جان ډوئر؛  رېسک منونکی پانګوال

 
په سوداګرۍ او کاروبار کې د بریالیتوب یو مهم اصل په منطقي ډول د رېسک یا ګواښ منل دي. د ګواښ منلو معنا دا نه ده چې سړی دې پر لوی لاس ځان له ماتې سره مخ کړي، بلکې د احتمالي ګواښ داسې منل دي، چې د نه پېښدو شونتیا یې ډېره وي. اکثره خلک سره له دې چې د یوه کاروبار د پیل لپاره مالي امکانات لري، خو د ماتې له وېرې فرصتونه له لاس ورکوي. د دوی ستونزه دا ده چې د ګواښ کچه نه شي تشخیص او تحلیلولی له همدې کبله یې پانګه راکده پاتې کېږي او د زیاتېدو پر ځای ورځ تر بلې خپل ځان خوري.
امریکایی « جان ډوئر» د ګواښ منونکو میلیاردرانو له ډلې دی. نوموړی د ۱۹۵۱ زېږدیز کال د جون پر ۲۹ نېټه په میسوري ایالت کې زېږېدلی دی. ده د چمانېډ پراپرټي په نوم ښوونځی لوستی. ډوئر د ساینس په برخه کې لېسانس او د برېښنا د انجنیرۍ په برخه کې ماسټري د رایس په نوم له یوه پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. په ۱۹۷۶ کال کې یې له هارورډ پوهنتون څخه اې بي اېم ترلاسه کړې ده.
د نوموړي لومړنۍ دنده له اېنټل کمپنۍ سره وه. ده د دې کمپنۍ په بېلابېلو برخو لکه مارکېټېنګ، پلور او عملیاتي برخه کې کار کړی دی.
په ۱۹۸۰ زېږدیز کال د « Kleiner Perkins Caufield & Byers» په نوم له کمپنۍ سره یو ځای شو. له هماغه وخت تر اوسه نوموړي د تکنالوژۍ د ډېرو مشهورو کمپنیو لکه کمپک، نېټسکېپ، سایمانتیک، سن مایکرو سیستم، درګ سټور ډاټ کام، امازون، انټیوټ، ماکرو میډیا او ګوګل کې د ګواښ لرونکو پانګونو برخې رهبري کړې دي.
نوموړی د ګواښ منونکي پانګوال یا « venture capitalist» په نوم یادېږي. وینچر کپیټالیست هغه پانګوال ته ویل کېږي چې نویو کاروبارونو او کوچنیو کمپنیو ته چې د پور ورکولو رسمي بنسټونو ته لاس رسی نه لري، مالي امکانات برابروي. د دغه ډول مالي ملاتړ د ګواښ کچه لوړه وي، خو که کمپنۍ بریالۍ شي ګټه یې هم همدومره ډېره وي.
نوموړی د ۲۰۰۹ زېږدیز کال په فبرورۍ کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغه مشورتي بورډ غړی وټاکه چې د اقتصادي بیا سمونې لپاره د ولسمشر له لوري جوړ شوی و.
فوربس مجله وايي چې د جان ډوئر پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۱۲ نېټې پورې دری اعشاریه څلور میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په متحده ایالتو کې ۱۷۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او کلفورنیا ایالت په ووډ سایډ سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.