
نوښت او خلافیت د ژوند د بلې هرې برخې په څېر په سوداګرۍ او کاروبار کې هم ضروري دي، خو د نورو له تجربو ګټه پورته کول هم ډېره ګټه کولی شي. لکه څنګه چې هېوادونه د پرمختګ په برخه کې د نورو له تجربو ګټه پورته کولی شي، دغه ډول افراد د سوداګرۍ په برخه کې د نورو تجربې پر خپله ګټه کارولی شي.
جاپانی « موساټوشي اېټو» د فرچون فروشۍ او حلقوي پلرونځیو په برخه کې د لوېدیځو هېوادو له تجربې د ګټې اخیستو په برکت میلیاردر شو. نوموړی په ۱۹۲۴ کال په جاپان کې زېږېدلی دی. د اېټو تره د جامو د پلور یو حلقوي پلورنځی درلود. سره له دې چې د دغه حلقوي پلورنځي څو څانګې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ویجاړې شوې، خو بېرته ورغول شوې. په شپېتمه لسیزه کې چې د جاپان اقتصادي وده بېرته ګړندۍ شوه، د اېټو کاکا د هغه والدینو ته له خپل حلقوي پلورنځي څخه یوه څانګه ورکړه. اېټو په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کې د جامو لومړنۍ هټۍ پرانیستله.
تر دری کاله کار وروسته نوموړي د خپل کار د پراختیا لپاره د نورو له تجربو د ګټې اخیستنې هڅې پیل کړې. د همدې هڅو په لړ کې یې امریکا او اروپا ته سفرونه وکړل. د دغو سفرونو پر مهال یې د امریکا او اروپا د حلقوي پلرونځیو د مېتودونو په اړه معلومات راټول کړل. دغو معلوماتو دی باوري کړ چې په جاپان کې هم د ورته حلقوي پلرونځیو جوړول د پیسو پیدا کولو غوره سرچینه کېدای شي.
هېواد ته له راګرځېدو سره سم یې په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د اېټو یوګاډو په نوم د خپلې هټۍ دویمه څانګه پرانیستله. په دوو کلونو کې یوه بله او په پنځو کلونو کې یې دوې نورې څانګې هم پرانیستلې.
اېټو د خپلو هڅو پر مټ له یوې هټۍ پیل کړی، کار اوس د حلقوي پلرونځیو او کمپنیو یوه ستر ګروپ ته رسولی چې په جاپان کې د پروچون پلور تر ټولو ستر حلقي پلورنځی بلل کېږي.
نوموړی اوس هم د سېون اېنډ ای په نوم د ګروپ افتخاري مشر دی. د دغه ګروپ د کلني پلور کچه ۳۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي او ۱۲۵ زره کسان ورسره کار کوي.
دغه ګروپ په جاپان کې ۱۰ زره پلورنځي، په شمالي امریکا کې پنځه زره پلورنځي او پر دې سربېره ۱۰۰۰ ځانګړې هټۍ، هوټلونه، سوپر سټورونه او سوپر مارکېټونه لري.
د حلقوي پلورنځیو دغه ګروپ د جاپان له لومړي وزیر شنیزو ابې سره د یوې هوکړې له مخې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د ګروپ ۳۰ سلنه مدیرانې ښځې وي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې موساټوشي اېټو د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۱۳ مې نېټې څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه درلوده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ او په جاپان کې ۹ ام ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.