
ښاغلي یمني د بالي په لور روان شو
د مې د میاشتې په وروستیو کې د تېلو د تولیدونکو هیوادونو (اوپیک) وزیرانو په بالي کې سره ولیدل او د تېلو په نویو بیو کومې موافې ته سره ونه رسیدل . د تېلو همغه پخوانۍ بیې چې د هربیرل (۱۱اشاریه۵۱) ډالره وه اوپه خپل حال کې پاته شوې . دا په داسې حال کې وه چې د اوپیک غړي هیوادونه په دې هوکړې ته ورسیدل چې د قطر په پلازمینه دوحه کې به د دسمبر د میاشتې په ۱۵ نیټه یو ځل بیا هڅه کوي چې نوې بیې وټاکي .بالي د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د تېلو د بیو پر سره د یوه او بل په مقابل کې د دریدو سنګر وو . ایرانیانو د ۱۵ په سلو کې تېل بیو د لوړتیا ملاتړ کاوو ، خو د سعودي د تېلو د وزیر شیخ ذکي یمني لپاره دغه ټکی د منلو وړ نه وو او کلک مخالفت یې ور سره و کړ. په واشنګټن کې د ولسمشر فورډ لخوا د بالي د ناستې له کبله د رامنځ ته شوي حالت تود هر کلی وشو اوددې خبر له اوریدو ډیر زیات خوشحاله شو چې د اوړي په دوران کې به د تېلو بیې نه لوړیږي . هغه وویل:« په ننۍ نړۍ کې چې هیوادونه یو په بل پورې تړلي دي ، د نړۍ دثبات ، پرمختلونکي اقتصاد او د امریکې ګټه په دې کې ده چې د تېلو د تولیدونکو او مصرفونکو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیرې زیاتې ښې شي.»
ښاغلي فورډ د بهرنیو چارو له وزیر کیسنجر څخه وغوښتل چې له شاه وغواړي ،د اوړي پرمهال د تېلو په بیو کې ګوتې ونه وهي .د شاه د دربار وزیر اسد علم د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې لیکلي دي چې «د جون په ۸ نیټه چې شاه د امریکايي سفیر ریچارډ هلمز په مټ دامریکې مشرته ځانګړی پیغام ور واستاوو چې هغه په بالي کې ددې لپاره د تېلو د بیو د لوړیدو سره موافقه ونکړه چې د امریکې په نویو ټاکنو کې د ولسمشر فورډ لپاره د ماتې لامل نشي » . فورډ شاه ته په ځواب کې بیرته یو لیک ولیکه او له هغه یې مننه وکړه چې د تېلو بیې یې کنګل وساتلې او د لوړیدو هڅه یې ونکړه ، خو د خپلې ولسمشرۍ د کمپاین په اړه یې هیڅ یادونه نه وه کړې .
په بیروت کې ستره اورلګیدنه
په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو په سویلي اروپا خپل ټول پام را ټول کړی وو د مدیترانې په ختیځ کې نوی چاودیدونکی وضیعت را منځ ته شو. د جون په لومړۍ نیټه د سوریې زغره والو ګاډو او سرتیرو په لبنان برید وکړ او موخه یې داوه چې په دغه هیواد کې روانه کورنۍ جګړه پای ته ورسوي چې ګاونډیانو ته یې لوی خطر او ګواښ پیښ کړی وو او ټولې سیمه یې په شخړه کې ډوبه کړې وه . د امریکې د متحدو ایالتونو اود اسراییلو حکومتونو د ولسمشر حافظ اسد ویره په خپلو کې سره شریکه کړه چې که فلسطینیانو او اسلامي ګوریلايي جنګیالیو په لبنان کې پر مسیحي ټولنو بری تر لاسه کړ نو دوی به په لبنان کې بنسټپاله اسلامي نظام را منځ ته کړي او په عراق کې د چپ اړخي رژیم له مشر صدام حسین سره به اړیکې جوړې کړي . په داسې حال کې چې د سوریې ځواکونه د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډو کې میشت شول او دښارد کلابند کولو لارښوونې یا امر ته په تمه وو . په ښار کې وسله والو خپل سرو ډلوپه خپل سر کارونه تر سره کول او دوی له هرڅه معاف وو. خلک د اوبو ، خوراکي توکو او تېلو په لټه کې سرګردانه وو.په همدغه اړو دوړ کې وسله والو کسانو د سفیر فرانسیس میلوي د موټرو کاروان ته کمین نیولی وو او برید یې پرې وکړ چې دلبنان له ولسمشر سره ناستې ته ور روان وو. د سفیر میلوي جسد ، د هغه د اقتصادي سلاکار او د هغوی د چلونکي جسدونه وروسته د سمندر په غاړه د کثافاتو په یوه ډیرۍ کې پیدا شو چې سفیر میلوي په ټنډه او ټټر په ډزو ویشتل شوی وو .
