امریکايي همینګوی؛ د نړۍ د داستاني ادبیاتو ځلانده ستوری

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
ارنست میلر همینګوی  د ډاکټر کلارنس همینګوی دوهم ځوی د ۱۸۹۸ زيزېدي کال د جولای په ۲۱ نېټه د ایلینوی ایالت په اوک پارک کې نړۍ  ته سترګې وغړولې. مور به یې د مذهبي سرود زده کولو ته هڅاوه خو پلار به یې د کب نیونې جال او لرګی په لاس ورکړ او د کب نیونې تمرین یې پرې کاوه. لس کلن وو چې پلار یې له ټوپک سره آشنا کړ، خو کله چې ښوونځي ته ولاړ نو له ادبیاتو سره یې مینه پیدا شوه او ادبي مقالې او کیسې به یې لیکلې او په هغه ورځپاڼه کې به یې خپرولې چې خپله زده کوونکو اداره کوله اوخپلې منځنۍ زده کړې یې د اوک پارک په لېسه کې پای ته ورسولې. په هغه وخت کې امریکا په جګړه کې ښکېله وه او ځان یې د سرتیري په توګه معرفي کړ، له هماغه ځایه د ایټالیا د جګړې سنګر ته واستول شو، د جګړې په بهیر کې د یو خطرناک ټپ له امله هغه ته د ایټالیا د جګړې مډال هم ورکړل شو. جنګ پای ته ورسېد او د پرمختللو ملتونو ترمنځ دغه جګړه هم ودرېده. همینګوی هم شیکاګو ته بېرته لاړ او له سترو کیسه لیکوالو لکه شرود اندرسن او دهغه له همکارانو سره آشنا شو، همدا مهال وو چې د هډلي ریچارډسن په نوم له یوې ځوانې خبریالې سره آشنا شو او واده یې ورسره وکړ. د ۱۹۲۱ زیږېدي کال په سپتمبر میاشت کې دغه ځوان مېړه اوښځه د یونان او ترکیې د جګړې ډګر ته د خبریالانو په توګه واستول شول او دا چې جنګ د ترکانو په ګته پای ته ورسېد همینګوی پاریس ته لاړ او د درې کیسې لس شعرونه په نوم یې خپل لومړی کتاب خپور کړ. په ۱۹۲۷ کال دهغه مېرمنې هډلي  ورسره اړیکي پرې کړل او هغه هم د پولین پیمان په نوم له بلې ښځې سره واده وکړ او یو کال وروسته یې هم پلار ځان وواژه.  سره لدې چې د همینګوی آثارو شهرت مونده خو مالي بریا یې نه درلوده خو کله چې یې په پاریس کې د مېشتو امریکايي لیکوالو د بیوګرافۍ کتاب خپور کړ نو د بریاوو هم ورته مخه شوه او په همدې کتاب پسې یې د بې ښځو سړي کتاب هم خپور کړ. همینګوی تکړه ښکاري وو او زیاتره وخت به د ښکار لپاره افریقايي ټاټوبو ته په سفر تلو، او پدې برخه کې چې یې هرڅه تجربې او اغېزې ترلاسه کړې وې د افریقا شنې غونډۍ په کتاب کې یې خپرې کړې. په ۱۹۴۰ کال یې دوهمه ښځه هم ترې جلا شوه او شپږ کاله وروسته د اسپانیا د کورنۍ جګړې په پېلېدو سره همینګوی او یو شمېر نورو امریکايي روښنفکرانو د اسپانیايي جمهوري غوښتونکو ملاتړ ته لاس واچاوه، د ۱۹۴۰ کال په وروستیو کې یې د مارتالوژن په نوم له یوې بلې کیسه لیکوالې سره واده وکړ او بیایې له خپلې میرمنې سره یوځای چین، باکو او آلمان ته سفرونه وکړل.  ماري دولش د همینګوی څلورمه او وروستۍ میرمن وه چې ورځپاڼو ته به یې مقالې هم لیکلې، په ۱۹۵۴ کال یې د سپین ږیري او سمندر د کیسې له امله د نوبل جایزه خپله کړه، همینګوی په ۱۹۶۱ کال په خپل ښکاري ټوپک د پلار له مرګه درویشت کاله وروسته  دهغه په څېر خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود، خو ګڼ شمېر ارزښتمن آثار یې په یادګار پرېښودل. له وسلې سره خدای پاماني، پسرلني سېلونه، د کلیمانجارو واورې او (سپین ږیری او سمندر )داستانونو ته یې اشاره کولای شو.