
آیا پوهېږئ ، چې د لس کالو په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه ښځه او مېړه، چې له لسو کالو وروسته یې تازه طلاق اخیستی وي .
آیا پوهېږئ ، چې د اوه کالو په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
د دکتورا فارغین .
آیا پوهېږئ ، چې د څلور کالو په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
په پوهنتون کې ناکام شوي هلکان .
آیا پوهېږئ ، چې د دوه کالو په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
تښتېدلي سرتېري .
آیا پوهېږئ ، چې د یوه کال په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
کانکور ځپلي .
آیا پوهېږئ ، چې د نهه میاشتو په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه میندي ، چې مړه اولادونه یې دنیا را وړي وي .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې میاشتې په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه کسان ، چې د رمضان میاشتې دېرش ورځې روژه یې نیولې وي .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې اونۍ په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
د اونیزو مسوول مدیران .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې ورځې په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
مزدور کاران .
آیا پوهېږئ ، چې د یوه ساعت په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
په تمه مینان .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې دقیقې په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه کسان ، چې هوایي پروازونو ته نه دي رسېدلي .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې ثانیې په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه کسان ، چې له کومې بدې پېښې روغ وتلي وي .
آیا پوهېږئ ، چې د یوې ثانیې د لسمې برخې په ارزښت څوک ښه پوهېږي ؟
هغه کسان ، چې په المپیک کې یې دویم مقام تر لاسه کړی وي .