ګونګۍ لیلا / لنډه کیسه

 
لنډه کیسه:
ژباړن : عطا محمد میاخېل
   لیلا د سپوږمۍ په څېر ، چې ورو ورو د ورېځو لاندې شي او مخ یې وپوښي، همداسې ورځ تر بلې خاموشه کېده ، په درس خونه کې یې د غږ ډیوې هم د مودې په تېرېدو خپله رڼا د تیارو غېږې ته سپارله  ، له خپلو ټولګیوالو سره یې هم اړیکې پرې کړې وې . د کال په ورستیو کې ، هغه او یوازینۍ ملګرې یې تانزانیایي جلۍ ، د ښوونځي په یوه څنډه کې به کېناستلې او د تفریح څو دقیقې به یې د نورو په ننداره تېرولې .
  هیڅوک نه پوهېدل ، چې لیلا ولې خبرې نه کوي ، شاوخوا خلک یې هم د هغې په اړه له ګمان او فکر کولو څخه ستړي شوي وو . وې منله ، چې د لیلا د ګونګېدو په راز نه پوهېږي او نه شي کولای ، چې پوه شي .
  د تاریخ معلم به ویل : خبرې کول قاعده ده او خاموشي استثنا ، مګر زموږ د لیلا له پاره برعکس خاموشي قاعده ده او خبرې کول استثنا ، تر څو وښیي ، چې ټوکې کوي ، سړه او مرموزه خندا یې کوله .
  د لیلا د مور و پلار او د ښوونځي د ادارې ترمنځ ډېرې خبرې ښکته و پورته شوې ، مګر ونه توانېدل ، چې د لیلا د خاموشۍ د راز غوټه پرانیزي ، ترور یې ، چې شېراز کې ژوند کاوه د لیلا د مور په مکررو غوښتنو ، له یوه شېرازي ملا څخه یې یو شویست واخیست او ور وې لېږه ، تر څو یې په اوبو کې خیشت او اوبه یې پر نجلۍ وڅکي ، خو لیلا ونه منله او وې ویل ، چې سړی ناروغه کوي . موریې په مات زړه ویل که چېرې د شویست اوبه وڅکي ، نو د توتي په څېر به په خبرو راشي .
  ځوان تره یې ، چې په ډهلي کې ترکاري پلورنځی درلوده ، ولیکل ، چې له یوه هندي جادوګر څخه یې جادو اخیستې ده ، خو هېر یې شو او ور وې نه لېږه .
  لیلا په ابتدایه ښوونځي کې تر ټولو ډېره لایقه او با استعداده نجلۍ وه ، خبرې یې کولې ، خندېدله ، نور به یې خندول او کله ناکله به یې خپلو ټولګیوالو ته سندرې هم زمزمه کولې .
  دا چې جمنازیوم ته لاړه خپلې خبرې یې کمې کړې ، څوک نه پوهېدل چې ولې ، پوښتنې به یې ترې کولې ولې خبرې نه کوې ؟ ویل به یې ، چې د ویلو له پاره هېڅ نه لري ، له ډېرو پوښتنو او ګروېګنو به په غوسه کېده . رنګ به یې الوته . مور به یې شپې په ویښه تېرولې او په دې اندېښنه کې به وه ، کېدای شي پېری یې تر پښو لاندې کړی وي . په دې باور وه ، چې پېریان له انسانانو څخه ډېر کوچني دي . له موږ سره یو ځای ژوند کوي . موږ هغوی نه شو لیدلای ؛ هغوی موږ ویني ، که چېرې په ناپامۍ سره هم هغوی ته زیان ورسوې ، نو یوه ستره بلا به دې په سر را کوزه کړي . کله به یې له ځان سره وویل : کېدای شي د همچشمۍ او رقابت له امله چا څه ورکړي وي ، چې له خبرو پاتې شي او یا هم کېدای شي مینه شوې وي ، نجلۍ ده شرمېږي ، ویلی نه شي .
   یوه شپه یې وغوښتل ، چې له خپلې لور څخه خبرې واخلي ، د بسترې ترڅنګ یې کېناسته ، په وېښتانو یې وروـــ ورو لاس تېراوه ، دا چې خوله یې پرانیسته ، زما نازولې لور له خپلې مور څخه څه شی نه پټوي ، لیلا چیغې کړې ، څه ووایم ؟ په کراره مې پرېږده او ژړا یې پیل کړه .
  هغې به کله ناکله څه لیکل ، خو د مور په راتګ سره به یې کتابچه پټوله ، هغې بد مرغه کتابچې هم د مور وېره او اندېښنه څو برابره کړې وه ، له دې بده یې دا چې خپل زړه یې د لیلا پلار ته هم نه شو تشولی ، کېدای شي  چې هغه توند خویه سړی وضع لاپسې ترینګلې  کړي .
