د تېلو بادشاهان (۶۳ برخه)

د شاه ډیرنژدې او پټ تېلیفون
د جون په ۲۶ نیټه د شنبې په ورځ ، محمد رضا شاه د هندوستان د ولسمشر کوربه وو. پردغه مهال د هغه د زړه د ناروغۍ وضیعت ډیر کړکیچن وو. شاه لارښوونه وکړه چې ټول موټرونه دې د هوايي ډګر په لورپه غزیدلو سړکونو باندې بند یا کم شي ، ځکه چې لاره لنډه ، ده او دده دمیلمه روغتیا ته زیان ونه رسیږي . خو په دغه میاشت کې د شاه خپله روغتیا ډیره خوندوره نه وه .د جون په میا شت کې هغه د خیټې له درد ، د پوټکي له بخار  او سر له خوږیدا څخه شکایت کاوو.
خو د شاه دا تصمیم چې په وروستۍ شیبه کې یې له هوايي ډګر څخه د راتلو لارې ته بدلون ور کړ ، ددې لامل شوه چې د ده او د هندوستان د ولسمشر ژوند وژغورل شي. کله چې د ایران کوربه مشر په هوايي ډګر کې د خپل هندي میلمه پلاوي په تمه وو چې له الوتکې را کوز شي په دې وخت کې اسدالله علم  ته خبر ور ورسید چې یوې ښځینه ترهګرې  په هغه لاره کې کمین نیولی چې د باچا ماڼۍ ته ور غزیدلې ده . هغه ته وویل شو چې هغې خپل چانس له لاسه ورکړ او خپل لاسي بمب یې د ۲ پولیسانو پر لور ور وغورځاوو او هغوی پرې ډزې وکړې او ترهګره یې ووژله. په را تلونکې ورځ ښاغلي علم شاه ته سپارښتنه وکړه چې «هغه دود پای ته ورسوي چې د کوم بهرني میلمه د را تلوپرمهال د موټرونو کاروان یې په ښار کې تاو را تاو شي . دا ډیر خطرناک کار دی  او وړاندیز یې وکړ چې په راتلونکي کې دې له هوايي ډګر څخه نیغ په نیغه میلمه ستاسو ماڼۍ ته را شي . او یا دې بیخې په چورلکه کې دغه کار تر سره شي چې د ښار په واټونو کې د ښه راغلاست له ټولو مراسمو خلک بیغمه او خطر له منځه ولاړ شي . » خو د شاه لپاره د پلان بدلون د هغه د روحیې د ماتیدو او د هغه دربار ته د سپکاوي په مانا وه . شاه ځواب ور کړ چې « دغه ورځ کیدی شي په یوه مصیبت سره پای ته ورسیږي، او یا یوه عادي ورځ وي او هیڅ ډول انګیزه پکې نه وي موجوده . دا هم کیدی شي چې الله پاک وغواړي په یوه مصیبت کې ما وژغوري . بنا په دې کې هیڅ شک نشته چې زه خپله ټوله هڅه کوم چې د ایران د خلکو لپاره د خدمت ماموریت تر سره کړم.»
تهران په ایشیدا راغلی وو . د جون د میاشتې د ۲۹ په سهار وختي د ایران امنیتي ځواکونو د تهران د مهر اباد د هوايي ډګر په خواکې د یوې ودانۍ زیرزمینۍ ته په پټه دننه شول .له میاشتو میاشتو څارنې او پلټنې وروسته دوی وموندله چې د ودانۍ په دننه کې حمید اشرف پټ وو چې ایران یې د موندلو په لټه کې وو. هغه د ډیرو ځوانو ایرانیانو لپاره یو محبوب سمبولیک شخصیت وو چې په دغه زیرزمینۍ کې پټ وو . اشرف د هغې ډلې تر ټولو ډیر عمر لرونکی ژوندی پاته غړی وو چې په ۱۹۷۱ کال کې یې په سیقل سیمه کې د ژاندارم ځواکونو په اډې نظامي برید وکړ.ښاغلي اشرف له کلونو کلونو را هیسې د شاه غندنه کوله او د شاه د نظام د سبوتاژ کولو په لټه بلل کیده .
