هغه ته چې فسبوک دنده نه ورکوله یوه ورځ یې ۳ میلیارده ډالره ورکړل

 
 
 
امریکایی برېن اکټون د وټس اپ مرستیال بنسټ اېښوودونکی دی. د نوموړي د ژوند او شتمنېدو کیسه هم په زړه پورې ده.
برېن په ۱۹۷۲ زېږدیز کال د امریکا په مشیګان کې زېږېدلی، خو را لوی شوی په فلوریډا ایالت کې دی. په ۱۹۹۴ کال کې یې د سټنډفورډ له پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې لسان اخیستی دی. تر دې وړاندې یې د فلوریډا په مرکزي پوهنتون او پنسلوانیا پوهنتون کې هم زده کړې کړې دي.
لومړی دنده یې د راکوېل انټرنېشنل په نوم له یوې کمپنۍ سره د سایټ د مدیر په توګه وه. وروسته د الکترونیکي توکو مشهورې کمپنۍ اپل ته ولاړ او هلته یې د تولیداتو د څارونکي په توګه دنده پیل کړه.
وروسته یې له یاهو سره کار پیل کړ. په همدې کمپنۍ کې د کار پر مهال د وټس اپ له بنسټګر جان کوم سره اشنا شو. دوی ۹ کاله په دې کمپنۍ کې ګډ کار وکړ.
برېن او کوم په ۲۰۰۷ کال کې د یو کلنې دمې په موخه له یاهو سره کار پرېښوود. دوی دواړو سویلي امریکا ته سفر وکړ.
په ۲۰۰۹ کال کې دواړو په فیسبوک کې د کار کولو وړاندیز وکړ، خو کمپنۍ یې وړاندیز رد کړ. برېن د همدې کال په مې میاشت کې ټویټر ته هم د کار وړاندیز وکړ، خو له څو کلنې تجربې سره سره د کار فرصت ور نه کړل شول.
د ٢٠٠٩ زېږديز کال په جنورۍ کې جان کوم د ځان لپاره يو ايفون وپېره او په دغه ايفون کې يې د يوه نوي اپلېکشن پر زياتوالو غور پيل کړ. وروسته د (الېکس فېشمن) په نوم له يو چا سره مخ شو او له هغه سره يې دوه ساعته د خپلې ايډيا په اړه خبرې وکړې، تر دې چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال د فبرورۍ په ٢٤ چې د زوکړې ورځې يې وه، د وټس اپ اعلان وکړ.
دوی دواړو تېر کال وټس اپ پر فیسبوک پر ۱۹ میلیارده ډالره وپلوره. فیسبوک چې یو وخت یې دوی ته د کار کولو فرصت نه و ورکړی، یوازې پنځه کال وروسته یې ۱۹ میلیارده ډالره ورکړل.
له دې معاملې برېن ته دری میلیارده ډالره په پیسو او ونډو کې ورسېدل.
وټس اپ اوسمهال په نړیواله کچه د پیغامونو د لېږد ستر اپلکشن دی چې فوربس مجله وايي ۷۰۰ میلیونه فعال ګډونوال لري او د دوی اکثریت یې له امریکا د باندې دي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په شپږمه نېټه د برېن اکټون پانګه دری اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۱۲ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۷۴ ام ځای لري.
ده واده کړی، یو اولاد لري او په کلفورنیا کې ژوند کوي.
له هميانۍ څخه