  له ورځو یوه ورځ د لیلا روجایي بدلوله ، چې د توشکې لاندې یې په هغې کتابچې سترګې ولګېدې ، کومې چې دا ډېره ځوروله ، په ناپامۍ سره یې را واخیسته ، خو داسې ټکان یې وخوړ ، تا به ویل ، چې برق نیولې وي ، بېرته یې په خپل ځای کېښوده ، زړه یې بېدرېغه ټوپونه وهل ، هېندارې ته یې وکتل ، ګوري چې رنګ یې الوتی دی ، نامعلومې وېرې ، چې د هغې کتابچې له امله یې په زړه کې ځاله جوړه کړې وه ، ورځ تر بلې زیاتېده .
  مور یو کال بي خوبۍ ډېره کمزورې کړې وه او پلار نور هم توند خویه شوی وو .
 د کال په وروستیو کې ، چې د لیلا  یاد داشت لیکنه او تر نیمو شپو یې ناستی زیات شوی وو او پرته له هغې تانزانیایي نجلۍ څخه  بل څوک یې نه لرل ، کتابچه هم له هغه مرموز او معمایي پتنځای څخه را بهر شوه .
   ما هم دا خبرې د خپلې مېرمنې له خولې او د لیلا د مور له څوځلي ټیلیفوني شکایتونو څخه اورېدلې وې ، رښتیا دا چې ، د چا باور نه راته د لیلا له پلاره مې هم اورېدلې وې . هغه له ډېر صبر او سکوت څخه وروسته ماته ټیلیفون وکړ ، خبره یې ژووله ، ښکاره او ډانګ پېیلې یې نه شوه ویلی ، ځکه چې له هغه سره ډېر نیږدې او صمیمي نه وم ، یو دوه ځله مې په محفلونو کې لیدلی وو ، د یو بل د ټیلیفون شمېرې مې سره  اخیستې وې ، د هغه له کنایه ویلو څخه دې پایلې ته ورسېدم ، چې مور او پلار زړه نا زړه نا ویلې خبرې یو بل ته کړې دي او کتابچه یې لیدلې ، هرڅومره یې چې د کتابچې پاڼې اړولي ، خو څه په لاس نه دي ورغلي ، ځکه چې ټولې لیکنې په جرمني ژبه وې ، د لیلا مور په  جرمني ژبه نه پوهېده ، خو پلار یې څه ناڅه پوهېده ، هغه یې هم په لوستلو ونه توانېده ، هغه یوازې د ګونګۍ لیلا ،  کلمه ، چې د هر یاد داشت په پای کې لیکل شوې وه ، لوستلی شوه .
  ومې منله ، چې یوه ورځ یې کورته ورشم او د لیلا په نه شتون کې هغه لیکنې ورته په فارسي ژبه وژباړم او وې لولم . د وېرونکې کتابچې سخره غوټه ، چې په هغه کور کې د ناچاودلي بم په څېر پټ دی باید پرانیستل شي .
دا دی هماغه ورځ را ورسېده :
کتابچې نیږدې سل مخونه لرل ، چې له نیمې زیاته یې په ښکلي آلماني لیک لیکل شوې ده . د نېټې په پام کې نیولو سره لیکنې ، یاد داشتونه ، ځینې چې راته مهم دي ، پرېږدم یې او ترې تېرېږم . د هغې ورځې په څېر ، چې د فلانکي ټولګیوال د زېږون ورځ وه ، زه یې تګ ته پرېنښودم ، ما هم خپله ډالۍ په باطله داني کې واچوله یا په نقل را کولو کې د فلانکي ټولګیوال مهرباني او د فلانکي ښوونکي نه مهرباني . د سبا ورځې د ستونزمنې آزموینې خاطرې او مزاحم مېلمانه او دا ډول ډېرې لیکنې .
   د لیلا مور و پلار په نا آرامۍ او هیجان سره ماته کتل ، چې لیلا په خپله کتابچه کې څه لیکلي دي .
  له دې ځایه یې پیل کووم :
  زه ګونګۍ لیلا یم ، زه مخکې ګونګۍ نه وم ، رکه روغه وم ، ډېرې خبرې مې کولې ، خندل مې ، ټوکې مې کولې او دوستان مې خندول ، اوس نو زما په غیاب کې راته ګونګۍ وایي ، کله په ریشخند او کله هم په غوسه وایي : ته ګونګۍ څه یې ؟ کله چې په ټولګي کې د ښوونکي پوښتنې ته سم ځواب ورکوم ، نو ټولګیوال مې را سره کینه کوي او له یو بل سره پس پسی کوي : شتوم شتوم شتوم ، یانې ګونګۍ ګونګۍ ګونګۍ .....