د امریکې ولسمشر له بیروت څخه د ټولو ۱۴۰۰ امریکايي وګړو د وتنې او بهر کولو امر ور کړاو د امریکې جنګي بیړۍ د لبنان د سواحلو پر خوا ور روانې شوې. د بیروت په هوايي ډګرکې هغه مهال ډیره دردناکه صحنه رامنځ ته شوه چې راتلونکې مرمۍ د هغې الوتکې په پیلوټ ولګیدې چې په ځغاست لیکه کې د بهرنیانو د لیږدولو لپاره چمتو ولاړه وه . په دغه پیښه کې پیلوټ ووژل شو اوعمله یې ټپي شوه. په سلګونو امریکایان او نور بهرنیان په ډیرې بیړې سره په یوه ځمکني کاروان کې د سوریې د پولو پرخوا مخه کړه او هڅه یې کوله چې له لبنان څخه په بیړې سره بهر او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په بیروت کې د امریکې د سفارت کارکونکو ته لارښوونه وکړه چې په بیړې سره له هغه هیواده بهر شي ، ځکه چې «پي ال او(فلسطین ازادي غوښتونکی سازمان) کیدی شي وغواړي چې په سلګونو امریکایان ووژني او په دې توګه له اسراییلو خپل غچ واخلي.»
ها خوا د سعودي عربستان باچا ملک خالد او ولیعهد شهزاده فهد نوي ګامونه پورته کړل. سعودیانو په لبنان کې پرمختلفو جنګي ډلو د خپل اغیز د لرلو له لارې هڅې وکړه چې دهغو امریکا یانو د ژوند د خوندیتوب ضمانت را منځ ته کړي چې د ځمکې له لارې له بیروت څخه بهر کیږي. دوی ترهغه ډیرڅه تر سره کړل چې امریکا یې تمه در لوده. کله چې ټول امریکایان له بیروت څخه په خوندي ډول بهر شول نو ولسمشر فورډد سعودي له باچا ملک خالد څخه دمننې تېلیفون وکړ. هغه وویل« ستاسو او ستاسې د حکومت له هغې اغیزمنې او مهمې مرستې یوه نړۍ مننه چې په خوندي او ارام ډول مو له بیروت څخه د سلګونو امریکایانو او نورو بهرنیانو په وتلو کې له موږ سره تر سره کړه . موږ ډیر زیات خوشحاله یو چې تاسو په داسې حال کې له موږ سره خورا مهمه مرسته وکړه چې زموږ هیوادوال د ځمکې له لارې د وتلو په حال کې وو او موږ دیته شیبې شمارلې چې خدای مکړه ددوی کاروان کومه ډله یرغمل نکړي . دا یوه ډیره مهمه مرسته ده او زه باور لرم ، چې دا به د ریاض او واشنګټن په اړیکو کې مثبت رول ولوبوي او زموږ د دواړو هیوادونو تر منځ به روابط مشخص او پراخ کړي . موږ دواړه ګډ کار کوو چې په منځني ختیځ کې دوامداره سوله ټینګه شي . »