يو څو کيسه ګۍ/ ۱۵

 
غیرت:
 
په ولچکو تړلي لاسونه یې پورته کړل له لنډ اسویلي سره یې وویل: قاضي صاحب هغه ښه پوهیده چې زما د غیرت په ازمویلو له خپل ژوند سره لوبې کوي او دا لوبه یې وکړه... 
 
نهیلي:
پلار ته يې په نازکو ګوتو اوږد لیک ولیکه، خو په پای کې یې ور ولیکل: کاش چې له هغې دنیا یې هم ځواب را استول کیدای شوای...
نهیلي:
ویل يې ښه شو له دا یوه غمه خو خلاص شوم، خو له لږ سوچ وروسته یې بیا سوړ اسویلی وکړ...
شهید:
چې کابل ته به راته سپین کالي به یې اغوستل، تک سپین لکه کفن...
غم:
په تیر عمر کې ځوان مالومیده، خلکو به ورته ویل تا هیڅ شی له پښو نشي غورځولای، خو د ځوان زوی غم له پښو وغورځاوه...