ځمکه څومره عمر لري؟

 
زه په دې باور لرم، چې داسې خلک شته، چې هر نوی کال د ځان سره داسې وايي: "هیڅ باور مې نه راځي، چې موږ په دغه ستوري او سیاره کې ۲۰۱۵ یا ۲۰۱۶ کاله ژوند کوو".
د ځمکې اصلي عمر په هکله د څیړونکو تر منځ تر اوسه هم په دغه موضوع ګرم بحث کیږي او تر اوسه یوې ګډې نتیجې او پایلې ته سره نه دي رسیدلي. ان په ۱۶۵۴ز کال کې د ځمکې د عمر په هکله د هغې زمانې تکړه کارپوه ښاغلي جان پلیسي د ځمکې د عمر په هکله خپل هغه وړاندیز، چې د انجیل مقدس کتاب پر اساس او بنسټ جوړ شوی و، داسې په ډاګه کولو، چې ځمکه د میلاد نه مخکې ۴۰۰۴ کال د اکتبر میاشتې په ۲۶مه نیټه جوړه شوې ده. د ۱۷مې پیړۍ په ورستیو کې بل کارپوه بوفون گرم د ځمکې په شان یوې بلې کوچنۍ کپي جوړه کړه او د نوموړې سیارې د سړیدو د تیزوالي پر بنسټ یې داسې وویل چې ځمکه ۷۵۰۰۰ کاله عمر لري. د ۱۹مې پیړۍ په ورستیو کې بل فزیکپوه ځمکې ته د ۲۰ میلونو نه تر ۴۰ میلیونه عمر ښودلای دی. خو ټولو دغو نظریو ته د راډيواكټويټي برخې پرمختګ د پای ټکی کیښود. ورستیو څیړنو دا جوته کړه، چې هر رادیو اکتیو عنصر د تجزیه کیدلو ځانګړی سرعت او تیزوالی لري. کارپوهانو د ځمکې د غرونو د تیږو او د میاشتې نه د هغه نمونو، چې فضانوردانو راوړې وې د څیړلو او په دغو تیږو کې د سرب  ایزوتوپونو د تجزې پر بنسټ دې نتیجې ته راغلي دي، چې د ځمکې عمر ۵۴، ۴ ملیارده کاله دی.