کلتوري ترهګري/ څلورم څپرکی؛ شپږمه برخه

 

محمدانور(آڅړ)
کلتوري(فرهنګي) ترهګري:
 
 نیټه: ۲۲/۱/۱۳۹۴،ه،ش
په افغانستان کې د انګریزانو د پټو اطلاعاتو ادارې، اس،‌آی،‌اس (SIS) Secret Intelligence Service) لاپوڅي او مزدور اجنټان:
 د انګریزانو د استخباراتو یو بل اجنټ په خوست کې ګوډ ملا ؤ چې د خوست د ياغيانو لارښؤنه یې کوله، که څه هم د هغه اصلي نوم عبدالله ؤ خو لکه څرنګه چې لږ غوندې په یوه پښه باندې ګوډ ؤ نو ځکه یې ګوډ ملا بللو، هغه به شنه چپنه اغوستله چې د پيغمبر(ص) د چپنې رنګ په شان ؤ، د افغانستان په فولکلور کې ګوډ ملا يو شخصيت وګرځيده په وروسته کلونو کې خلکو د هغه کردارونه داسې بيانول: ګواکې له آسمان څخه الهام پرې راځي او د منګلو قوم ته به يې ويل: (ولاړ شئ د فلانۍ ونې لاندې پيسې دي او تاسو هغه پيسې پيدا کړئ) هغوى به هلته تلل او هغه پيسې به هلته موجودې وې وروسته به کيسه ختمه شوه، پيسې به د انګريزانو لخوا هلته ځاى پر ځاى شوي وې ځکه هغوى غوښتل چې خلک په ګوډ ملا پسې روان کړي.
په دې هکله ميرغلام محمد غبار وايي: د ځدراڼو قوم ملا عبدالله مشهور په ګوډ ملا او ملا عبدالرشيد چې په غرونو کې پټ شوي وو ونيول او دولت ته يې وسپارل.
نوموړی ملا د اميرامان الله خان د استول شوي پوځ لخوا ونيول شو او کابل ته راوستل شو په داسې حال کې چې د حضرت پېغمبر(ص) د چپنې په شان يې شنه چپنه پر اوږو وه ډېر غمجن معلوميده هغه داسې ښکاريده چې ګواکې هېڅ کوم زيان ورڅخه سر نه وي وهلى.
«دغه تش په نامه ملايان چې حتى په خپله شيطان ور څخه ځان په امان کې ساتي» دا هغه مطلب ؤ چې امان الله خان د ګوډ ملا او د هغه د ملګرو د معارفى کولو په وخت کې په (١٩٢٥، ز) کال د جنورى په ٢١ نيټه هغه مهال چې هغوى د مراسمو په ترڅ کې مجرمين اعلانيدل ویلی ؤ.
وروسته له هغې چې ګوډ ملا په عمومي مراسمو کې په ګوليو وويشتل شو، ځينو افغاني عسکرو د هغه مړى تر پښو لاندې کړ که څه هم په دې عمل کې د امان الله هېڅ لاس نه ؤ خو توندو کسانو دا عمل د عسکرو لخوا نه بلکې د هغوى د امير لخوا وګڼلو. (چې دا د امير د بدناميو لپاره يو بل عامل ؤ.)
انګریزانو د امیرامان الله خان د پرځولو لپاره یو بل تن عبدالکريم نومى چې د اميرشېرعلي خان لمسى او د اميرمحمديعقوب خان زوى ؤ او د خپل پلار په شان نااهله سړى ؤ د انګريزانو له خوا د خوست سيمې ته چې ګوډ ملا په کې د حکومت ضد فعاليتونه کول ولېږل شو تر څو د شاهزاده په نوم خلک په ځان باندې راټول کړي، سره له دې چې عبدالکريم د انګريزانو لخوا خوست ته استول شوى ؤ خو کله چې انګريزان پوه شول چې عبدلکريم د خپل پلار په شان بې کفايته او يو خوشى سړى دى او د خپلو درو ښځو سره چې په خوست کې درو تنو ملايانو خپلې لوڼه ورکړي وې،  مصروف دى نو له خوست څخه يې وروغوښت او انګريزانو وويل چې نوموړى يو تښتيدلى مجرم دى چې له هند څخه په خپل سر تښتيدلى دى.
ډاکټر ويکټور ګريګوويچ کارګون وايي: د پخواني امير محمد يعقوب خان زوى عبدالکريم د انګريزانو لخوا افغانستان ته راليږل شوى او غوښتل یې چې د اميرامان الله خان حکومت راوپرځوى... .
په دې اړوند پخپله د انګريزانو حکومت هم ویلي وو: پنځوس کاله وروسته به هم افغانان انګريزان په دې باندې ګرم وګڼي چې عبدالکريم د هغوى په هڅونه د خوست پاڅون ته استول شوى ؤ چې هڅه وکړي له امان الله څخه چې يو قانوني پاچا ؤ پاچاهي ونيسي او عبدالکريم به د يو حرامزاده په توګه وپيژني.