زه یې اورم ، ځان غلی نیسم ، څه وکړم ، زور مې نه رسېږي .
پلار وایي : ولوله ، چې زموږ په اړه یې څه لیکلي دي ؟ زموږ په اړه یې هم باید څه لیکلي وي ، تر نیمو شپو به ناسته وه او لیکنې به یې کولې ، کله وخت به مو د پردې له څنډې لیدله او کله به مو چې د صبر کاسه را ډکه شوه څار به مو کاوه او پوښتنه به مې ترې کوله: لور جانې  څه لیکې ؟ ژر به یې کتابچه ټوله کړه او ویل به یې پلار جانه هېڅ ! څراغ به یې مړ کړ او ویده به شوه .
   مور چې د سپین ټیکري په څنډه یې خپلې اوښکې پاکولې وویل : زړه مې بده ګواهي ورکوي .
  که څه هم د لیلا یاد داشتونه مې یو ځل سر سري او چټک ولوستل، پوهېږم ، چې د هغو په منځ کې بد شیان نه شته ، سره له دې مې هم په زړه کې شک پیدا کېږي او په لوستنه کې بیړه نه کوم .
بل مخ لولم :
  په مهال وېش ( تقسیم اوقات ) کې د لامبو مضمون د بلا په څېر را پیدا شو ، له پلار څخه مې وغوښتل ، چې د لامبو جامو د اخیستلو له پاره پیسې راکړي ، پلارمې وپوښتل : نجونې جلا او هلکان جلا لامبو وهي ؟
ومې ویل :
نه ټول یو ځای .
وې ویل :
نه نه نه کېږي ، موږ مسلمانان یو ، ښوونکي ته دې ووایه ، چې پلار مې اجازه نه ورکوي، که چېرې ټینګار وکړي ، نو له ښوونځي څخه دې باسم ، ته به هم هوسا شې ، زه هم او ښوونځی هم ، ټوله شپه مې خوبونه لیدل ، چې له ښوونځي څخه یې ایستلې یم ، زه هم ژاړم او ټولګیوال مې هم ژاړي .
  په بل مخ کې یې بیا د لامبو په اړه لیکلي دي :
  یو دوه ورځې د لامبلو درس ته حاضره نه شوم ، ښوونکي وویل : ولې ؟
ومې ویل : د ولې ځواب را سره نه شته ، ځکه چې په دې خبره شرمېدم ، چې ووایم پلار مې اجازه نه راکوله ، ټولګیوالو مې را پورې خندل ، نو مجبوره وم ، چې ځمکې ته وګورم او خاموشه پاتې شم .
پاڼه اړوم :
بیا هم خبرې د لامبو په اړه دي :
مجبوره شوم ، چې له مور وپلار څخه پټ د لامبو کالي واخلم او د لامبو درس ته لاړه شم . په تصادفي ډول په سبایي پلار مې را پوښتنه وکړه : پوه نه شوم ، چې ته د لامبو درس ته ځې او که نه ؟ له ځواب ورکولو ووېرېدم او خاموشه پاتې شوم ، پلار مې را باندې په غوسه شو او وې ویل : خبرې وکړه ، نو په ژړا شوم ، زړه یې را باندې وخوږېده او پرې یې ښودم ، په لا چارۍ کې ژړا هم مرسته کولای شي ، ژړا هم ښه شی دی .
  له څو یاد داشتونو چې مهم نه دي تېرېږم .
په بل ځای کې یې داسې لیکلي دي :
  ښوونکي یو لیک را کړ ، چې خپل مور و پلار ته یې ورکړم ، چې له ټولګیوال سره سیر علمي ته تلی شم او که نه ؟
پلار پوښتنه وکړه :
څه وخت بېرته راځئ ؟
یوه ورځ وروسته .
د شپې له خوا هلته ویده کېږئ ؟
هو
یوازې نجونې ځي ؟
نه ، ټول هلکان او نجونې .
داسې هېڅ امکا نه لري .  نه شي کېدای ، چې یو ځل نجونې لاړې شي او بل ځل هلکان ؟
  د ښوونځي کاغذ یې څیرې او د پښو لاندې یې کړ ، لکه په زړه باندې مې چې څوک په سوک ووهي . سبا ښوونکي ته څه ځواب ورکړم ؟
  سبا چې ښوونکي پوښتنه وکړه ، خاوموشه پاتې شوم او اوښکې مې وبهېدې .
   په بل مخ کې یې داسې لیکل شوي وو :
    هره دوشنبه به ښوونکي له هرچا څخه پوښتنه کوله ، چې چېرته تللی او څه یې کړي دي؟ نور جالبې کیسې کوي ، مګر زه کیسه نه لرم ، ځکه چې ما چېرته نه بیایي .
