مارتین وېسمن؛  د شنې تکنالوژۍ غوره مدیر

 
جرمني مارتین وېسمن ته کاروبار له خپلو مشرانو پاتې دی. د نوموړي نیکه په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې په جرمني کې د اوسپنیزو بایلرو یو ورکشاپ جوړ کړ. وروسته یې دغه ورکشاپ د بایلور د تولید پر کمپنۍ بدل کړ. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته کاروبار د مارتین پلار ته پاتې شو. پلار یې د دغه کار د پراختیا او مډرنیزه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې چې په پایله کې یې د بېلابېلو نویو محصولاتو تولید پیل او صنعتي پروسه یې بدله کړه.
د مارتین پلار دا کاروبار تر ۱۹۶۰ کال پورې د منځنۍ کچې پر یوه کمپنۍ بدله کړه چې ۱۴۰۰ کسانو ورسره کار کاوه. ۷۰ لسیزه د دې کمپنۍ د پراختیا وخت و. ده په ۱۹۷۲ کال کې خپله لومړنۍ بهرنۍ څانګه د فرانسې په «Faulquemont» سیمه کې پرانیستله.
په ۱۹۸۹ کال کې د برلېن د دېوال ړنګېدلو هم د دې کمپنۍ له پراختیا سره ډېره مرسته وکړه، ځکه لومړی ورته په پخواني ختیځ المان کې مارکېټ پیدا شو او وروپسې د ټولې ختیځې اروپا بازارونه د دې کمپنۍ د تولیداتو پر مخ پرانیستل شول.
د ۱۹۹۲ کال په لومړنیو کې د کمپنۍ مسئولیت مارتین وېسمن ته وسپارل شو. په ۹۰ لسیزه کې یو ځل بیا دې کمپنۍ په خپلو محصولاتو کې پام وړ بدلونه راوستل. پر پایو درېدونکي بایلر یې پر دېوالي بدل کړل او هغه چې پر تېل چلېدل ګازي یې کړل.
د بایلرو له ورکشاپ څخه پیل شوی کاروبار اوس د کمپنيو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی چې د ګرمولو، سړولو او هوا د کنټرول وسایل او تجهیزات تولیدوي.
د کمپنیو له دغه ګروپ سره اوسمهال ۱۱۴۰۰ کسان کار کوي او ۲۷ ډوله تولیدات لري. په ۷۲ هېوادونو کې فرعي کمپنۍ او ۱۲۰ د پلور مراکز لري.
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د دې کمپنۍ له ۲،۹ میلیارده ډالرو عوایدو څخه ۵۵ سلنه یې له جرمني د باندې له پلوره ترلاسه شوي وو.
په ۲۰۱۲ کال کې دې کمپنۍ ته د هوا په برخه کې د بنسټیز پرمختګ له کبله د انرژۍ نړیواله جایزه ورکړل شوه. دغه راز د دې کمپنۍ مالک مارټین وېسمن په ۲۰۱۳ کال کې د ګرین تک یا شنې تکنالوژۍ د کار غوره مدیر وبلل شو. مارتین په رسمي ډول د دیپلوم تر کچې زده کړې کړې، خو د وسکانسین پوهنتون نوموړي ته افتخاري دکتورا ورکړې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر شپږمې نېټې د نوموړي پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره وه چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام او په جرمني کې ۳۶ ام ځای لري.
ده واده کړی، یوه لور او یو زوی لري او د جرمني په الېډورف سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.