
ډېر وخت، چې لمونځ کوئ، په لمانځه کې کلي ته ځئ، لوبه کوئ او دوه درې شپږیزې وهئ!!.
کتاب مو مخ ته نیولی، مطالعه کوئ، سملاسي مو ذهن ته راځي، چې په دفتر کې ولې نن له خپل مدیر سره په بحث او مشاجره واوښتئ؟! کتاب مو لس پاڼې لوستی، خو یوولسمې ته، چې رسیږئ د دفتر له جنجالونو مو ذهن فارغیږي او پوهیږئ، چې په حافظه کې مو له کتابه هېڅ شی هم په نه دي پاتې، یانې ټکی مطالعه مو هم نه ده کړې!!
په ټولګي کې مخامخ ښوونکی په تدریس بوخت دی، خو، چې له ټولګي راوځئ هېڅ شی مو هم په حافظه کې نه وي!! ددې ټولو چارو لامل څه دی؟! داسې نه ده، چې ستاسې ذهن او حافظه کار نه کوي، حافظه مو د نورو په څېر ښه روغه ده، خو اصلي مشکل دادی، چې تاسې د مطالعې او کار پر وخت پر اصلي کار تمرکز نه کوئ او فکر او ذهن مو بل چېرې بوختیږي.
ددې ستونزې د حل یوازینۍ لار فکري او ذهني تمرکز دی. په کوم کار، چې بوخت یی سل په سلو کې پر همغه کار تمرکز کوئ. له ځان سره داسې فکر وکړئ، چې تاسې دلته یی او کتاب لولی، یا کار کوی. بل ځای مه ځئ. که په دوکان کې وی، په دوکان کې اوسی، کور او دفتر ته ذهني چکر مه لګوئ. که چکش وهی، خپل چکش او مېخ ته پام کوئ، که فکر مو بل ځای وي، د میخ پرځای به مو چکش پر ګوته برابر شي.
موبایل، انټرنیټ او نور هغه څه، چې د کار او مطالعې پر وخت ستاسې ذهن ګډوډوي، له ځان نه لرې کیږدئ. که یو مسیج هم درته راشي، ممکن ستاسې ټول حواس ګډوډ کړي. په ټیلیفون یوه بده خبره مو تر ماښامه، چې خوب ته ځی، نارامه ساتي. د یوې نجلۍ عاشقانه پیغام ستاسې ورځ او شپه دواړه خرابوي، ځکه فکر مو د مطالعې پرځای له هغې سره په چټ تیریږي.
د کار او مطالعې دواړو په برخه کې هدف وټاکئ.
د کتاب یوڅپرکی لولی او که ټول کتاب. څومره وخت ورته کافي دی؟
ډیر وخت، چې سړی یو ښه کار کوي، ځانګړی رضایت حس کوي. دغه حس یې یوه بل تشویقي کار ته اړباسي. ځان ته اجازه ور کوي، چې یوه پیاله چای وڅښي، سګرټ وڅکوي، یا مېوه وخوري. لږ چکر ته راووځي، ځکه وجدانا ارامه وي، چې یو بریالی کار یې کړی. تشویقي اقدام باید مثبت وي. سګرټ منفي عمل دی، خو مېوه انرژي ور کوي. دا کار ما په وار وار تجربه کړی. کله کله سګرټ هم انرژي راکړې، خو اوس ځان د سګرټ پرځای پر مثبت تشویقي کار بوختوم. له دفتره راوځم او بهر شنو بوټو ته ګورم. یوه اوږده ساه اخلم او له طبعیته خوند اخلم.
ځینې خلک ځان ته جایزه ټاکي: که دا پروژه مې بریالۍ شي، یوه ښه ډوډۍ کوم!
که سږ کال مې یومیلیون افغانۍ وسپمولې، دوبۍ ته به له کورنۍ سره یوځای چکر ځم!
او داسې نور. دا هر یو تشویقي عمل تاسې ته د کار اضافي انرژي در کوي. وروسته، چې نتیجه ترلاسه کوئ، جایزه مو له خونده ډکه او د ویاړ وړ وي.
بیا خپلې لومړۍ خبرې ته راګرځم، چې په دې ټولو کې اصلي رول د تمرکز دی. فکر او ذهن مو په کار او عمل متمرکز کړئ او له خپل کاره خوښي بښونکې نتیجه واخلئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.