 د یوه کار پوه په خبره چې د ایران امنیتي ځواکونو۷ ځله د هغه د ګاونډیانو سیمه محاصره کړه چې ډاډه کړي ددوی ښکار له دوی څخه ژوندی بهر نشي. د ډزو تبادله پیل شوه ، او کمانډو سر تیرو هڅه کوله چې هغه ښځه ، میړه او ددوی ماشومان په خوندي ډول له دغې ودانۍ څخه بهر کړي چې په دغه ودانۍ کې را ګیر شوي وو. اشرف د مقاومت کونکو د ۹ لوړ پوړو مشرانو له ډلې وو . دوی په یوه بیړنۍ غونډه کې را غونډ شول اونا ببره هک پک شول. د ډزو په پایله کې بلاخره په چورلکه کې ناستونښه ویشتونکو ولیدل چې یو څوک د ودانۍ چت ته ختلو او هڅه یې کوله چې وتښتي . د اشرف او د هغه د ۹ ساتونکو وژنه د واکمن رژیم لپاره له غوغا ډک مثبت پروپاګند لامل شوه او د شاه حکومت لپاره ستر بری وبلل شو.
 
 د دوه سوه کلنۍ جشن حیرانونکې پیښې
 د جولای په ۲ نیټه ،د فورډ سپینې ماڼۍ ته یو ټکان ور کونکی خبر ور ورسید. دغه رپوټ د بیکاره  امریکایانو د شمیرد زیاتیدو له اړخه وو. یوه میاشت دمخه د ولسمشر د اقتصادي شورا د سلاکارانو مشر ګرینسپن کانګریس ته ورغی او په ډیر باور سره یې اټکل وکړچې« د امریکا اقتصاد په ښه لوري پرمخ روان دی او اقتصادي رغیدنه به بیکاري کمه کړي. البته د تېلو ټکانونه ددغې خطرناکې بیکارۍ د زیاتیدو تر شا لاس لري .هغه پیشبینې کړه وه چې د کار روزګار وضیعت به ښه شي او د بیکارۍ کچه به تر ۷ په سلو کې را کښته شي. د انفلاسیون کچه به هم را ټیټه اوپه کلني ډول به د ۵ تر ۶ په سلو کې تر منځ وي  او د نا خالصو ملي تولیداتو کلنی رشد به په حقیقي ډول شاوخوا ۷ په سلوکې وي. »هغه وویل د ولسمشر فورډ اداره اړتیا نه لري چې مالي مشوقات او محرکات د اقتصادي ودې لپاره را منځ ته کړي . امریکا د بحران خنډونه له منځه یو وړل او هرڅه په مثبت لوري روان دي . خو دارنګه ګرینسپن د کانګرس غړو ته دا هم په احتیاط سره بیان کړل چې د حکومت د لګښتونو زیاتوالی کیدی شي د انفلاسیون کچه لوړه کړي .
لس ورځې وروسته سپینې ماڼۍ داسې ارقام یا شمیرې خپرې کړې چې په ۱۴ میاشتو کې یې د خلکو لخوا د په کوچنیو لګښتونو کې پام وړ کموالی ښوده .د خزانې په وزارت کې یوه اقتصاد پوه وویل:«د اقتصادي فعالیتونوپه برخه کې د تنوع شته والی د رشد پرمهال غیرمعمول یا عادي خبره نه ده . مشتریان هره میاشت ددې جوګه نه وي یا نه غواړي چې پریمانه لګښتونه وکړي .»
لا هم نا وړه خبرونه سپینې ماڼۍ او کانګریس ته را رسیدل. دا ځل د جون د میاشتې د بیکارۍ د رپوټ په بڼه کې وو. ددې پرځای چې د بیکارۍ شمیرې را کمې شي د بیکارۍ کچه له ۷ اشاریه۳ په سلو څخه ۷ اشاریه۵ په سلو ته لوړه شوې وه .د فدرالي خزانې مشر ارتر برنز وویل:«موقتي ځنډ او خنډ د رشد په دغه دوره کې په دغه ډول غیر معمول خبره وه .» ښاغلي ارتر هڅه کوله چې امریکایانو ته دا ډاډ ور کړي چې دوی بیا د اقتصادي بحران زمانې پرلور نه دي روان. پور ور کول به لاهم په سخت حالت کې پاته وي ، ځکه هغه او ګرینسپن غوښتل چې :« د سوداګرو او پانکوالو ټولنو ته ډاډ ور کړي چې دوی پلان لري او غواړي دیوه مهال لپاره داسې پولي سیا ست غوره کړي چې له کبله به یې اقتصاد نورهم وده وکړي ، بیکاري به را کمه شي او ان د انفلاسیون د فشار د کمیدو لامل به شي چې له کبله به یې اقتصاد ښه رشد وکړي.» خو هغه خطر چې له ولسمشر فورډ سره وو ، داوو چې له جیمي کارتر سره د هغه د انتخاباتي سیالیو په منځ منځ کې اقتصاد د دوهم ځلې ژور بحران په غاړه کښته او پورته کیږي .
