
نن د خوست ښار په څلورلارو ، واټونو او مارکيټونو کې ګڼه ګوڼه نه وه !
نن په دې ښار کې هغه ژڼکي نه بریښيدل چې پټکیو او چترالیو ټوپیو کې به یې ښکلي ګلان ټومبلي وو.
نن هغه ژڼکي چې لاس په لاس به ډلې، ډلې پر سړکونو ګرځیدل او خولې به یې له خندا ډکې وې ، په څلور لارو کې یې د شهیدانو تصویرونو ته په وچو شونډو او زنګیدليو نظرونه ورکتل.
نن هغه مست او خوشاله ځوانان په ځوړنده لاسونو ډلې ، ډلې د خوست ښار لوی مرکزي جامع جومات ته ور روان وو.
ډیرو ډلو له تورو توغونو سره د فاتحې په مراسمو کې برخه اخیستله ، تورې جنډې یې د ژور خفګان دسمبول په توګه له ځانونو سره لیږدولې.
د خوست ښار ټول دوکانونه تړلي وو ، تورې ټوټې پرې راځوړندې دي.
ځای ، ځای په تورو ټوټو په زرینو تورو د زړونو اوازونه ، سلګۍ او فریادونه لوستل کیږي.
(( ښاغلیه ولسمشره !
ایا تاسو د خوست د غمجنې پیښې د شهیدانو سپیڅلیو ارواوو، او ددوی یتیمانو ته کوم ځواب لرئ؟ )).
د خوست له ډیری سیمه ایزو راډیو ګانو د قران عظیم شان تلاوت ، موعظې او نعتیه کلامونه خپریږي.
د خوست د مدني ټولنو ، شوراګانو ، قومي مشرانو ، دیني عالمانو او ځوانانو لخوا په خوست کې درې ورځې ویر اوماتم اعلان شوی دی.
د خوست ښار د دوکاندارانو اتحادیه ، در ګرده بوخته ده له شتمنو سوداګرو او پانګه والو مرستې راټولوي چې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره مرسته وشي.
مدني حرکتونه ، په خوست کې دخوست سرپرست والي نعیمي او فساد خلاف له تیرو لسو ورځو راهیسې روان دي. لومړی وار یې د خوست په سټوډیم کې د زرګونو خوستوالو په ګډون غونډه جوړه کړه او تر غونډې وروسته یې د خوست ښار پر واټونو د خوست والي تر کوره لاریون تر سره کړ.
یاده غونډه او لاریون کاملاً سوله ایز وو، د قانون خلاف او د تاوتریخوالي حتی وړه بیلګه هم پکې نه وه. د خوستیانو په اصطلاح دخلي هومره خطا هم پکې نه وه .
لاریون والو د غونډو او لاریونونو ترڅنګ تحصن هم روان کړ، د اداري کمپلکس چې د ولایت مقام او ۲۰ نورې ادارې پکې دفترونه لري، او د والي د کور خواوشا یې خیمې ودرولې ، چې لا تر اوسه هم دغه خیمې ولاړې دي او شپه ورځ په کې معترضین میشت دي.
د تیرې پنجشنبې پر ورځ یو بل پراخ لاریون تر سره شو، لاریون کوونکي له څو خواو د خوست سټوډیم پر خوا روان وو.
پر هغه لاریون کوونکو چې د خوست ښار له شمال غرب لورې ، د سټوډیم پر لورې د حرکت په حال کې وو، د والي د کور تر څنګ ځانمرګی برید وشو.
له ۸۰ زیات قومي مشران، د پوهنتون استادان او محصلین ، د مدني ټولنې غړي ، مجاهدین او د خوست اوسیدونکي پکې شهیدان او ټپيان شول.
د پیښې مسوولیت طالبانو ونه مانه، ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل (( په دې برید کې د اسلامي امارت مجاهدین هیڅ لاس نلري)).
لاریون کوونکو ترپیښې څو شیبې وروسته ادعا وکړه چې ځانمرګی د والي له کوره راوتلی او د والي د ساتونکو په ډزو هم لاریون کوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي .
