
په ډېره پخوا زمانه کې یوه یتیم هلک له خپلې مور سره یوازې ژوند کاوه ، هغوی ډېر کلونه د ورځې او شپې ډوډۍ په ډېرې سختۍ پیدا کوله ، تر دې چې یوه ورځ موریې د خپل خاوند اره او تېشه ، چې ترکاڼ و خرڅ کړل او وې ویل : زویه ! ته اوس لوی شوی یې . دا پیسې واخله او کار پرې وکړه . یتیم هلک پیسې واخیستې او له کوره بهر شو ، په بازار کې یې یو سړی ولید ، چې یوه پیشو یې خرڅوله ؛ یتیم هلک په هغو پیسو کومې چې مور یې ورکړې وې، پیشو واخیسته او له ځان سره یې کورته وېوړه . موریې د پیشو په لیدو ډېره خواشینې شوه او وې ویل : موږ د ځان له پاره ډوډۍ نه لرو ، نو دا پیشو به څنګه مړه کړو ؟
څو ورځې تېرې شوې ، بیا هم مور یې د خپل خاوند پڼې او بوټان خرڅ او پیسې یې خپل زوی ته ورکړې او ورته وې ویل : زویه ! دا پیسې واخله او یو ښه شی واخله . یتیم هلک بیا هم پیسې واخیستې او بازار ته لاړه ، په بازار کې یې یو کس ولید ، چې یو سپی یې د خرڅلاو له پاره راوستی دی ، په هغو پیسو کومې چې مور یې ورکړې وې ، سپی واخیسته او له ځان سره یې کورته بوته ، بیا هم مور یې د سپي په لیدو ډېره خواشینې شوه او وې ویل : زویه ! پیشو کافي نه وه ، چې سپی دې هم راوست ؟
څو ورځې نورې هم تېرې شوې ، دا ځل مور یې یو زوړ ټغر چې وروستۍ پانګه یې وه وپلوره او وې ویل : زویه ! دا زموږ وروستۍ پیسې دي . د پلورلو له پاره نور څه نه لرو. دا ځل یو ښه شی واخله . یتیم هلک پیسې واخیستې او له کوره بهر شو . دا ځل یې په بازار کې په یوه سړي سترګې ولګېدې ، چې ښکلی او تاج لرونکی مار خرڅوي . یتیم هلک پیسې ورکړې ، مار یې واخیست او له ځان سره یې کورته وېوړ . مور یې د مار په لېدو ډېره ووېرېده او وې ویل : زویه ! پیشو دې د دې له پاره راوړه ، چې موږکان یې نیول . سپی هم د کور ساتنه کوي ، مګر دا مار دې د څه له پاره راوړی دی ؟ ژر دښتې ته لاړ شه او هغه د دوه تیږو ترمنځ ووژنه .
یتیم هلک مار دښتې ته وېوړ . مار وویل : ای ځوانه ! ما مه وژنه ، زه د مارانو د پاچاه زوی یم پلار مې لعل و جواهر ډېر لري او تر ټولو غوره یې د شپې څراغ لعل دی ، چې ډېر قېمتی او ارزښتمن دی او پلار مې تر ټولو خزانو له هغه سره ډېره مینه لري او هغه تل په خپله خوله کې ساتي . ته له پلار څخه مې دا غمی وغواړه ، که چېرې دا غمی د هر چا په لاس کې وي ، نو ټولې هیلې ، غوښتنې او آرزوګانې یې د سترګو په رپ کې پوره کېږي.
یتیم هلک د مارانو د پاچاه زوی د مارانو د پاچاه دربارته وروړ . د مارانو پاچاه د خپل زوی په لیدو ډېر خوشاله شو او یتیم هلک ته یې وویل : د دې نېکۍ په بدل کې هرڅه چې وغواړې در به یې کړم ؛ یتیم هلک وویل : د دې کار په بدل کې ، چې ترسره کړی مې دی له تاسو څخه هېڅ شی نه غواړم . د مارانو پاچاه وویل : که چېرې زه ستا غوښتنه پوره کړم، نو خوشاله کېږم ، له مانه یو څه وغواړه ، یتیم هلک وویل : زه هغه غمی غواړم ، کوم چې ستا په خوله کې دی . د مارانو پاچاه وویل : دا غوښتنه دې نه شم پوره کولای . بله غوښتنه وکړه . یتیم هلک وویل : بله غوښتنه نه لرم او له دروازې بهر شو . د مارانو د پاچاه زوی خپل پلار ته وویل : هغه زما ژوند وژغوره او تا یو غمی ور نه کړ ، نو زه ځم او دې ځای ته بېرته نه راګرځم . د مارانو پاچاه ولیدل ، چې زوی یې له لاس وځي، نو وې ویل : زویه ! زه غمی هغه چاته ورکوم ، کوم چې ستا ژوند یې ژغورلی دی ، غمی یې یتیم هلک ته ورکړ . یتیم هلک کورته لاړه ، ګوري چې مور یې ډېره وږې ده . یتیم هلک خپلې سترګې پټې کړې او وې ویل : ای غمیه ! موږ ډوډۍ ، جامې او کور غواړو . کله چې خپلې سترګې یې پرانیستې ، نو هر څه چمتو وو ، هغه او موریې نوې جامې پرتن درلودې او زوړ کور یې په نوي او ښکلي کور بدل شوی وو او په چوتره باندې یې ښایسته او ډول ډول خواړي ایښي وو .
