ولې اسمان  نیلی رنګ لري؟

دا چې علمي څیړنې ښه په کش رواني دي، د خلکو علمي درجه او سطحه ورسره په څنګ کې پر مخ روانه ده، د لوړې ټکنالوژۍ هره ورځ پرمختګ د ټلیفونو نه نیولي ان تر برقي موټرونو او په ماریخ کې د ژوند کولو زمینه، موږ دې ته اړ باسي، چې د ټکنالوژۍ سره سره موږ هم باید خپل ځانونه د علمي او معلوماتي نړۍ یو پلاوی وګرځوو او هره ورځ یو څو شیبې د نوموړو معلوماتو د ویلو لپاره ځانګړې کړو. اصلي خبره او ستونځه په دې کې ده، چې موږ ښایي په ډیرو نازکو شیانو پوهیږو، خو کله نا کله مو ډیر عادي او عمده شیان نه وي زده او معلومات پرې نه لرو، د بیلګې په توګه، د نړۍ یواځې ۵۳ سلنه خلک په دې پوهیږي، چې ځمکه په یو کال کې د لمر نه په خپل مدار راتویږي، یوځې ۴۷ سلنه خلک په دې پوهیږي، چې د ځمکې مخ ۷۰ سلنه اوبه جوړوي؛ دلته به د عامو معلوماتو یو لړۍ درسره شریک کړم، په دې هیله، چې خوښه به مو شي.
. ولې اسمان اسماني او نیلی رنګ لري؟
موږ او تاسې هره ورځ کله، چې اسمان ته ګورو او د هغه د نیلی رنګ نه خوند اخلو او کله چې وریځې د دغه اسماني رنګ مخ له موږ نه لکه لویه او ستر پرده چې وي پټوي، نو موږ ته ښه نه ښکاري؛ د اروپايي ټولنې یوې څیړنیزې خپرونې په یوه څیړنه کې هم داسې راغلي دي، چې اسماني رنګ د انسان په روح او روان د نورو رنګونو په پرتله ښه اغیزه لري.
ښه، چې خبره رانه اوږده نشي، نو رابه شم اصلي موضوع ته، کله چې د لمر نور د ځمکې د اتموسفیر یا فضا نه، کومه چې د ډیرو مختلفو ګازونو یوه ټولګه ده، تیریږي، نو که چیرې تاسې د لمر رڼا د منشور په وسیله کتلای وي، یا مو د باران نه وروسته شنه زرغونه لیدلي وي، نو ښايي لیدلي به مو وي، چې د لمر نور د ډیرو رنګونو نه جوړ شوی دی او هر یو یې ځانته د موج اوږدوالی لري. په دغه رنګونو کې د اسماني رنګ د موج اوږدوالی د نورو رنګونو په پرتله لنډ دی، له دې کبله دغه رنګ د اتموسفیر نه ښه او په اسانی سره تیریږي او په اتموسفیر کې نشر کیږي؛ د نیلي رنګ همدغه په اسانی سره په اتموسفیر کې ښه نشریدل دي، چې اسمان ابي او اسماني رنګ لري. له تاسې سره ښايي دغه پوښتنه پیدا شوي وي، چې اسمان ولې په داسې حالت کې، چې د ارغواني رنګ د موج اوږدوالی د نیلي رنګ په پرتله نور هم لنډ دی، ارغوني رنګ نه لري. دا ځکه، چې د لمر په نور کې د ارغوني رنګ شتوالی د اسماني رنګ په پرتله کم دی او هدا ډول د انسان سترګې د ارغواني رنګ نه نیلی رنګ ښه ویني.