
نه راځي په ژبه چې اول نه وي په زړه کې
داسې شى خو نشته چې مې تل نه وي په زړه کې
څوک به پېژندنه بيا د گل په څه شي وکړي
خپل که کوم صفت د کوم يو گل نه وي په زړه کې
مياشتې ته ختل به څه ممکن په هغه وخت وي
پورته که اول گوره ختل نه وي په زړه کې
يار چې مخامخ په مخه راشي ځمکه گوري
ټيټ کاته بيا ولې کړي که غل نه وي په زړه کې
ژوند د سادتوب کوي هوښيار راته ښکارېږي
هسې که ساده چېرته پاگل نه وي په زړه کې.
٢٨/١٠/١٣٨٥
حيدرآباد