عبدالکريم د پخواني اميريعقوب خان کشر زوى ؤ چې ډېر لږ اهميت يې درلود نوموړى د افغانانو پر وړاندې ډېر بدنام او خاين ؤ ځکه چې پلار يې د ګندمک ناوړه تړون له انګريزانو سره لاسليک کړي و.
عبډالکريم په ليکل شويو مکتوبونو کې د (عبدالکريم خان خادم اسلام) په نوم لاسليکونه کول، ... ګوډ ملا داسې يو سړى پيدا کړ تر څو د امان الله ځاى ناستى يې وګرځوي، د منګلو، ځدراڼو او احمد زيو قبيلو درې تنه لارښود ملايان وګمارل چې عبدالکريم ته ځانونه ورسوي او هر يوه ورته خپله يوه يوه لور ورکړه تر څو دا افتخار د هغوى په برخه شي(چې شاهزاده او راتلونکى پاچاه د دوى زوم دی) دغو دريو ناؤ عبدالکريم ښه مصروف ساتلې ؤ... .
امان الله له انګريزانو څخه غوښتنه وکړه لکه څنګه چې د عجب خان(اپریدي) په موضوع کې يې ورسره همکاري کړي وه هغوى دې هم ورته همکاري وکړي عبدالکريم دې ورکړي خو انګريزانو ونه منله او ويې ويل چې هغه يو سياسي مجرم دى نو هغه يې د توقيف په حال کې له سرحد څخه لرې برما ته واستوه.
عبدالکريم د برما د )شوبيو( عسکري قشلې ته واستول شو چې هلته ورته بنګله ورکړل شوه، عبدلکريم له دوه تنو انګريزانو (واټ او مکنامارا) سره ملګرى ؤ له دوى سره يې د عيسوي مذهب په باره کې خبرې وکړې او په پاى کې يې يو انجيل ترې واخيست او شروع يې وکړه چې په شوبيو کې په يواځنى انګریزي کليسا کې د ماښام په مذهبي سرودونو کې ګډون وکړي، د(١٩٢٧م) په لمړيو وختونو کې عبدالکريم د هغې کليسا رئیس ته چې(ريونډ ستاکنګس) نوميده وويل: غواړي عيسوي شي... عبدالکريم په پاى کې وروسته له هغې چې خپله وصيت نامه او خداى په اماني يې ليکلي وه ځان وژنه وکړه، نوموړي په وصيت نامه کې ليکلي وو ... زما مړى بايد د عيسويانو د مړيو په شان ښخ شي.
د عبدالکریم د مرګ په اړه ميرمحمدغلام غبار وايي: انګريزانو يو تن هندوستانى چې د امير محمد يعقوب خان  زوى عبدالکريم نومى پکتيا ته وليږه... عبدالکريم هند ته وتښتيده او ظاهراً د انګريزانو پوليسو ونيو او برما ته يې واستوه خو مولوي يار محمد خان مکورى د افغانستان څخه هند ته ولاړ او هغه يې تعقيب کړ او په برما کې يې پيدا کړ او ويې وژلو نوموړى بير ته افغانستان ته راغلو... په داسې حال کې چې د افغانستان جنرال قونسول حاجې محمد اکبر خان هر ډول مداخله په دې اړه رد کړه، خو شخصاً شاه امان الله خان يارمحمد ونازاوه... .
يو بل تن د شوربازار حضرت شېراغا مشهور په نورالمشایخ (پېرصاجب) د انګريزانو لخوا د امان الله د پرځولو لپاره استخدام شوى ؤ چې په هند کې اوسيدلو او په مناسب وخت کې د غزني سيمې ته ولېږل شو.
په کابل کې د شيرآغا ډله د هغه ورور ګل آغا او وراره يې معصوم لاس په کار شول چې د شيرآغا هغه پلان عملي کړي چې د هند په پټياله کې د جنوري په مياشت کې یې له ملايانو سره په يوه غونډه کې لاس ليک کړى ؤ، د شيرآغا لپاره د خوست سيمه ډېر مناسب ځاى ؤ چې څلور کاله وړاندې نږدې وو چې امان الله خان له منځه يوسي او تر اوسه پورې د هغه د رټلو په باره کې ترخې خاطرې احساس کيدلې شير آغا غوښتل چې په خوست کې يو بل پاڅون ته لمن ووهي، ګل آغا له ځانه سره يوه اعلاميه درلودله چې څلورسوو ملايانو په کې لاسليک کړى ؤ او په کې ويل شوي وو چې پاچا کافر شوى دى او افغانستان له اسلامي اصولو څخه لرې ساتي خلک دې د هغه پر ضد ودريږي.
