
د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې یوه برخه کسانو واقعا د نوښت او سخت کار پر مټ پیسې پیدا کړې، خو داسې کسان هم شته چې په فساد کې ښکېل دي. یو له دغه ډول مفسدو میلیاردرانو « بیني سټینمټز» دی.
بیني سټینمټز په ۱۹۵۶ زېږدیز کال د اسرایلو په نتنیا ښار کې زېږېدلی دی. را لوی شوی په همدې سیمه کې دی، خو په ۱۹۷۸ زېږدیز کال بلجیم ته تللی.
نوموړی بلجیم ته د دې لپار ولاړ چې په دغه هېواد کې د خپل پلار د الماسو له کمپنۍ سره کار وکړي. ده کار پيل کړ او بلاخره د « Steinmetz Diamond Group» په نوم د دې کمپنۍ تر مشرۍ ورسېد.
ده د الماسو پر کار سربېره له خپل ورور سره په ګډه د کانونو د استخراج یوه کمپنۍ هم جوړه کړه. د « BSGR » په نوم د نوموړي دې کمپنۍ په افریقايي هېوادونو کې د کانونو استخراج پیل کړ.
بي اېس جي ار په سیرا لیون کې د الماسو پر استخراج بوخته وه چې په ګینه کې یې د اوسپنې د استخراج د برخې فساد افشا شو.
د دغه هېواد د « سیمانډو» په نوم د اوسپنې کان د لومړي او دویم بلاک د کان تړون د ګینه وروستي دکتاتور بي اېس جي ار کمپنۍ ته ورکړ. «لانسانا کانټې» چې له ۱۹۸۴ زېږدیز کال څخه یې ګینه رهبري کوله دغه ګام وروسته له دې پورته کړ چې د کان تړون یې د کمپنیو له یوه اسټرالیايي او برېتانوي ګډ ګروپ څخه را وګرځاوه.
په ۲۰۰۸ کال کې د دغه کان تړون د سټینمټز کمپنۍ ته په ۱۶۰ میلیونه ډالره ورکړل شو، خو دغه اسرایلي میلیاردر یې یوازې ۵۰ سلنه ونډې په دوه نیم میلیارده ډالره وپلورلې.
کله چې د لانسانا کانټې تر مرګ وروسته په ګینه کې د لومړي ځل لپاره ټاکنې ترسره او نوی دیموکراتیک حکومت جوړ شو، د دغه کان په قرارداد کې د فساد خبره راپورته شوه.
د څېړنې لپاره ګومارل شوې کمېټې تر دوو کالو وروسته ثابته کړه چې د کان په تړون کې فساد شوی او بي اېس جي ار د لانسانا مېرمنې ته بډې ورکړې دي.
د دې کمېټې یوه غړي ویلي چې د پخواني دیکټاټور مېرمنې ته دری میلیونه ډالره رشوت ورکړل شوی او د پنځه میلیونه ډالرو نوره ژمنه هم ورسره شوې وه.
فوربس مجله وايي چې د بیني سټینمټز پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې دوه اعشاریه ۹ میلیارده ډالره وه چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۹۷ ام په اسرایلو کې اووم ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادنه لري او د اسرایلو په نتانیا سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.