ستاسو دولت د تېلو د بیو په برخه کې په نړیواله کچه ډیر مهم ځای لري .موږ فکر کوو چې د اقتصادي رغیدا د شرایطو په اړه سم کارونه تر سره کړو او په دې  کار کې د دواړو، د تېلو د تولیدونکو او د تېلو د اخیستونکو هیوادونو اوږدمهاله ګټې نغښتې دي. لکه چې زه باوري یم ،تاسو پوهیږئ  چې موږ خپل ټول کوښښ کوو چې په لبنان کې دسیا سي ټیکاو درا منځ ته کیدو په برخه کې ګټور ګام پورته کړو او موږ غواړو هرڅومره ژر چې ممکنه وي  په ټول منځني ختیځ کې دایمي ثبات را منځ ته شي.»
شهزاده عبدالعزیز د ولسمشر فورډ ستاینه پیل کړه:«دا یو ریښتینی واقیعت دی چې تیره ورځ د بهرنیوچارو د وزیر لخوا په ډیر روښانه ډول یاده شوه .خو هغه معما چې موږ پکې یو داده چې داسې  اوازې خپرې شوې چې موږ په پټه یوه معامله تر سره کړیده .لکه چې تاسو خبریاست ، دغه اوازې زموږ د واړو د دښمنانو (کمونستانو) لخواخپرې شویدي.» شیخ عبدالله همداسې خپل کوربه ته په ډیر مودبانه ډول نورې خبرې هم وکړې ، خو د هغه  ګډ شرکت په اړه یې هیڅ ونه ویل چې د سعودي شاهي کورنۍ له امریکایانو سره په ډیر نژدې ډول رامنځ ته کړی او دغه کورنۍ یې له پراخ خطر سره مخامخ کړې وه . فورډ وویل :«موږ لکه ستاسو ملګرو څخه په څیر په ډیرو ځایونو کې سخت شرمیدلي یو،د بیلګې په توګه په پاکستان، ویتنام او انګولا کې . موږ ته د خلکو لخوا داسې ویل کیږي چې تاسو د داسې لارو په لټه کې یاست چې خپل ملګري په سخته ورځ کې خوشې کوئ.دا واقیت دی چې موږ د عربانو لخوا د لګیدونکو تورونو له اړخه سخت شرمیدلي یو . خو داروښانه ده چې د امریکې متحده ایالتونه له خپلو ټولو ملګرو سره بې له دې چې دیته پام وکړي چې حالات څه ډول دي دریږي. خو دا خبرې د کمونستانو لخوا تر سره کیږي . دا زما خبره او نظر دی .»
ولسمشر فورډ شهزاده عبدالله ته ډاډ ور کړ چې « له ټاکنو وروسته به موږ داسې ګامونه پورته او داسې چارې به تر سره کړو چې موږ یې اصول او موخې په ذهن کې  لرو.»
شهزاده عبدالله ورته په ځواب کې وویل:« دا همغه څه دي چې موږ یې تمه لرو.» شهزاده عبدالله خپلو خبرو ته دوام ور کړ او د واټر ګیټ له پیښې وروسته یې د امریکايي چارواکود خفه حالت او د واک د څرنګوالي پر مسلې تبصره وکړه . په ځانګړې توګه له اسراییلو سره د اکټوبر د جګړې او د تېلو د بندیز له کبله د را منځ ته شوي وضیعت په اړه یې خبرې وکړې. «د حکومت واک اعتبار دی ـــ که دغه اعتبار له منځه ولاړ شي ، نو حکومت په خپله له منځه تللی .»
دجولای په ۳۱ نیټې د ولسمشر فورډ ادارې اعلان وکړ چې غواړي د نوي نسل په زرګونو عصري توغندي او بمونه په سعودي عربستان باندې وپلوري. په دغه معامله کې له ځمکې هوا ته ۲۵۰۰ موریک توغندي ، ۱۰۰۰ لایزري بمونه  او ۱۸۰۰TOW توغندي شامل وو . د توغندیو د خرڅلاو دغه معامله  له هغې معاملې جلا وه چې  په لړ کې یې سعودي عربستان ۲۰۰۰ درانده دفاعي توغندي او د هاواک په نوم ۱۶  له ځمکې هوا ته میزاییل ویشتونکې دستګاوې واخیستلې . په تیرو ۲ کلونو کې د امریکې متحدو ایالتونو په سعودي عربستان باندې د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسلې او وسایل وپلورل . دا له ایران وروسته دویمه درجه ډیر اخیستل شوي امریکايي نظامي وسایل وو . امریکايی چارواکو تاکید وکړ چې « د ایران د نظامي ځواکونو د سمبالیدو دوام  د سعودي د هڅونې لامل شوې  او سعودیان غواړي چې په سیمه کې نظامي انډول وساتي او ممکنه ګواښونو ته ځواب ور کړي .