ګل آغا، معصوم او نوره ډله يې په منګلو کې د حکومت لخوا ونيول شوه او کابل ته امانت راوړل شوه... کله چې امان الله خان د هغو څلور سوو ملايانو لاسليکونه وليدل پوه شو چې خلک تر کومې اندازې ور څڅه متنفر دي... .
د پيښور په يوه جريده کې چې سرحد نوميده، (د جريدې له نوم څخه ښکاري چې د انکريزانو لخوا خپريدله) داسې ليکل شوي وو: د تعجب ځاى دى چې د داسې يو پر نفوذه سړي د نيول کيدو په مقابل کې چې د شاهي کورنى پير هم ؤ هېڅ چا ګوته جګه نه کړه، د پاچا له ډاره هېڅ څوک د خبرو کولو جرئت نه لري، اوريدل شوي دي چې زيات د احترام وړ کسان افغانستان ته ننوتي دي او هم ويل شوي دي چې محمد عثمان او قاضي عبدالرحمان نيول شوي، ځکه چې د جشن په وخت کې يې منګل د حکومت پر ضد راپاڅول... .
شيرآغا يوه امريکايي (بن جيمس) ليدلى ؤ او د هغه کرکټر يې وروسته له ډېرو خبرو څخه داسې انځور کړى دى: شيرآغا د هند د کتيوار خلکو ته د خداى(ج) د نماينده په څير ؤ... او ويل به يې چې ټول کرامات د ده په لويه څيره کې چې موسکا نه په کې ليدل کيږي سره راټول شوي دي او لږ تر لږه د شومو او خبيثه ارواحو ضمانت يې کولو ... .
د انګريزي اجنټانو له جملې څخه چې له ټولو څڅه خطرناک واقع شو حبيب الله د (سقاؤ زوى) ؤ چې د انګريزانو د استخباراتو له خوا د څو تنو ملايانو له لوري هڅول شوى ؤ تر څو اميرامان الله خان ترور کړي او يا د حکومت پر وړاندې جګړه پېل کړي، په دې اړه د سقاو زوى وروسته له هغې چې قدرت ته ورسيد د خپلو تېروحالاتو په تړاؤ يې حاضرينو ته داسې وويل:... د بيرته راتلو په وخت کې د پديکوټ کلي ته ورسيدم د جمعې ورځ وه مسجد ته ولاړم چې يوه ملا د منبر څخه د کفر پر وړاندې د جهاد وعظ کاوه نو کله چې د ده خبرې خلاصې شوې نو زه ورغلم او له ده څخه د خير د دعاء غوښتونکى شوم، ملا دعا راته وکړه او ويې ويل:« د جومات نه په وتلو سره د لارې په سر کې به يوه ونه ووينې د هغې ونې لاندې ځمکه وکینده او هر څه دې چې وموندل له ځان سره يې واخله.»
د سقاؤ زوی زیاته کړه: ما په بيړې سره هغه کار وکړ چې څلور ټوپک، کارتوس او زر نقدې روپى مې پيدا کړې او له ځان سره مې واخيستې، کله چې له لغمان څخه د کوه دامن پر لوري روان وم بيا په لاره کې د يو ملا سره مخامخ شوم  او د امان الله پر وړاندې یې د جهاد امر راته وکړ، د پغمان د جشن په ورځو کې هغه ورځ چې امان الله د پغمان د ننه په تياتر کې ؤ بيا د يو بل ملا سره مخامخ شوم چې ماته يې د اسلام د دين په اساس حکم وکړ چې امان الله ووژنم، خو د دې لپاره چې د مسلمانانو جشن خراب نه شي دا کار مې ونه کړ، کله چې کوه دامن ته وګرځيدم يو بل ملا زه وليدم چې د پغمان ملا فرمايش يې تکرار کړ، زه تګاو ته ولاړم غلام محمد خان د تګاو فرقه مشر ؤ، د تګاو اخون زاده صاحب( ملا حميد الله خان) وروغوښتم او د امان الله خان د وژلو له پاره يې لاره راوښودله او ځينې د پروان خانان يې زما د مرستې په خاطر راوغوښتل او ما هم د هغه(امان الله خان) د راغورځولو هوډ وکړ او په کابل باندې مې حمله پيل کړه.
د سقاو زوى د مورال د لوړولو پخاطر د خيبر په دره، د سليمان په سراى کې يوه ملا يو تعويذ هم ورکړی ؤ او په هغه کې ليکل شوي وو: «خير دى چې له قانوني کسانوسره دې بې رحمانه رويه کړي ده د خداى نظر به پر تا باندې وي» هغه تعويذ د نظر بندى تعويذ ؤ.
 
نورې برخې وار په وار خپریږي.
اخځ لیکونه:
 ډاکټر ویکټور ګریکوویچ کارکون،افغانستان در سالهای بیست وسی ـ قرن بيستم ميلادی.
میرغلامحمد غبار، افغا نستان در مسير تاريخ.
ريه تالي سټيوارت، اور په افغانستان کې.