
چاپیریال د انسانو د ژوند پر هره برخه اغېز کوي. پوهان وايي هغه کسان چې له مخکښو او بریالیو کسانو سره ناسته پاسته لري تر هغو چې له ناکامو او منفي خلکو سره ناسته پاسته لري په ځلونو ډېر د بریالیتوب فرصت لري. د ارواپوهانو په باور د ډېری خلکو د نه شتمنېدو لامل دا دی چې دوی له شتمنو خلکو سره اړیکې نه لري.
امریکایی مارک بینویف هغه کس دی چې له شتمنو او بریالیو کسانو سره له کاره په الهام اخیستو میلیاردر شوی دی. نوموړی د ۱۹۶۴ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۵ نېټه د متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت د سان فرانسېسکو سیمې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. ده لومړی زده کړې د بورلېنګم په نوم ښوونځي کې کړې او وروسته یې د سویلي کلفورنیا له پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې لسانس ترلاسه کړی دی.
نوموړی لا تنکی ځوان و چې د سافټ وییرونو لیکل یې پیل کړل او خپل لومړنی کمپیوټري ګېم یې په ۷۵ ډالره وپلوره. لا د پنځلسو کلونو و چې د لایبرټي سافټ وییر په نوم کمپنۍ یې جوړه کړه. ده به د همدې کمپنۍ له لارې خپلې کمپیوټري لوبې پلورلې. د همدې کمپنۍ له لارې یې له اپل کمپنۍ سره دنده واخیسته.
نوموړي په دې کمپنۍ کې د کار پر مهال د مکنټاژ کمپیوټرونو لپاره پروګرامونه لیکل. له پوهنتون تر فراغت وروسته ده غوښتل چې د سافټ وییرونو لیکلو ته دوام ورکړي، خو استادانو یې مشوره ورکړه چې د مشتریانو د خدماتو او بازارموندنې په برخه کې ځان ته کار پیدا کړي. د همدې مشورې پر بنسټ یې له اورکل کارپورېشن سره د مشتریانو د خدماتو په برخه کې کار پیل کړ.
ده له همدې کمپنۍ سره د مشتریانو د خدماتو په برخه کې پر بېلابېلو پوسټونو۱۳ کاله کار وکړ. د ۲۵ کلونو و چې د اورکل کارپورېشن د مرستیالۍ لپاره ونومول شو او دی د کمپنۍ په تاریخ کې د مرستیالۍ لپاره تر ټولو کشر نوماند وبلل شو.
ده به ۱۹۹۹ کال کې د سېلزفورس په نوم د محاسباتو یوه کمپنۍ جوړه کړه چې له برکت یې نن میلیاردر دی. دی وايي ایډیال شخص یې د اپل بنسټګر سټیو جابز دی. نوموړي د تکنالوژۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل:« که سټیو جابز نه وی، نن به سېلز فورس نه وه.»
مارک بینویف په خیریه چارو کې هم خلاص لاس لري. ده او مېرمنې یې د ماشومانو لپاره د یوه روغتون د جوړول په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه راز یې څلور میلیونه ډالره له بې کوره خلکو سره مرسته کړې او د دې ترڅنګ یې د ۲۰ کمپنیو داسې یوه ټولګه رامنځته کړې چې له لارې یې د سان فرانسېسکو د بای په سیمه کې له لوږې سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ټول کړي دي.
فوربس مجله د مارک د پانګې کچه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر ۱۱ نېټې دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۷۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په سان فرانسېسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.