تر پیښې وروسته ښار په بشړه توګه وتړل شو، ملکي روغتون او نور شخصي روغتونونه په شهیدانو او ټپیانو ډک شول.
خو خوست سټوډیم کې راټول لاریونوال تیت پرک نه شول ، دوی خپل مدني حرکت ته دوام ورکړ، زرګونه تنه د خوست ښار پر سړکونو روان شول، د فساد تر څنګ یې د ځانمرګي برید پیښه هم غندله.
بیړني ټپیان د هیلوکپټرونو په واسطه پلازمینې کابل ته ولیږدول شول.
په ټپیانو کې د ولسي جرګې د دفاعي کمیسون ریس همایون همایون هم کابل ته انتقال شو.
د ۲۱ شهیدانو جنازې د دوی په پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شوې، تیرې درې ورځې د خوست لس ګونه زرو خلکو د شهیدانو په فاتحو کې ګډون وکړ، دوی د هر یو شهید کلي ته ورغلل په جوماتونو کې یې ددوی روح ته دعاګانې وکړې، د صبریو قوم مشر قومي مشر او د خوست د منتخبې قومي شورا ریس حاجي خان زمان چې د لاریون برخه وال و او په ځانمرګي برید کې شهید شو، په جنازه کې یې د صبریو د ټول قوم مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ، د شهید خان زمان ارمانونه یې د صبریو قوم ، ټول خوست او افغانستان ارمانونه وبلل، د اعتراض او احتجاج په توګه د صبریو خالبسات بازار د دریو ورځو لپاره وتړل شو. زرګونه صبري (مشران او ځوانان ) سره راټول شول د خوست ښار پر لوري یې لاریون پیل کړ ، د خوست سرپرست والي او مفسدینو خلاف یې شعارونه ورکول خو د شهید مشر خان زمان د مشرې ، مخورې او درنې کورنۍ مشرانو یې مخه ډب کړه .
ټول خوستوال ، زاړه او واړه خواشیني او دردمن دي ، د زړونو ولي یې لړزیدلي دي ، ستوني یې سلګو نیولي دي ، چیغې ، نارې سورې او فریادونه یې په سینو کې پټ پاتې دي.
ټولو ته خواست کوم :
تر دې زیات د خوستوالو پر زخمونو مالګې مه پاشئ !
د سوله ایز مدني حرکت ځپل په هره وسیله او له هرې لارې چې وي باید ودرول شي ، پر سوله ایز لاریون چاودنې ، ډزې کول ، مدني حرکت په چا پورې تړل ، د مدني حرکت او سرو وینو په یادولو سره ځانونو ته کمپاین کول ، په ټولنیزه میډیا کې یې له تحقیق او پوره معلوماتو پرته ناسم قضاوت کول او پر وړاندې یې دریځ نیول ، په ځینو سیمه ایزو ، ملي او نړیوالو رسنیو کې یې په تړاو بې انصافه، غیر دقیق او غیر متوازن راپورونه خپرول، ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله ته یې سرچپه او یا هم تت تصویر وړاندې کول ، ټول هغه څه دي چې د خوست پر مدني حرکت تر ځانمرګي برید کم نه ګڼل کیږي.
که له دغو روانو مدني حرکتونو ، څوک د سیاسي ، سلیقوي ، شخصي ګروهي او یا نورو علایقو، تمایلاتو او اهدافو لپاره ګټه پورته کوي، په خورا صداقت او ډیره مینه ترې غوښتنه کوم او په زنه یې نیسم چې دا ډول حرکتونه وستایئ ، تقویه یې کړئ ، مرسته ورسره وکړئ ، له سیاسي او شخصي معاملو او ګټو یې وژغورئ ، که نیمګړتیاوې لري په لیرې کولو کې یې ورسره مرسته وکړئ ، که تر مخ او شا یې مغرض لاسونه ګورئ تر مړوندونو یې را ونیسئ ؛ خو د خوست روان مدني حرکت مه کمزوری کوئ ، خود اګاه او ناخود اګاه یې له پښو مه غورځوئ ، که نه بیا به په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په پښتنون میشتو سیمو کې ، ولس او مدني ټولنه دا ډول حرکتونو ته زړه ښه نه کړي.
مننه
انګار