هغوی آرامه او هوسا ژوند کاوه . د هغه ښار پاچاه ډېره ښکلې لور لرله ، چې یتیم هلک له هغې سره بې کچې مینه درلوده . خپلې مور ته یې وویل : د پاچاه لورته په مرکه ورشه او هغه زما له پاره وغواړه . مور یې وویل : زویه ! ته د یوه ترکاڼ زوی یې ، پاچاه به خپله لور تاته در نه کړي . یتیم هلک وویل : پاچاه ته ووایه هر څه چې غواړې زه به یې درته چمتو کړم .
مور یې د پاچاه د لور غوښتلو له پاره د هغه کور ته په مرکه ورغله او پاچاه ته یې وویل: لور دې زما زوی ته راکړه ، هر څه چې وغواړې زوی مې یې درته چمتو کوي . پاچاه له ځان سره وویل : کېدای شي دا بوډۍ ښځه لېونۍ شوې وي ، د دې له پاره چې هغه خفه نه شي ورته وې ویل : که چېرې زوی دې زما د ماڼۍ په وړاندې یوه ماڼۍ جوړه کړه ، چې خښتې یې د طلاو څخه وي ، نو هغه وخت خپله لور ورکوم . د ترکاڼ ښځې د پاچاه پیغام خپل زوی ته را ورساوه . هماغه شپه یتیم هلک د شپې لعل څراغ ته وویل : زه غواړم ، چې د پاچاه د ماڼۍ په وړاندې یوه ماڼۍ ولرم ، چې خښتې یې د طلاو وي .
په سبایې کله چې روښنایي را خپره شوه ، نو د هغه ښار خلکو ولیدل ، چې د پاچاه د ماڼۍ په وړاندې د طلاو له خښتو څخه یوه ډېره ستره او ښکلې ماڼۍ جوړه شوې ده . پاچاه د دې بېساري شتمنۍ په وړاندې تسلیم شو او خپله لور یې یتیم هلک ته ورکړه . یتیم هلک له خپلې ښایسته مېرمنې او بوډۍ مور سره په طلایي ماڼۍ کې خوشاله او سوکاله ژوند کاوه او تر دې دمه یې سپی او پیشو هم ساتل . یتیم هلک له ښکار سره ډېره مینه لرله او هره ورځ به په خپل چټک آس سپرېده او د ښکار له پاره به دښتو او صحراو ته ، ته . په هغه ښار کې یوې بوډۍ ښځې ژوند کاوه ، چې ډېره بده او حسد ناکه وه . بوډۍ ښځې په صحرا کې د یتیم هلک د لارې پر سر یو نوی قبر جوړ او ورباندې کېناسته . کله چې یتیم هلک له ښکاره بېرته را وګرځېده ، ګوري چې بوډۍ ښځه د یوه نوي قبر پر سر ناسته ده او له ډېرې غوسې او غم څخه ، د خپل سر وېښتان شکوي او په چیغو وایي : یوازینۍ ځوان زوی مې خاورو ته تللی دی ، نور هیڅوک نه لرم ، څه خاورې پر سرکړم .
یتیم هلک ، چې زړه خوږی او مهربان وو ، وویل : مور جانې مه ژاړه ، را ځه زما په کورکې خوشاله او آرامه ژوند وکړه . بوډۍ ښځې خپلې درواغجنې اوښکې پاکې کړې او د یتیم هلک کور ته لاړه . څو ورځې همداسې تېرې شوې . یوه ورځ یتیم هلک ښکار ته تللی وو ، بوډۍ ښځې د پاچاه لورته وویل : خاوند دې دا شته له کومه کړل ؟
د پاچاه لور وویل : خاوند مې یو غمی لري ، هر څه چې ترې وغواړي ، نو ورته چمتو کوي یې . بوډۍ ښځې وویل : ته له خاوند څخه دې هغه غمی وغواړه ، که چېرې خاوند دې له تاسره مینه لري ، نو غمی به درکړي ؛ که چېرې در یې نه کړ ، نو له تاسره مینه نه لري . کله چې یتیم هلک کور ته راغی د پاچاه لور ورته وویل : که چېرې له ماسره مینه لرې ، نو غمی راکړه . یتیم هلک وویل : زه تاسره د نړۍ تر ټولو غمیو زیاته مینه لرم . غمی درکووم ، مګر سم به یې ساتې .
