
شاخوا درې اوونۍ مې ستونی خوږېده او هېڅ نه ښه کېده. کله به مې، چې خبرې کولې درد به یې ډېرېده. تصمیم مې ونیوه، چې د څه وخت لپاره به کمې او لنډې خبرې کوم. کله به مې، چې خبرې کولې یوڅو شېبې به غلی شوم او له ځانه به مې پوښتل، چې ایا دا خبره په دې ارزي، چې خپل ستونی پرې ودردوم؟!
د ستوني درد ماته دا راوښودل، چې څنګه د خپل غږ د استعمال مسئلې ته ځیر شم. دې چارې عجیبه کشف ته ورنږدې کړم: زه خپله ډېره انرژي په داسې چارو لګوم، چې د طبعې خلاف مې دي او که د نورو خبرو او تجربو ته غوږ نیول مهم وي، زه په دې برخه کې ډېر شاته پاتې یم!.
خلک ډېری د دریو اهدافو ( له ځان او نورو خلکو سره د مرستې او اړیکو ټینګولو) په موخه خبرې کوي. تر ټولو هیښوونکې به دا وي، چې فکر وکړئ څومره په خپلو خبرو کې دغه دری هدفونه په پام کې نیسئ؟! او په پایله کې مو یوهم په پام کې نه وي نیولای!! څومره، چې دې پوښتنې ته غوږ نیسئ، هومره پوهیږئ، چې د خپلو ګټو برعکس پرمخ ځئ.
ما تراوسه څوځله د یوه کس په اړه د اوازې خپرولو هڅه کړې. دې پایلې ته ورسېدم، چې له دغه کاره مې هدف له ځان سره مرسته کول او له هغو خلکو سره اړیکې ټینګول دي، چې د نوموړي په اړه خبرې ورسره کوم. خو دغه کار خلک له مانه تېښتې ته اړکړل. هغوی به هم، چې په هغه پسې خبرې کولې، له ما ځانونه لرې ساتل. څوک پر داسې کس باور کوي، چې په نورو پسې غږیږي؟! له نورو سره د اړیکو لپاره زما د هغو پایلې معکوسې وې او پرې ځورېدل. په همدې حال کې دې خوند راکاوه، چې نورو ته ګټه رسوونکي معلومات ورسوم. البته دا د خبرو کولو لپاره ګټور دلیل دی، خو ډېر ځله مې یوازې په دې دلیل خبرې کولې، چې وښیم په ځواب یې پوهیږم، یا د توجه جلبولو لپاره مې دا کار کاوه. کله کله مې هدف دا و، چې په ډله او دفتر کې ځان پر نورو لوړ وښیم. زه پوه شوم، چې زما د خبرو هدف دا و، چې نور غوږ راته ونیسي، وښیم چې زه دلته شته یم، په تصمیم کې رول لرم، د نورو خوښ شم او زما په اړه ښه نظر ولري، خو څوک به داسې کس خوښ کړي، چې یوازې په ځان مین وي؟!
کله، چې یوڅه وخت د ستوني درد له امله غلی پاتې شوم، دا فرصت مې وموند، چې د نورو خلکو خبرې واورم او ورته ځیر شم، چې څه، څه وخت او ولې وايي؟ وروسته وپوهیدم، چې ډېر یې زما په څېر تمایلات لري.
خو ژوند او اړیکي اوږمهالي دي. کله چې په نورو پسې خبرې کوو، غږ لوړوو، د نورو د توجه لپاره خبرې کوو او په چا پورې خاندو، په واقعیت کې خپل ځانونه منزوي کوو. د ستوني درد او لږ خبرې مې په ګټه تمام شول. غوږ مې ډېر نیوه، بلکې باید ووایم، چې تر خبرو په غوږنیوي کې خپلو اهدافو ته ښه رسېدم. په دې سره مې هم له ځان او هم له نورو سره مرسته کوله، اړیکې مې ټینګول او دا چاره د خبرو اترو په څېر اغیزناکه وه. زه مطلق دا نه وایم، چې خبرې مه کوئ، ځکه ترڅو چې خبرې ونه کړو یادو شویو دریو اهدافو ته نه رسیږو. موږ باید هغه څه ووایو، چې غواړو یې.
تر خبرو مخکې باید غور وکړو، یوې وړې پوښتنې ته ځواب ورکړو، چې ایا څه، چې وایم له پورتنیو دریو اهدافو سره سر خوري او که نه؟ که سر نه خوري ښه ده، چې هېڅ خبرې ونه کړو.
اوس زما ستونی ښه شوی او هرڅومره، چې زړه وي خبرې کولای شم. اوس، چې کله خبرې کوم لومړی په خپل ذهن کې دا محاسبه کوم، چې ایا څه، چې زه ویل غواړم په دې ارزي، چې خپل غږ ( او انرژي) پرې مصرف کړم؟
جالبه داده، چې ډیر وخته یې له درنګ پرته په ځواب پوهیږم. ( ژباړه)
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.