د امریکا د ۲۰۰ مې کلیزې د جشن اوړی  په سپینې ماڼۍ کې د دولتي مجللې میلمستیا په تر سره کیدو سره ولمانځل شو، چې د برتانیې ملکې دویمې الیزابت هم پکې برخه درلوده او د پاپ سندرغاړو په سندرو سره ورته ښکلار ور کړل شوې وه. په سپینې ماڼۍ کې سندرغاړو کپټین او تینیلي وربیلینګ د (موږکي مینې) د سندرو په ویلو سره شور او زوږ جوړ کړی وو. انتقاد کونکو دغه سندرې د برتانیې د ملکې لپاره ښه ساعتیري ونه بلله. خولومړۍ میرمنې بیټي فورډ وویل چې« هغې (ملکې) په بشپړه توګه له دغو سندرو خوند واخیست».
لا تر اوسه هم امریکا د ویتنام د جګړې د تیارو اغیز څخه په بشپړه توګه نه وه راوتې .د جولای په ۴ نیټه د نیویارک په ښار کې ۲۲۵ لویې بیړۍ د هوډسون په سیند کې  درول شوې وې چې ولسمشر فورډ ته د احترام مراتب وړاندې کړي او هغه ورته وینا وکړي. کیسنجر په غوصه وو چې ډیپلوماتیکه تیروتنه تر سره شوې .« په پنتاګون هیڅ باورنه کیږي او د سمندري ځواکونو مشر ژوندی ګونګی دی ،ځکه چې هغه خپلو مامورینو ته هیڅ نه وو ویلي. د امریکا د ازادۍ د ۲۰۰ کلنۍ د جشن پرمهال د بیړیو د بیا ارزونې یا کتنې له مخه داسې تصمیم ونیول شو چې دویتنام په جګړه کې دغو بیړیو ډیرې چورلکې له لاسه ور کړې نو باید په دغه جشني ننداره کې دې بهرني میلمانه ګډون نه کوي او پایله دا شوه چې د بهرنیو هیوادونو سفیران د امریکا د جشن د لمانځنې لپاره په بیړیو کې په چکر یو نه وړل شواو د جشن لپاره دپټاکۍ چاودنې له هغه بس څخه تر سره شوې چې د ترافیکو په ګڼه ګوڼه کې ایسار پاته وو.» دغه بهرني میلمانه له دغه ډول چلند څخه نا خوښه وو. په تهران کې یو امریکايي ښوونځی ددغو مراسمو اصلي مرکز وو . دلته  له هیواده لیرې مسافرو امریکایانو د خپل هیواد د ازادۍ کلیزې ته نڅاوې کولې .
په دا بله ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړچې د تېلو د بیو د لوړالي له کبله وروسته پاتې را وتونکي ټکانونه د امریکا د سواحلو په لور په را رسیدو دي. په ۱۹۷۳ کال کې د تېلو له درکه تر ټولو ډیرې پیسې دامریکايي بانکونو له لارې لیږدول شوې وې. هغه وړتیا چې دوی بهرنیو نړیوالو پور ورکونکو او پور اخیستونکو ته ښوولې وه دهغې ناوړه او خطرناکې سناریو مخه یې ونیوله چې کیسنجراو بیل سایمون په ۱۹۷۴ کال کې په خپلې یوې مهمې وینا کې په ډاګه کړه . خو دې کار نړۍ ته یو بل بالقوه ستر ګواښ را پیښ کړ .نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړچې:«ډیر زیات فعالیتونه داسې وو چې امریکايي بانکونو نړۍ ته د پیسو د سترو عرضه کونکو په اصولو باور وکړ.» دغه پرمختیا ددې لامل شوه چې د امریکې په متحدو ایالتونو او بهرنۍ نړۍ کې ډول ډول غبرګونونه پرې ور کړل شو .
