
دا چې زموږ او تاسې په ژوند کې هر څه د ژوند یوه لړۍ لري او هیڅ داسې څه نه شته، چې تلپاتې وي اوس یوه ماشوم ته هم ښکاره او جوته ده. که تاسې دا خوبونه وینئ، چې لمر به تل په خپله تودوخه او نور زموږ کورونه او ژوند رڼا کوي، نو تاسې تیروتي یاست، لمر د خپل ژوند په نیمايي عمر کې دی؛ کارپوهان داسې وايي، چې لمر ته د ژوند ۵،۵ ملیارده کاله ژوند پاتې دی، کله چې دغه عمر تیر شي، نو لمر به لوموړی په خپله هسته او زړه کې ټول هایدروجن وسوځي او ورپسې به د شاوخوا هایدوجن، کله چې خلاص شي، نو هسته به کوچنی او شواخوا برخه به یې لویږي او په پایله کې به د تودوخې یوه لویه داسې چاودنه منځته راشي، چې د شمسي نظام ورستۍ سیارې او ستوري به هم وسوځي؛ په دې ډول به د لمر عمر خلاص او شمسي نظام به له منځه لاړ شي.
کاپوهان په ډاګه کوي، چې یو ملیارد کاله وروسته به د لمر تودوخه ۱۰ سلنه ډیره وي او ورو ورو به ډیریږي او په خپلو وړانګو به د ځمکې او بهرونو ټولې اوبه په ګاز بدلې کړي او د انسانانو لپاره د څښلو اوبه نه وي. همدغه تیورۍ او نظریې دي، چې کارپوهان کوښښ کوي، چې د شمسي نظام نورو ستورو ته خلک ولیږي، تر څو د وخت په تیریدو سره هلته د ژوند ټوله زمینه برابره شي او په دې ډول خپل ځانونه د دغې ورځې وساتي.