
په واده کې ځانمرګی:
د ناوې شین شال په ګردونو پټ مخ باندې وښویېده، سترګې يې وغړولې چوپتیا وه، غوږونو یې څه نه اورېدل، د موټر د ماتې شيشې دروازه يې په سختۍ پرانستله، وارخطا یې شاوخوا وکتل او وړاندې د زوم په پرې شوي سر او ځان له خپل مات شوي لاس سره پړ مخې ور وغورځیده...
ابدي مساپر:
ویل یې ځم که خدای کول ډک لاس به راوګرځم، لاړ بیرته هیڅ رانغی...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ اووه ویشتمه، ډهلي – هندوستان
تکرار:
له پلاستيکي پښې سره یې ایله اوس عادت کړی وو خو لا به یې هم ویل چې د پښې هډوکی مې پکې سولیږي او درد کوي، خو د هغې ورځې چاودنې یې دا درد هم په کرار کړ...
تقدیر:
ویل يې که دې دا ځل بیا هم لور وشوه نو شله به دې کړم، خدای زوی ورکړ خو شل...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ اته ویشتمه، ډهلي – هندوستان
تقدیر:
درد یې یو په دوه شو، ځان ته یې اور اچولی وو خو ژوندۍ پاتې شوه...