غمی یې خپلې مېرمنې ته ورکړ . یوه شپه ، چې ټول ویده وو ، نو بوډۍ ښځې د پاچاه د لور کلۍ واخیسته او غمی یې د هغې د ګاڼو له بکس څخه غلا کړ او غمي ته یې وویل : زه غواړم ، چې طلایي ماڼۍ نوره په دنیا کې نه وي ، د ترکاڼ مېرمن او د پاچاه لور یوه لرې ښار ته لاړ شي . کله چې یتیم هلک له خوبه را ویښ شو ، ګوري چې ، مور ، مېرمن او طلایي ماڼۍ یې ورک شوي دي ، یوازې سپی او پیشو ور پاتې دي . یتم هلک ډېر خواشینی شو او له خپل سپي او پیشو سره یې په دښتو او صحراو کې مزل پیل کړ . هغوی شپه و ورځ ستړي او په لوږه مزل وکړ ، له ډېرو ښارونو او آبادیو څخه تېر شول ، تر دې چې یتیم هلک د ډېرې لوږې او کمزورۍ له امله ، له حرکته پاتې شو ، مګر سپي او پیشو خپل لټون ته دوام ورکړ . هغوی همداسې روان ول ، یو ځای ته ورسېدل ، ګوري چې د موږکانو د پاچاه د زوی واده دی . پیشو ټوب کړ او د موږکانو د پاچاه زوی یې ونیوه او ورته وې ویل : که چېرې ستا کسان زموږ د شپې لعل څراغ پیدا نه کړي ، تا به خوشې نه کړم .
زرګونه موږکانو د ښار په ټولو کورونو وګرځېدل ، تر دې چې یوه موږک د بوډۍ ښځې کور پیدا کړ ، کومې چې غمی یې غلا کړی وو ، بوډۍ ښځه ویده وه او د شپې لعل څراغ یې په خوله کې نیولی او د غمي رڼاوې د بوډۍ ښځې له خولې خپرېدې . موږک خپله لکۍ په نسوارو ککړه او هغه یې د بوډۍ ښځې په پوزه کې ور دننه کړه . بوډۍ ښځه وپرنجېده او غمی یې له خولې بهر والوت . موږ ک ټوپ کړ ، غمی یې را واخیست او د دېوال له سوري څخه ورک شو . بوډۍ ښځه له خوبه را ویښه شوه ، مګر هېڅ یې هم نه شو کولای. موږک غمی پیشو ته راوړ او پیشو د موږکانو د پاچاه زوی خوشې کړ او هغوی د خپل واده مراسم پر ځای کړل . سپي او پیشو غمی را واخیست ، تر څو یې یتیم هلک ته ور وړي . په لاره کې له یوه لوی سیند سره مخامخ شول . پیشو چې غمی یې په خوله کې وو په خپلو اوږو کېنوله او په لامبو سیند ته ور ګډ شول ، د سیند په منځ کې یوه کب خپل سر را پورته کړ ، پیشو غوښتل ، چې کب ونیسي ، مګر غمی یې له خولې څخه سیند ته وغورځېده . سپی ډېر خواشینی شو او پیشو یې ګرمه وبلله . هغوی ورځې او اونۍ د سیند په غاړه انتظار کاوه او د کب نیونکو ننداره یې کوله . یوه ورځ پیشو ولیدل ، چې یوه کب نیونکي ، یو کب په ځمکه غورځولی ، چې پوستکی یې د څراغ په څېر رڼا خپروي . پیشو پوه شوه ، چې همدې کب د شپې لعل څراغ خوړلی دی ، په یوه ټوپ یې هغه کب ونیوه او له خېټې څخه یې غمی را بهر کړ .
دا ځل سپي غمی په خوله کې ونیوه او د باد په څېر یې ځان یتیم هلک ته ، چې د ستړیا او لوږې له امله د مرګ په حال کې وو ، ورساوه . یتیم هلک د هغوی په لیدو ډېر خوشاله شو. د خپل وفادار سپي او پیشو په سر یې د مهربانۍ لاس راکش کړ او هغوی یې ونازول . غمی یې واخیسته او غمي ته وویل : زه خپله مور ، مېرمن ، طلایي ماڼۍ او بوډۍ ښځه بېرته غواړم . د سترګو په رپ سره یې په طلایي ماڼۍ کې له خپلې مور او مېرمنې سره لیده کاته وشول . هغوی له ډېرې خوشالۍ یو د بل سرونه مچي کړل او له ډېرې خوښۍ یې اوښکې تویې کړې . ښځې او مور یې په پردي ښار کې د خپلو سټریاو او ستونزو کیسه وکړه،وروسته له دې یې له هغې بوډۍ ښځې څخه پوښتنه وکړه : آس غواړې که قمچینه ؟ بوډۍ ښځې وویل : په قمچینه څه وکړم ، آس غواړم . یتیم هلک د بوډۍ ښځې وېښتان په آس پورې وتړل او آس یې په لرې غرونو کې خوشې کړ او په دې ترتیب د بوډۍ ښځې له شره خلاص شول او له خپل وفادار سپي او پیشو سره یې د عمر تر پایه هوسا او آرامه ژوند وکړ .