هسپانیې ته د پانګوالو د خصوصي ادارو او بنسټونود ټولنې لخوا د ۱ میلیارد ډالرو پور ور کړل شو. په امریکې کې د وال سټریټ ادارو ومنله چې په یوه داسې هیواد کې حضور پیدا کړي چې بانکي سکټور یې تر اوسه پورې د بهرنیو سیا لي کونکو پرمخ دروازې بندې کړې وې .پیرو او ارجنټاین ته د هغو ۲ درجنو هیوادونو له ډلې اشاره وشوه چې غوښتل یې له بانکونو پور تر لاسه کړي . دغه پروسه ټوله د پیسو د نړیوال صندوق لخوا څارل کیده او چارې هم د هغوی تر لارښوونې لاندې مخته وړل کیدې . د وال سټریټ لپاره یې خطر داوو چې  کیدی شي د امریکا بانکونه تر اندازې زیات پراخ شي او په ځینو برخو کې د پاتې را تلو له ګواښ سره مخامخ شي . «په کانګریس کې اندیښنه په ډاګه شوه چې امریکا يي بانکونه کیدی شي د بیرته ویستلو له خطر سره مخا مخ شي . او یا کیدی شي د تېلو د تولیدونکو هیوادونو لخوا د پیسو د کیښودلو په توګه د بلک میل کیدو له خطر سره مخا مخ شي . دسترو پوروړو د پور په ور کړه کې د پاته راتلوله کبله د بل خطر اندیښنې هم زیاتې وې .» د امریکايي بانکونو شاخوا ۴۰ په سلو کې عایدات د سوداګرۍ د نړیوالو فعالیتونو څخه تر لاسه کیدل .د مورګن ګارنټي ټرسټ کمپنۍ په دې اعتراف وکړچې شاوخوا نیمايي سترپورونه یې په نورو هیوادونو کې ددوی د څانګو لخوا ور کول کیږي . د سیټي بانک  او چیس  منهاټن لخوا هم اوس ډیره زیاته پانګونه په هغو ادارکې شوې وه چې د حکومت لخوا د تېلو لوړ بلونه پرې وضع شوي وو.
د وال ستریټ بانکونو ته لاد مخه د پیسو د نړیوال صندوق (ای ام اف) د مشر ایچ جانس ویټیوین لخوا خبر دارئ ور کول شوی وو . د کال په لومړیو کې ویټیوین د دې خبر داري غږ پورته کړچې بانکونه باید:« تر یوې اندازې مسولیت قبول کړي . که چیرته د پوراندازه زیاته شي نو دا به د مخ پر ودې هیوادونو لپاره ډیره خطرناکه چاره وي . » هغه دوی ته ور یاده کړه چې « پورونه کله کله د مارکیټ د اقلیم پر بنسټ ښه وي ، خو تل ګټورنه وي » ټول پرمختللي هیوادونه ددې وړتیا لري چې پورونه په ډیرې اسانۍ سره تر لاسه کړي . ویټیوین خبر داری ور کړ چې اوس ان دغه پرمختللي هیوادونه د پورونو د بیرته ور کړې په برخه کې له کلکو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي .له ویټیوین څخه وپوښتل شو چې په کومه برخه کې اخیستل شوي پورونه د مخ پر ودې هیوادونو لپاره خطرناک شویدي ؟« ټول هغه نړیوال پورونه چې د شخصي سوداګریزو بانکونو لخوا حکومتونو ته ور کړل شویدي د ۱۹۷۵ کال تر وروستیو پورې ۲۵۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي . په داسې حال کې چې د ۱۹۷۳ کال تر دسمبره پورې په نړیواله کچه د ټولو پورونه اندازه ایله ۱۵۰ میلیارد ډالرو ته رسیده چې په ۲ کلونو کې ددغو پورونو کچه سل میلیارد ډالره نور هم زیاته شوه چې لوی بار یې د مخ پرودې هیوادونو پر اوږو په زیاتیدو وو .د امریکايي بانکونو او په بهر کې ددغو بانکونو دڅانګو لخوا ددغو ټولو پورونو۴۰ په سلو کې معامله کړي وو.