  موږ د اونۍ په وروستیو کې کور پاکوو او  کالي وینځو ، یا هم مېلمه لرو او کله هم آشک پخوو . زه له خپلې مور سره د خوړو په پخولو کې هم مرسته کووم او داسې ډېر کم پېښېږي ، چې چېرته په مېلمستیا یا مېله لاړه شم . کله چې زما وار را رسېږي ، تر څو ووایم ، چې د یکشنبې په ورځ چېرته تللې یم او څه مې کړي دي ، لا چاره سر مې ښکته کووم او ځان غلی نیسم .
مور په ژړا وایي :
  ځار دې شم لورکۍ ، خپلې اوښکې پاکوي او یو ځل بیا وایي : په همدې ډول ورو ـــ ورو ګونګۍ شوه .
پلار په غوسه وایي : زموږ ګناه ده ؟ ووایه زما ګنا ده ؟
مور وېرېدلې ده .
نه . ولې په غوسه شوې ؟ ستا څه ګناه ده ؟
  په کلۍ دروازه پرانیستل شوه ، له څو ثانیو خاموشۍ وروسته ، یوه نجلۍ ، چې خرمایي وېښتان ، شنه چکې سترګې ، الوتی رنګ  ، چې ماشومانه موسکایې په شونډو خپره وه ، په خپلو بې غږه پښو کوټې را دننه شوه ، د سلام په څېر یې د شونډو لاندې څه وویل ، زما په لیدو ډېره حیرانه شوه .
پلار یې وویل : دادی زموږ ګونګۍ لیلا راغله ، مور یې په غوسه د  پلار خواته  وکتل ، چې ولې یې دا خبره وکړه ، کتابچه یې وتښتوله د خپل ټیکري لاندې یې پټه کړه او بهر ووته .
   کومه لیلا ، چې ما پېژانده او څېره یې زما ذهن کې وه ، هغې غنمرنګه ، غوسه ناکه او ناراضي څېرله لرله ، سترګې او وېښتان یې تور او کټه مټه خپل پلار ته ورته وه ، مګر دا لیلا ، ډېره مهربانه ، مظلومه ، د سترګو او وېښتانو له پلوه د خپلې مور په څېره وه .
  زما د زړه خوږي او مهرباني نه یې ، چې په هغې مې درلوده ، په موسکایي مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه . یو څه ور په یاد شول . له ځان سره یې وویل : هاغه . خپل بکس یې ولټاوه ، یو کاغذ یې ترې را بهر کړ او د خپل پلار مخې ته یې کېښوده . پلار یې له ډېرې غوسې سور و شین واوښت وې ویل : هر وخت ، چې له ښوونځي څخه لیک راوړې ، نو ماته یو سر خوږی دی . لومړی یې لوستل بیا ورته ژباړن پیدا کول ، ښوونځي ته تلل او د ښوونکي نصیحتونو ته غوږ نیول . هغه کاغذ ، چې په لاس کې یې وو ، په رېږدېدونکي غږ یې ویل ، بیا دا څه دي ؟ څه دې راوړي ؟ ګویا ماته یې د زړه درد بیاناوه .
  زموږ په هېواد کې چې څوک خپل زوی ښوونځي ته لېږي ، بې غمه کېږي ؛ خپله هېڅکه د ښوونځي مخ هم نه ګوري ، ښوونځي پوهېږي او کار یې ، آخر د همدې له پاره تنخوا اخلي ، دلته چې هره میاشت موږ ونه غواړي ، نه مو پرېږدي . د لیلا مور ، چې د هغې د پلار غوسه ناک غږ واورېد ، په وارخطایۍ راغله ، له ما سره یې خبرې پیل کړې ، ما وویل : هېڅ ستونزه نه شته ، زه یې درته لولم ، له تاسو سره یوځای د لیلا جانې ښوونځي ته هم ځم. زړه مې د نجلۍ په حال ډېر وخوږېده . په سر مې یې د مهربانۍ لاس را تېر کړ او ومې ویل : لیلا جانې ! ته لاړه شه ، خپله دمه دې راسته کړه ، ډوډۍ دې وخوره ، موږ یې سموو ، هر څه به سم شي . اندېښنه مه کوه ، کاکا دې درنه ځار شه .
د ښوونځي لیک لولم :
د عارفي درنې کورنۍ ته !
  په خپلې لور باندې پام ، د هغې سمه پالنه او روزنه ستایم ، تاسو ته مبارکي وایم ، چې ستاسو لور لیلا عارفي د ښوونځي د مقاله لیکلو په مسابقه کې دویم مقام خپل کړ ، له تاسو څخه هیله لرم ، چې د ډالیو د وېش په محفل کې ، چې د روانې میاشتې د سه شنبې په ورځ د لسو بجو پر مهال د ښوونځي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي ، راشئ .
په ډېر درنښت
( د ښوونځي مدیر )