په شرعي بڼه د دنيا ګټل د نيکمرغه ژوند راز دی لقمان حکيم حکمت
لومړې برخه ( ۱ )
تجارت او عبادت :
د نورو مذاهبو په څېر عبادت په اسلام کې د لمونځ او د روژې يا نورو روحاني کيفيتونو او حالتونونوم نه دی ، بلکې عبادت په اسلام کې خورا محيط ترينه کلمه ده چې د انسان د ژوند هر اړخ ته کامل اوعام تام شمول لري ، که مونږ د خپل ژوند ژواک هراړخيزې اړتياوې په داسې څېر بشپړ کړو چې د الله تعالی رضا او خوشحالي پرې وګټو ، دېته عبادت ويل کيږي ، که هغه دوکانداري وي ، که د تجارت بل هر ډول وي ، ولو که خپلو بچو سره لوبې ټکالې ولې نه وي خو چې موخه يې د الله رضا وي دا به عبادت وي .
له همدې کبله که مونږ ګرد تجارتي لېن دېن او د پلورلو او پېرودلو کم او کېف اړوند چارې يې د الله پاک د راستولي دين او مبين شريعت د راښولې اصولو او ضوابطو سره سم تر سره کړو ، نو الله پاک به يې رانه په عبادت قبولي کړي .
پرهيزګاري او د دنيا حقارت او ورڅخه کرکه :
نن مهال چې انسان د دنيا په عشق څومره مبتلا دی او د دنيا د محبت څپاند موجونه يې د نظر په هر لوړ بې سارې بوړبوړکۍ چې د لحظاتو ژوند لري راپورته کړي دي ، خپل مينه ګرکي يې د ځان پسې ړانده او کاڼه کړيدي ، د روا او ناروا هيڅ اسلامي معيارونه نه ييژني ، او که څوک يې پيژني د د نياوي لالچ له امله يې غوبل کړيدي ، تر دې حده يې وروسول چې د ژوند ګرد تريو تريخ شيبو ته يې جوړ کړل ، غونې ترې ځيګ راولاړ شي ، خو ددې ټولو کیفيتونو د جريان سره سره بيا هم د اسلام وړانګين دين دنيا ته لوبې او دوکه ، زر زايله کېدونکی ډول او سينګار ويلي دي .
خو ددې باوجود ټولو قراني اياتونو او نبوي نيکو ارشاداتو د دنيا له فتنې څخه ډارولي يو ، او بار بار او لحظه په لحظه د د نيا د محبت په اښته کېدو څخه يې راته د ځان ژغورنې لا تعداده پندونه او د تېرو قومونو څخه د عبرت اخستنې په رنګارنګ زړه راښکوني فصيحه اسلوبونو باندې مخاطب کړي يو .
يواځې دا نه بلکې قراني سپېڅلو اياتونو او پاکو مقدسو نبوي حديثونو راته دنيا او اخرت پرتله کړی دی ، او د شننې پاي په دې تمامه شوېده چې د اخرت زندګۍ دوامداره ، براقراره ، نه ختمېدونکې او سرمدي ده .
او د دنيا زندګي که هرڅومره درازه شي ، ځان وغځوي پاي او اختتام لري ، هيڅکله نه د چا د بدو کردارونو له مخې وفاء کوي او نه ورپکې هغه تل ژوندی پاتې وي چې د نيکو اخلاقو سمبول او د تر څنګ يې د الله پاک په عبادتونو بوخت وي .
نبي کريم – صلی الله علیه وسلم – کله د د نيا قلت او لږوالي مثال دې سره ورکړې دی چې لکه انسان چې په سمندر کې د خپل لاس يوه ګوته ښکته کړي نو څومره اوبه چې د ګوتې سره راوخيژي همدغومره د دنيا د قلت مثال دی .
خو ولې د زيات حقارت او ډېر نکارت له مخې په بل ځای کې دنيا د مردار حيوان چې هر څوک ترې نفرت او د خوراک څخه يې زړه بدې راپورته کيږي ورله تشبيه ورکړې ده .
له همدې کبله نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – د ژوند په ټولو مراحلو کې خپل د ژوند ملګرو او ځمونږ سپېڅلو پېشوايانو او د لارې مشالونو ته د سم دروست منزل ته د ورتګ چې فناء نه لري د ځان وررسونې ارشادات کړيدي ، حتی چې خپل ځان یې هغوی ته په دنيا کې د هغه مسافر په څېر ورپېژندلی دی چې په لارې کې سيوري ته دمه اخلي خو پوړدارې مانې پرې نه ودانوي نو داسې په دنيا کې د تل پاتې کېدو سوچونو په چروت کې تاسو هم ماڼې مه ودانوئ بلکې اخرت ته هم لږ غور وکړئ .
او په دې کې هم شک نشته چې صحابه کرامو ته متوجه نبوي ارشادات مونږ ته هم متوجه اوامر او لارښوونې دي ، نبوي ارشاداتو مونږ په دې زيور ښايسته کړي يو چې هغه انسان ته مبارک باد دی چې د ايمان په شتوالي کې ورسره د ورځې او شپې د خوراک څه اندازه شتون ولري .
ددغې ټولو خبرو څخه موخه له دنيا څخه داسې کناره کشي نه ده چې دومره ورته شا کړئ چې له ولږې او تندې مو سا ووځي او يا هم دنيا د داسې عبادت کولو په خاطر د خپو لاندې کړئ چې د نبوي ارشاداتو له وړانګو او ځلا څخه په تورتم کې وي او هغه داسې چې د حلال رزق ګتل او ورپسې زيار او کوښښ ويستل دعبادت په څېر نه بلکې خپله عبادت دی ، او الله پاک ورباندې انسان ته اجرونه او ثوابونه او نورې رنګارنګ نېکې بدلې ورکوي .
وروستي