سیف الغریر؛  د اماراتو درېیم ستر شتمن

 
عرب میلیاردر سیف الغریر د متحده عربي اماراتو د سترې شتمنې کورنۍ غړی دی.
نوموړی د عبدالله الغریر ورور دی چې هغه هم میلیاردر دی او تاسې یې ژوند لیک تر دې وړاندې په همیانۍ ورځپاڼه کې لوستی دی.
دوی یوه ستره کورنۍ سوداګري لري چې له پلاره ورپاتې ده. د دې کورنۍ سوداګرۍ تاریخ ان ۱۹۳۰ کال ته ورګرځي.
سیف او پلار یې احمد په دغه وخت کې د ملغرو کاروبار کاوه. ۳۰ کاله وروسته چې کاروبار یې پراخ شو، د الغریر په نوم یې د کمپنیو یو ګروپ جوړ کړ.
د کمپنیو دغه ګروپ اوسمهال په عربي نړۍ کې د کمپنیو له سترو ګروپونو شمېرل کېږي.
الغریر ګروپ چې مرکز یې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دی، پر منځني ختیځ سربېره په شمالي افریقا، اروپا او شمالي امریکا کې فعالیتونه لري.
د الغریر ګروپ عمده فعالیتونه په دریو برخو جایدادونو، تولیداتو او پانګونه کې دي. د تولیداتو برخه یې پیټروشیمي توکي، المونیم، اوسپنه او د بسته بندۍ په برخه فعالیت کوي.
د ګروپ تر چتر لاندې په دې برخه کې د « Taweelah Aluminium Extrusion Company» او د «The Royal Engineering Fabrication Compan» کمپنۍ فعالیت کوي. د بسته بندۍ په برخه کې د عربین پېکېنګ، عربین فلېکسېبل پېکېنګ او عربین کن انډېستري په نوم کمپنۍ کار کوي.
د اوسپنې د استخراج او تولید په برخه کې د الغریر ایرون اېنډ سټیل کمپنۍ فعالیت کوي.
د املاکو او جایدادونو د برخې بېلګې یې د برجمان او ریف مال په نوم سوداګریز مراکز بللی شو.
د مالیاتو په برخه کې بیا په اماراتو کې په یوه مخکښ بانک المشرق کې ونډې لري.
سیف الغریر یو وخت د کمپنیو د دغه ستر ګروپ مشر و، خو اوس یې مشر عبدالرحمن او اجرایوي مشر یې مجید دی.
سیف په شخصي ډول هم په المشرق بانک کې ونډې لري. سیف واده کړی او شپږ اولادونه لري چې ټول یې د کمپنیو په همدې ګروپ کې پر بېلابېلو پوسټونو باندې کار کوي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل تر لسمې نېټې پورې د سیف الغریر پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نومړل کې ۵۱۲ ام په خپل هېواد متحده عربي اماراتو کې درېیم ځای لري.
نوموړی یوازې د متحده عربي اماراتو تابعیت لري او په دوبۍ ښار کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.