شنه زرغونه څنګه منځ ته راځي؟

قدرمنو ملګرو، لکه څرنګه چې ما مخکې یادونه کړې وه، چې د عامو معلوماتو یوه لړۍ درسره شریکه کړم،  نو دا دی د همدې لړۍ یوه بله لیکنه هم درسره شریکوم، په دې هیله، چې خوښه به مو شي. د نوموړې لړۍ په دغه مرحله کې به د شنې زرغونې په هکله یو څه معلومات درسره شریک کړم.
شنه زرغونه څنګه منځ ته راځي؟
دا ریښتیا ده، چې د  ځمکې د اتموسفیر په دغه حیرانونوکې ښكارنده(پديده) کې یو څه شته، چې د پخوا وختونو نه یې په خلکو ډیر ترس ایښودلای و.  د پیدایښت په کتاب کې داسې راغلي دي،  چې ستر رب نوح ع ته د لوی سیلاب نه وروسته په اسمان کې د شنې زرغونې ښکاره کیدل زما د ځمکې سره د جوړې په مانا ده. د دغې پیښې په هکله د یونان خلکو داسې نظر درلود، چې شنه زرغونه د جنس زنبق او سوسن  الهه ده. د پخوا زمانو نه د هغه وخت تکړه پوهانو د اسطو نه نیولي ان تر دکارته پورې په دې هکله خپل کوښښونه کول، چې د اتموسفیر دغه راز جوت کړي او خلکو ته یې روښان کړي.
اوس دا خبره او پوښتنه، چې شنه زرغونه څه ته وايي ټولو هوښیارو خلکو ته ښکاره او جوته شوې ده. شنه زرغونه هغه محال منځ ته راځي، کله چې ښه باراو ووریږي او په اسمان کې د اوبو څاڅکو نه د لمر نور تیریږي او دغه څاڅکې لکه یو منشور چې وي د لمر نور په ټولو رنګونو بدلوی او موږ او تاسې یې د یوې شنې زرغونې په ډول په اسمان کې وینو. یا په بله ژبه د اوبو څاڅکو نه د نور تیریدل او بیا یې په ټولو رنګونو ویشل او تجزیه کیدل د شنې زرغونې مانا لري. د شنې زرغونې د ښه لیدلو لپاره انسان باید لمر ته شا او شنه زغونه وګوري، همدا ډول، د نوموړې پیښې د ښه لیدلو تر ټول ښه زاویه ۴۰ درجې ده. دا هم ډیره عجیبه ده، چې کله انسان شنه زرغونه د الوتکې نه ګوري، نو د یوه ګړد دیسک یا دایرې په شان ښکاري.