نورو سخته واویلا کوله. د جون په لومړیو کې په سویس کې د انټرنیشنل سټلمینټ بانک اعلان وکړ چې په ډیرو هیوادونو بار شوي پورونه د خطر پیښیدو کچې ته رسیدلي دي .«بیخي دړې وړې کیدونکې کچه پور په نړیوالو هیوادونو بار شوی وو.» په ور پسې اونۍ کې د پیسو د نړیوال صندوق دمشر الن لمبیرت خبري کنفرانس د ټولو رسنیو خبري سر ټکي جوړ کړل . هغه خبر دارئ ور کړچې ډیر هیوادونه چې د تېلو د بیو د لوړوالي له کبله ښه بې دریغه ځپل شوي خورا ډیر زیات پورونه یې اخیستي دي چې بیرته ور کول یې ورته خورا ډیر دروند پریوځي او دا یوه داسې معما ده چې موږ ټول یې له نا ینحله ستونزې سره مخا مخ کړي یو. » پیرو ، انډونیزیا  او ارجنټاین لا دمخه دا هڅه کوله چې د خپلو موجودو پورونو په اړه بیا خبرې اترې وکړي . پاناما ، زاییر او په سویل ختیځه اسیا کې له یو شمیر نورو هیوادونو هم تمه کیده چې په دغه صف کې ودریږي .
واقعي ستونزه به هله را منځ ته شي چې دغه هیوادونه په ځانګړې توګه لږ پرمختللي هیوادونه چې د ۱۵ میلیارد ډالرو او ۱۷ میلیارد ډالرو ترمنځ پیسې  یې له شخصي بانکونو څخه په ۱۹۷۵ کال کې په پور اخیستي دي ، د تېلو د بیو له لوړیدو سره مخا مخ شي . د تېلو په بیو کې بل ستر لوړوالی کیدی شي د پورونو د بیرته ور کړې په برخه کې ، دیوه اویا ډیروهیوادونږ وړتیا ختمه کړي . د مورګین ګارنټي ترسټ بانک مشر خپلو همکارانو ته په یوه وینا کې وویل چې « د ښې ګټې د تر لاسه کولو لپاره امریکايي بانکونو د ۱۹۷۰ مو کلونو په لومړیو کې د ملکیتونو په برخه کې د ریښتينې پانګونې په تر سره کیدو کې ډیر خراب پورونه تر لاسه کړل چې موخه یې د پوښتنې وړه وه .»
دوال سټریټ بانکونو له۱۹۷۳ کال وروسته دخپلو ملکیتونو د اخیستو په برخه کې د ونډو په اخیستو پیل وکړ. دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال هوبرت رووین وپوښتل چې «ددغو ۲۰ زره کورونو کیشت(مورتګیج)  پورونه به په څه ډول شرایطو سره ور کړل شي ؟»اصلي مسله داوه ،لکه چې هغه ولیدل  دوی ډیر لیواله نه وو چې دهغو برخو د خطر اغیزمنه ارزونه تر سره کړي چې دوی ورته ډیر زیات پورونه ور کړیدي . «بانکونه په ډیرې اسانۍ سره باید په ښه توګه د خپلو خدماتو د برا بریدو  چاره ډاډه کړي .» هغه وویل : «دوی شخصي ادارې دي ، خو ددوی ټیکاو او خدمات د خلکو لپآره خورا مهم دي  .دخبرداري دغه نښې باید د هغو بانکوالو لخوا جدي وګڼل شي چې تراوسه په خبري رسنیوکې د بانکي سیستم په ستونزو بحثونه کوي.»
د پورونو د کړۍ په برخه کې ډیر ضعیفه اړیکې وې . د ۱۹۷۶ کال په لومړیو ۶ میاشتوکې د پیسو نړیوال صندوق (ای ام اف) تر بل هر وخت ډیرې زیاتې پیسې خپلو غړو هیوادونو ته په پور ور کړې.د جون په ۳۰ نیټه  د ټول پور مجموعي کچه د ای ام اف لخوا تر ۱۵ میلیارد ډالرو پورې ورسیده. ددغه فنډ یا پور تر ټولو ستره کارونکې برتانیه وه چې په جلا جلا ډول یې دوه ځله د پور غوښتنه وکړه او یو ځل یې ۱ میلیارد ډالره او په دویم ځل یې ۷۰۰ میلیون ډالره پور تر لاسه کړ. د برتانیې اقتصاد چې په تیرو څوکلونو کې په ډیر سخت ډول ځپل شوی وو، له هره اړخه یې وینې بهیدې . د ۱۹۷۶ کال د جولای په ۲۰ نیټه ماښام د ایکسچیکوایر ډینیس د ادارې مشر ې هیلي د واکمن کارګر ګوند غړو ته ډیر ډارونکي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې که حکومت  د مالي کسر د را کمولو لپاره قوي ګامونه پورته نکړي نو کیدی شي د هیواد اقتصاد له دړې وړې کیدو سره مخامخ شي .»